تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الهي حاكميت په هكله نبوي احاديث
 
  September 20, 2016
  0
لیکنه: ثواب ګل فیضي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

    د الله جل جلاله دحاكميت په هكله درسول الله صى الله عليه وسلم د احاديثو شمير تر سلګونو پوري رسيږي ليكن دلته د نمونې په توګه يو څو احاديث رانقلو و چې د الله جل جلاله د حاكميت په هكله ښكاره دلايل دي د تهجد د لمانځه په وخت كې به رسول الله صى الله عليه وسلم يوه اوږده دعا لوستله چې د هغې يوه جمله داده : وَبِكَ خَاصَمْتُ وَإِلَيْكَ حَاكَمْتُ. (صحیح بخاري) يعنى زه ستا په كومك سره بحث كوم او ستا په وحې پريكړه كوم . 

    ابن حجر رحمة الله عليه د حاکمت تشريح په دې ډول كړي ده چې زه د ټولو معاملاتو او شخړو پريكړه ستا د حكم مطابق كوم او د جاهليت په مشركانه رسومو باندي يي نه كوم . 

    همدارنګه په يو بل حديث كې رسول الله صى الله عليه وسلم فرمايي : عن عبدالله بن ابى اوفى رضى الله عنه اوصى بكتاب الله تعالى .   (صحيح بخاري )  
ژباړه : د عبدالله بن ابي اوفى رضى الله عنه نه روايت دى چې رسول الله صى الله عليه وسلم مونږ ته په  قران د عمل كولو وصيت كړي ؤ . 

    همدارنګه د يو بل حديث شريف مفهوم دى چې ام الحصين رضى الله عنه فرمايي چې ما د رسول الله صى الله عليه وسلم څخه د حجة الوداع په وخت كې اوريدلي ؤ چې كه چيري په تاسې بدرنګه تور غلام هم امير مقرر كړاى شي نو دهغه اطاعت وكړئ  خو په دي شرط چې هغه ستاسو قيادت او مشري د الله جل جلاله د كتاب په اساس وكړي . (صحيح مسلم، كتاب الامارة ) 

همدارنګه په يو بل حديث كې چې ابوهريره رضى الله عنه روايت كړى فرمايي : فاحذروا إني قد تركت فيكم ما إن اعتصمتم به فلن تضلوا أبدا كتاب الله وسنة نبيه. ( الترغيب د امام منذري رحمه الله ليكنه ) 

ژباړه : د ابوهريره رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صى الله عليه وسلم وفرمايل : د شيطان د پيروي څخه ځان وساتئ ما ستاسې ترمنځ هغه شى پريښى دي چې كه چيري تاسې په هغه ټينګې منګولې ولګوى نو هيڅكله به بې لاري نه شي ، يو د الله جل جلاله كتاب او بل د نبي كريم صى الله عليه وسلم سنت . 

عن ابى ايوب انصارى رضى الله عنه قال رسول الله صى الله عليه وسلم: ... عليكم بكتاب الله أحلوا حلاله وحرموا حرامه. ( الترغيب والترهیب للمنذري ) 

 يعنى د الله تعالى د كتاب تابعدارى په خپل ځان لازمه كړئ د هغه حلال حلال وګڼئ او د هغه حرام حرام وشميرئ .   

عن صهيب قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم ما آمن بالقرآن من استحل محارمه. (جامع ترمذي ) 
ژباړه : د صهيب رضى الله عنه نه روايت دى چې رسول الله صى الله عليه وسلم فرمايلي دي : چې په قران يي ايمان نه دي راوړى هغه چا چې دهغه حرام كړي شيان يي حلال وګڼل . 

په ذكر شويو حديثونو كې قران كريم او نبوي سنتو يعني د الله جل جلاله له خوا نه وحې ته د واجب الاطاعت قانون درجه وركړل شوي او د الهى حاكميت مقصد همدا دی چې : د الله جل جلاله له خوا راليږل شوي قانون ته په نورو وضعي قوانينو پورته والى وركړل شي او د الله جل جلاله وحې ته د قانون د ماخذ درجه وركړل شي . ( اسلامي سیاست: ص – ۲۴۰ – ۲۴۶ ) 


 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته