تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ممیز کوچنى
 
  September 18, 2014
  0
د مُمَيِّزکوچني (۱) توكَيْل په هغو کارونو کي چي پخلپه يې شرعا د کولو واک نه لري هم نه صحيح کيږي لکه خپلي ښځي ته طلاق ورکول يا خپل مال بل ته په هبه او خيرات کي ورکول ، ځکه چي په داسي کارونو کي پر مُمَيِّزکوچني بنديز لګول سوى دى .

هغه کارونه چي د مُمَيِّزکوچني سراسر پکښي ګټه وي لکه د بل څخه خيرات قبلول نو په هغه کي بل چا ته وکالت ورکولاى سي .

د مُمَيِّزکوچني هغه تصرفات چي ګته او تاوان يې نامعلوم وي لکه رانيول ، خرڅول يا خپل شى په اجاره ورکول ، که ولي د دا ډول کارونو د کولو اجازه ورکړې وي نو دى يي پخپله هم کولاى سي او هم يې وكَيْل ته سپارلاى سي او که ولي يې اجازه نه وه ورکړې بيا يې توكَيْل د ولي پر اجازه موقوفه کيږي .
-----------------------
(۱):    مُمَيِّز  کوچنى هغه ته وايي چي په سودا پوهيږي ، د مُمَيِّز  کوچني تصرفات چي سراسر يې په ګټه وي صحيح کيږي او هغه تصرفات يې هيڅ نه صحيح کيږي چي محض په تاوان يې وي ، د ګټي او تاوان احتمال لرونکي تصرفات يې د ولي پر اجازه موقوفه دي ، د تفصيل د پاره د همدي ټوک د حجر باب ته مراجعه وکړئ .
 
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته