تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولي قرآن کریم ټوله په يوه ځل نه دي نازل سوی ؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 3, 2022
  0

 

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


امام رازي رحمة الله علیه په تفسیر کبیر کښي د قرآن کریم دتدریجي او اهسته آهسته دنازلید و ډیر حکمتونه بیان کړي دي چي څه يي دادي :


۱ : نبی کریم (صلی الله عليه وسلم) امي ووليکل او لوستل یی نه وه زده کړي په دې وجه که ټول قرآن پر یوه ځای نازل سوی وای نویادول او په ضبط کښي راوستل به یی ډیر ګران وای او ددې برخلاف حضرت موسی (عليه السلام)په ليکلو او ویلو پوهیدی نو ځکه ټول تورات پرده په یو وارسره نازل سو:  


۲ :  که پوره قرآن کریم پریوه ځای نازل سوی وای نو دټولواحکامو پابندي به فورا لازمه سوی وای او دابه ددې حکیمانه تدریج خلاف وای کوم چی په شریعت محمدي (صلی الله عليه وسلم)تل کښي لحاظ سوی دی : 

 

۳ : نبی کریم (صلی الله عليه وسلم) به د خپل قوم له طرفه څخه روزانه نوي تکليفونه برداشتول د جبرائیل امین په باربار نازل کیدلو سره اود قرآن کریم په راوړلو سره به نبی کریم (صلی الله عليه وسلم)ته ددغه تکليفونومقابله اسانه وه او د ده راتلل به دده دزړه دتقویت سبب جوړیدی : 


۴ :  د قرآن کریم یوه لویه حصه دخلګو د سوالونو د جوابونو سره تعلق لري په دې وجه ددغه ایاتونونزول هغه وخت مناسب و و کوم وخت چی دغه سوالونه وسوه یا دغه واقعات راپیښ سول. تفسیر کبیر ج ۶ ص ۳۳۶ معارف القرآن ج ۱ ص ۱۶


ماخذ: تفسیر دیوبندی 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته