تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة الزمر لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 17, 2024
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سورة الزمر لنډه پېژندنه 


سورة الزمر د مصحف او تلاوت په اعتبار ۳۹ سورة دئ، چي د هجرت ترمخه په مکة معظمة کي نازل سوی دئ.


سورة الزمر ۷۵ آية او ۸ رکوع لري.


د دې سورة نوم د ۷۱ آية څخه اخستل سوی دئ چي الله تعالی فرمايي: (وَسِيقَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِلَىٰ جَهَنَّمَ زُمَرًا ۖ ...)


ژباړه: او هغه کسان چي کافران دي، و جهنم (دوږخ) ته به په ډله سره راکښل کړل سي...


زمر يعني ګروپ يا ډله يا هم تخته خلګ.


په سورة الزمر کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي


۱-  د يوه الله تعالی عبادت وکئ، کوم چي دا کتاب په حق سره نازل کړی دئ.


۲-  د الله تعالی وحدانيت او ربوبيت. يعني شپه، ورځ، لمر او سپوږمۍ هر څه ته الله تعالی وخت او مسير مقرر کړی دئ.


۳-  الله (سبحان و تعالی) ټول انسانان د يوه نفس څخه تخليق کړي دي او د انسان جوړښت په مرحلو سره سوی دئ.


۴-  هر نېک او بد عمل خپله د انسان له پاره دئ. د يوه نفر د ګناه مسؤليت خپله د هغه کس دئ او هر څه بيرته الله تعالی ته ورګرځي.


۵-  که انسان په مشکل کي سي، خپل رب ته دعاوي کوي او چي هغه مشکل ځني ايسته سي، بيا هغه مشکل ورڅخه هير سي.


۶-  ورته ووايه، اې د الله مؤمن بنده ګانو، تقوا اختيار کئ. او د صبر کوونکو اجر بې حسابه دئ.


۷-  دا قرآن کريم په عربي ژبه نازل سوی دئ او هيڅ غلطي نه لري او په دې کتاب کي مو د هر شي مثال راوړی دئ.


۸-  اې هغه بنده ګانو چي په ځان مو ظلم کړی دئ، د الله تعالی د رحمت څخه مه مایوسه کيږي، يقيناً چي الله (تبارک و تعالی) ټوله ګناهونه معافوي. الله تعالی ته ور وګرځئ او ټولو اوامرو ته ئې غاړه کښېږدئ.


۹-  الله (جل جلا له) د هر شي خالق دئ او د هر شي کار سازه دئ. د آسمانونو او مځکي کيلي د الله تعالی سره ده.


۱۰-  په ورځ د قيامت به مځکه د الله تعالی په قبضه او واک کي وي او آسمانونه به خپل په راسته لاس سره را ټول کي.


۱۱-  اوله شپېلۍ به ووهل سي، ټول د مځکي او آسمانونو مخلوقات به مړه سي، په دوهمه شپېلۍ وهلو سره به ټول را پورته سي او د قيامت منظر به وي.


۱۲-  کفار به جهنم ته په ډله سره ځي او مسلمانان به جنت ته په ډله سره ځي.


۱۳-  مؤمينان به د الله تعالی ثناء او صفت بيانوي او ملائکي به د الله تعالی د عرش پر شاوخوا ويني چي پاکي او حمد د الله (عزوجل) به بيانوي.


په سورة الزمر کي الله (عزوجل) فرمايي:


(اې انسانانو) الله تعالی تاسو ټوله د يوه نفس څخه جوړ کړلاست، او ستاسو څخه ئې جوړه (يعني ښځه) پيدا کړله. ستاسو له پاره ئې حيوانات پيدا او مسخر کړل. د مور په نس کي ئې په درو تاريکو پړاونو سره تخليق کړلاست.


الله تعالی ستاسو کفر (يعني سرغړونه) نه خوښوي او که تاسو شکر ادا کئ، نو يقيناً چي الله (سبحان و تعالی) به در څخه راضي سي.


هيڅ کس ته د بل چا ګناه نه ورکول کېږي. او تاسو ټول به خپل و رب ته ور وګرځئ، هغه څه چي تاسو کول په هغه به مو ښه خبر کي.


بېشکه چي الله تعالی د زړونو په راز خبر دئ.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته