تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة فاطر لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 30, 2024
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د سورة فاطر لنډه پېژندنه 

 

سورة فاطر د مصحف او تلاوت په اعتبار ۳۵ سورة دئ چي په مکه معظمه کي نازل سوی دئ.


سورة فاطر ۴۵ آية او ۵ رکوع لري.


د دې سورة دوه نومونه دي، فاطر او ملائکة. دواړه نومونه د اولني آية څخه اخستل سوي دي، چي الله تعالی فرمايي:


الْحَمْدُ لِلَّهِ فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ جَاعِلِ الْمَلَائِكَةِ رُسُلًا أُولِي أَجْنِحَةٍ مَثْنَىٰ وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ ۚ يَزِيدُ فِي الْخَلْقِ مَا يَشَاءُ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ. 


په دې سورة کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي


۱-  الله تعالی خالق د هر څه دئ. او مکمل ملکيت الله لره دئ.


۲-  انسانانو په مختلفو دورو کي د رسولانو تکذيب کړی دئ.


۳-  انسانانو ته خبرداری، چي د الله تعالی وعده حق ده، د دې دنيا ژوند لنډ دئ او مه باندي دوکه کېږي او د شيطان ملګرتيا مه کوئ.


۴-  الله تعالی هغه چا ته هدايت نه کوي، چي خپل پر ناوړه اعمالو د نيکو اعمالو ګمان کوي.


۵-  حقيقي عزت او فضيلت د الله تعالی په اطاعت کي دئ.


۶-  انسانان و الله تعالی ته اړ او محتاجه دي، ليکن الله تعالی بې نيازه ذات دئ.


۷-  د لمانځه د اداء کونکو، او زکات ورکونکو اجر د الله (عزوجل) سره دئ.


۸-  آسمانونه او مځکه الله تعالی درولي دي.


۹-  وګرځئ په مځکه کي او د تېرو قومونه انجام وګورئ، چي پر الله تعالی ئې ايمان نه راوړی، نو څنګه هلاک سوه.


۱۰-  که الله (سبحان و تعالی) انسانانو ته د دوی د ګناهونو سزا فوراً ورکولای، نو هيڅوک به ژوندی نه وای پاته سوي.


په سورة فاطر کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي


۱-  الله (عزوجل) هغه ذات دئ چي تاسو ته د آسمانونو او مځکو څخه رزق درکوي.


۲-  که تاسو د دې رسول صلی الله علیه وسلم تکذيب کوئ، نو ستاسو د مخه ډېرو قومونو خپل د نبيانو تکذيب کړی دئ، خو دا هر څه بيرته الله تعالی ته ورګرځېدونکي دي.


۳-  اې انسانانو د الله تعالی وعده حق ده، نو چي د دې دنيا ژوند مو د اصلي هدف څخه وا نه ړوي.


۴-  د عزت او قدرت مالک يوازي الله (رب العزة) دئ.


۵-  الله تعالی تاسو د خاورو څخه جوړ کړاست، بيا د نطفې څخه ئې پيدا کړاست، بيا ئې تاسو جوړه - جوړه پيدا کړلاست. د هيڅ چا د ژوند وخت نه اضافه کېږي، نه کمېږي. ليکن هغومره چي ور ته ليکل سوی وي.

 

۶-  الله تعالی هغه ذات دئ چي شپه په ورځ کي ننباسي، او ورځ په شپه کي داخلوي او د يوه مقرره وخت له پاره ئې لمر او سپوږمۍ مسخر کړي دي.


۷-  اې انسانانو تاسو فقيران ياست او الله (عزوجل) غني دئ، که د الله تعالی خوښه سي نو تاسو به ايسته کي او نوی مخلوق به مو پر ځای راوړي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته