تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة غافر لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 30, 2024
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سورة غافر لنډه پېژندنه 


سورة غافر د مصحف او تلاوت په اعتبار ۴۰ سورة دئ، چي په مکة معظمة کي پر رسول الله ﷺ نازل سوی دئ.


سورة غافر ۸۵ آية لري او ۹ رکوع دئ.


د سورة غافر دوهم نوم سورة المؤمن هم دئ.


د دې مبارک سورة نوم د ۳ آية څخه اخستل سوی دئ، چي د غافر لفظ پکښي ذکر سوی دئ. 


(غَافِرِ الذَّنْبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ شَدِيدِ الْعِقَابِ ...)


او د دې مبارک سورة بل نوم د ۲۸ آية څخه اخستل سوی دئ چي د المؤمن لفظ پکښي ذکر سوی دئ. 


(وَقَالَ رَجُلٌ مُؤْمِنٌ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَكْتُمُ إِيمَانَهُ أَتَقْتُلُونَ رَجُلًا أَنْ يَقُولَ رَبِّيَ اللَّهُ ...)


په سورة غافر کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي


۱-  دا کتاب (قرآن عظيم الشان) د الله تعالی له لوري نازل سوی دئ، هغه ذات چي د ګناهونو بخښونکی دئ، د توبې قبلونکی دئ، په سزاء ورکولو کي سخت او زيات اجر ورکونکی دئ.


۲-  د سيدنا نوح (عليه السلام) قوم او نورو کافر قومونو د حق تکذيب کړی دئ، نو الله تعالی هم دوی هلاک کړل.


۳-  هغه ملائکي چي د الله تعالی عرش ئې نيولی دئ، د الله (رب العزة) حمد او پاکي بيانوي او د مځکي پر مخ د مؤمينانو په حق کي خپل د رب څخه د بخښي غوښتنه کوي.


۴-  په مځکه کي وګرځی او د هغه کسانو انجام ووينی چي کفر ئې کړی وو، حالانکه هغه په توان او طاقت کي هم زوره ور ول. نو څنګه الله جل جلاله دوی تباه کړل.


۵-  د سيدنا موسی (عليه السلام) قصه چي الله تعالی دی مبارک و فرعون، هامان او قارون ته ئې ور واستوی، تر څو د حق و لاري ته ئې راوبولي.


۶-  د سيدنا نوح (عليه السلام) د قوم، د عاد او د ثمود د قومونو يادونه.


۷-  د حضرت يوسف (عليه السلام) يادونه.


۸-  سيدنا موسی (عليه السلام) ته مو کتاب (تورات) ورکۍ او په بني اسرائيلو کي مو دغه کتاب د هدايت او ذکر له پاره پرې ښودی.


۹-  ړوند او بينا نه دي سره مساوي او نه هم مؤمينان چي نېک اعمال کوي او هغه چي بد اعمال کوي سره برابر نه دي.


۱۰-  الله تعالی فرمايي: زما څخه ئې وغواړی او دعا مو ما ته وکی، زه به ئې درکم.


۱۱-  الله تعالی هغه ذات دئ چي مځکه ئې د هستوګني ځای او آسمانونه ئې لوړ ودرول، ستاسو صورت ئې په ښه ډول جوړ کئ او الله تعالی چي د ټوله عالم رب دئ، ډېر برکتناکه ذات دئ.


۱۲-  الله تعالی رسولان را استولي دي تر څو خلګ د حق و لاري ته دعوت کي، د ځينو رسولانو قصې در ته بيان سوي دي او د ځينو نه دي بيان سوي او هيڅ رسول د الله تعالی د اجازې بغير معجزه يا نښاني نه سي راوستلای.


په سورة غافر كي الله (عزوجل) فرمايي:


هغو کسانو چي پر الله تعالی ايمان نه راوړی او د رسولانو تکذيب ئې وکی، نو د هغو انجام ډېر بد وو، تاسو په مځکه کي وګرځئ او د هغه قومونو پايله وګورئ.


هر نبي خپل قوم ته ويل چي:
• دا دنيا موقتي ده او د آخرت ژوند دائمي دئ.
• زه تاسو د نجات خوا ته را بولم او تاسو ما د اور و طرف ته دعوته وئ.
• دا زما خبري به ټولي تاسو ته در په ياد سي (يعني د حساب په ورځ).


الله (تبارک و تعالی) موسی (عليه السلام) ته هدايت (يعني نبوت او بيا کتاب) ور په نصيب کئ او په بني اسرائيلو کي ئې کتاب (تورات) د ميراث په ډول پاته کئ.


نو صبر وکه، بېشکه چي د الله تعالی وعده حق ده، خپل د ګناهونو مغفرت وغواړه، سهار و ماښام خپل د رب پاکي او ثناء و صفت بيانوه. 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته