تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له بې کاري څخه ګټه واخلئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 30, 2021
  0

 


لیکنه : علي الله متوکل /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


زموږ بیخي زیات خلک اوس پر کورونو ناست دي. ګورئ! بې کاري له ځان سره تشویشونه، بې جرئتي او خپګان زېږوي. کومه نسخه چي زه اوس وړاندي کوم دا یوازي د اوس او د بې کاره خلکو لپاره نه ده، بلکي هر وخت چي موقع په لاس درتلل ګټه ځني اخلی. یوه خبره کوم، نور مخته ځم: 


"وخت بیرته نه را ګرځي او غفلت و لټي پښېماني لري" که لږ وخت لرې، که ډېر، ښه بیغمه ګټه ځني واخله.
د فارغ وخت لپاره ښه خوندور کارونه: 


یو. زده کړه وکړه: انګلیسي، کمپیوټر، اداري اصول او د ژوند اړین مهارتونه هر وخت زموږ په درد خوري. دا نن ئې لا زده کړه.

 

دوه. مطالعه وکړه: مطالعه فکر روښانه کوي او روح و روان ته قوت ور بخښي؛ مطالعه والا خلک هوښیار معلومیږي.

 

درې. ورزش وکه: منظم ورزش وکړی، که کلب، فوټبال او بل څه نه کوی، نو نیم یا یو ساعت قدم ووهی. قدم وهل مزه کوي، په ځانګړې توګه چي بیا یو ښه د طبیعت ملګری درسره وي.

 

څلور. د کور په کارونو کي ونډه واخله: زموږ رسول الله به لا د کور کارونو کي ونډه اخیستل، زه کله کله کور اشپزي کوم، ځني وخت اشپزي خرابه سي، باره هغه شپه هګۍ وخورو.

 

پنځه. د ماشومانو سره مو درسونه ووایاست: هر کور کي ماشومان سته، درسونه ورسره تکرار کړی، مجلس ورسره وکړی، هم به مو طبیعت سم سي او هم به د ماشومانو روزنه سي.

 

شپږ. د دوستانو احوال واخله: زموږ ګران نبي فرمایي، په صله رحمي سره مو عمر اوږدیږي. کورته په پښو ورسئ، هم به ورزش سي، هم پوښتنه او هم ثواب.

 

اووه. د همسایګانو سره ووینی: محبوب نبي د همسایګانو بیخي ډېر حقوق بیان کړي دي، تهانوي رحمة الله علیه د همسایه په حقوقو کي پر هغوی پوښتنه کول، مشوره کول، په غم او ښادی ورسره شریک کېدل یاد کړي. 

 

اته. د ملګرو او دوستانو سره وخت تېر کړئ: پر نوي پلانو، د ژوند پر سمون، پر خپلو خرابو عادتونو او کاروبارونو بحث ورسره وکړئ. ترڅنګ ښه تفریح هم وکړئ.

 

نهه. بله خبره نسته، راځئ، داغه پورته کارونه عملي کړو. او ملګري هم په خبر کړئ. 

 

نوټ: ځیني خلک وایي، په فارغه وخت کي باید عبادت وکړو، خو زه وایم عبادت د فارغه وخت کار نه دئ، بلکي چي هرڅونده مصروف یو بیا هم عبادت ته وخت ورکول پکار دي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته