تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د پلور لپاره ملګري،ملګری دي په څو پلورې؟!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 20, 2021
  0

د پلور لپاره ملګري،ملګری دي په څو پلورې؟!


رالیږونکي : نویداحمد /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


دا مقاله مي دومره خوښه سوه تر دې چي څو ځله مي ولوستل.

 

يو ځل مي يو مشر سړی اورېدی، هغه د دوو خلکو تر منځ د خبرو اترو پر ډول يو متل وايه:


لومړي کس وويل: ملګری دي په څو خرڅ کړ؟


بل جواب ورکړ: په (۹۹) غلطيو.


لومړي ورته وويل: ارزانه دي خرڅ کړی دی!!

 

په دې متل کي مي ډېر سوچ فکر وکړ، آخر هغه ملګري ته ډېر حيران سوم چي خپل ملګري ته يې  (۹۸) غلطۍ ور وبخښلې او پر (۹۹) يمه غلطۍ د هغه تر ملګرتيا تېر سو!!

 

وعجبت أكثر من الشخص الآخر الذي لامه على بيع صاحبه بتسعين زلة، وكأنه يقول تحمَّل أكثر!! فالتسعون زلة ليس ثمناً مناسباً لصاحبك.. *لقد أرخصت قيمته ‼️


او هغه بل کس ته هم حيران سوم چي پر ده يې په دې خاطر ملامتيا وويل چي ملګری يې په نـ۹۰ـوي غلطيو خرڅ کړی وو؟ ګواکي ده ورته ويل چي نور زغم او تحمل به دي هم کړی وای، (۹۹)غلطۍ ستا د ملګري مناسبه بيه نه وه، د هغه قيمت دي ډېر ارزانه کړی دی!!

 

څه فکر کوې چي زما يا ستا ملګری د څو غلطيو سره برابر دی؟!


بلکي که دغه غلطي کوونکی کس زموږ قريب، خسر، زوم، ورور، خاوند يا ښځه وي؟ نو بيا ...؟!


په موږ کي به يو کس خپل مور يا پلار په څو غلطيو خرڅ کړي؟ په څووو؟!

 

که يو څوک زموږ د نن ورځي په واقعيتونو کي فکر وکړي او په ټولنه کي د خلکو له احوالو لږ ځان خبر کړي او له هغې قطعه سوي صله رحمۍ څخه ځان خبر کړي چي د خلګو تر منځ خپره سوې ده ..


نو و به ويني چي يو چا به خپل ملګری، حتی مور يا پلار په يوې غلطۍ خرڅ کړي وي!!


بلکي داسي کسان هم سته دا ټول يې بې له کومي ګناه خرڅ کړي دي!!

 

څه فکر کوې! ايا يوه ورځ به د خپلو پخوانيو خرڅ سوو ملګرو، خپلوانو او د کورنۍ د غړو په اړه له سره فکر وکړو تر څو و ګورو چي په څو مو خرڅ کړي دي؟!


ايا پوهيږو چي د هغوی ارزښت مو ډېر کم کړی دی .. او قيمتي مو بې بيي خرڅ کړي دي!!

 

إن القيمة الحقيقية لأي شخص تربطك به علاقة لن تشعر بها إلا في حالة فقدانك له بالوفاة..


د هر شخص هغه حقيقي قيمت چي تا له هغه سره په تړي، هر هغه اړيکه ده چي ته يې تر هغو احساس نه سې کولای تر څو چي دي د هغه شخص په مرګ سره له لاسه نه وي ورکړې..

 

نو خپلي اړيکي په هيڅ شمېر غلطيو مه خرڅوه که هر څومره ډيري هم سي !


او د الله تعالی دغه قول در په ياد کړه چي فرمايي: ﴿وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ والله يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ﴾.


ژباړه: ... دا بيا هيڅ ګټه نه کوي چي د عذر غوښتلو په نيت د هغه مړي تندی مچوې چي هغه نور ژوند پای ته رسولی وي.


نو په ژوند کي په خپلو منځو کي يو له بل سره د نرمۍ ژوند وکړئ.

 

غلطۍ پاکي کړئ تر څو ورورګلوي مو دوام وکړي.


خو د غلطۍ په خاطر ورورګلوي له منځه مه وړئ.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته