تازه سرليکونه
د (مجتهدين او فقهاء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مجتهدینو امامانو مقام او دفاع
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 1, 2018
  0
وینا: شيخ عبدالرحمن "سديس" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
ژباړه: نوید احمد
 
د مکې معظمې امام شیخ عبدالرحمن سدیس په یوه علمي غونډه کي د دیني علم طلباوو ته د اسلام د مشهورو امامانو د مقام په اړه ارزښتمنه وینا وکړه او په دې وینا کي ئې دوی ته په ډېر ټینګار سره د امامانو د مقام په اړه د اسلام دریځ روښانه کړ او دوی ئې وپوهول، چي هیڅکله هم دا جرئت ونه کړي، چي پر ائمه کرامو اعتراض یا نیوکي وکړي. 
 
 
ده په خپله وینا کي داسي وویل: 
 
د طالب العلم له پاره دا ادب په نظر کي نیول پکار دی، چي د علمي اختلافاتو په ادابو حریص واوسي.
 
ډېر کوښښ به کوئ، چي د اختلاف اداب مراعت کړئ، د علماوو احترام وکړئ، خصوصاً د مخکنیو علماء کرامو.
 
هیڅ چا ته دا نه ښايي، چي په دغو علماء کرامو پسي بدي خبري وکړي، لکه: امام ابوحنیفه، امام مالک، امام شافعي، امام احمد، امام اوزاعي، امام لیث بن سعد، امام ابن عُیَینه، امام ثوري  رحمة الله علیه ، د اسلام په دغو ستورو او غوره علماوو پسي به طعن نه کوئ. 
 
هر چا كه ددغو علماوو عیب جويي وکړل او عیبونه ئې بیان کړل، هغه د سلفو د منهج پر ځای پر کږه لاره روان دی.
د سلفو صالحینو منهج همدا وو، چي د علماوو د مقام ساتنه به ئې کول، الله تعالی ددغو علماوو ساتنه کړې ده، الله عزوجل په قرآن کریم کي د خپل وحدانیت د شاهدۍ په اړه د خپلي شاهدۍ او د ملایکو د شاهدۍ څنګ ته د علماوو نوم یاد کړی دی:
 
 
شَهِدَ اللَّهُ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ وَالْمَلَائِكَةُ وَأُولُو الْعِلْمِ قَائِمًا بِالْقِسْطِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ. (آل عمران:۱۸)
موږ ته په کار ده، چي په دې اړه نهايي زیات کوښښ وکړو، د علماوو احترام او ادب وکړو که څه هم هغوی معصوم نه دي، غلطي ناممکنه نه ده؛ خو د مجتهد عالم پر خطاء لا هم الله تعالی هغوی ته یو ثواب ورکوي او که حق ته ورسیږي، نو دوه ثوابه ورکوي، لکه په حدیث شریف کي چي راغلي دي.
 
که هر چا عالم په بده طریقه یاد کړ، بد الفاظ ئې ورته استعمال کړل، هغه د سیده لاري څخه اوښتی دی، لکه څنګه چي امام طحاوي رحمة الله علیه  فرمایلي دي.
 
همدا وجه وه، چي ائمه کرامو به د مسلمانانو سره د حسد او كينې کولو څخه خپلي سینې پاکي ساتلې او په دې اړه ئې بهترین مثالونه دنیا ته پرېښول. 
 
امام شافعي رحمة الله علیه غوندي ستر عالم د بغداد څخه ووتی او وې ویل: د بغداد څخه په دې وجه ولاړم، چي هلته تر امام احمد رحمة الله علیه ستر، افضل او معتمد عالم نسته! او امام احمد  رحمة الله علیه به بیا د شپې په آخره کي امام شافعي رحمة الله علیه ته دعاوي کولې. 
 
دا دی د علماوو اداب او خپل منځي اخلاق! یعني که څه هم دواړه د مذهب خاوندان دي، په ځینو مسایلو کي ئې نظرونه مختلف دي خو بیا هم یو د بل سره اخلاقي رویه کوي. دا څه پېښه ده چي نن صرف په نامه کسان پیدا سوي دي او په مخکنیو سترو علماوو پسي ډول ډول بدي خبري کوي، د ځانه عیبونه ئې بیانوي.
 
 طالب العلم باید ددې څخه ځان وساتي، هسي نه د الله تعالی سره په داسي حالت کي ملاقات وکړي، چي ژبه ئې د ددغو علماوو په بې احترامۍ خرابه سوې وي، ځکه د علماوو غوښي زهرجني دي؛ یعني د عامو خلکو غیبت خو د هغو د غوښو خوړل دي خو د علماوو غیبت بیا د زهرجنو غوښو خوړل دي، چي انسان هلاکوي.
 
د نن سبا طلباء باید د اختلاف اداب او شرعي حدود په صحیح ډول وپېژني. په أخر کي د حرم شریف امام د يو شعر بيت ووایه:
 
وكلهم من رسول الله ملتمسٌ – غرفاً من البحر أو رشفاً من الديمِ
 
یعني دوی ټولو د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د بحر د یوې لپي اوبو یا د بهېدونکي باران د یو څو غړپو په شان علم اخذ کړی دی.
 
دا وینا دلته په ږغیز ډول هم اوریدلای سي: د امامانو مقام

سرته