تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سپېځلې ویناوې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 26, 2021
  0

نبوي سپېځلې ویناوې

 

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 ۱-ژر ژر او بی ځایه مه قهریږه او چاته بده خبره مه کوه چې بده وانه وری او خوږ وخت دی تریخ نه شی.
حضرت عمر رضي الله عنه


۲- څوک چې له پیسو نه تیر شی هغه د خدای تعالی پرهیزګار او خاص بنده دي.
حضرت علي رضي الله عنه


۳- د ملګری په نیمګړتیاوو پسي مه ګرځه، او کنه بی ملګری به پاتي سی.
امام جعفر صادق رحمه الله


۴- بهادر انسان هغه دی، چي دګناهونو څخه پاک وي.
حضرت علي رضي الله عنه


۵- په لويو کورونو کې په عمومي توګه واړه خلک پیدا کیږي، او په کوچنیو کورونو کې ستر خلک پیدا کیږی.
امام رازي رحمه الله


۶- پوهه يوه داسي ګل ته ورته ده، چې څومره غوړیږی هومره خوږي وږمي خپروي.
امام شافعي رحمه الله


۷- بی ګټي خلکو سره مه کیښنۍ ځکه دوی سره ناسته زړه توروي.
امام جعفر صادق رحمه الله


۸- د نن وخت خلک يواځي د خلکو د عیبونو په لټون اخته دي.
حضرت علي رضي الله عنه


۹- سرلوړي په تقوی، مال او دولت په توکل او لویي په تواضع کې ده.
حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه


۱۰- د سړی عزت او سلامتيا په دې کې ده؛ چې له جنګ څخه ځان وژغوري.
حضرت سلیمان علیه السلام


۱۱- حلم او زغم د انسان اخلاق او سیرت ښایسته کوي.
حضرت امام حسین رضي الله عنه


۱۲- د عالمانو ښکلا او ښایست په تقوی کې دی.


۱۳- کوم کار چې کوئ د الله تعالی د رضا لپاره يې کوئ.


۱۴ -که ته له الله تعالی څخه ویریږی؛ نو د هغه په په تصرفاتو کې خبره مه کوه.


۱۵- پور لږ واخله چې آزاد او هوسا ژوند وکړي.


۱۶- نیکه وینا وکړه چې په هغې باندی وپیژندل شی او نیک کار وکړه چې دنیکانو په ډله کې وشمیرل شي.
حضرت علي رضي الله عنه 


۱۷- چا چې مشوره پریښودله هغه تباه شو.
امام اوزاعي رحمه الله


۱۸- رښتینی عالم د هر چا په زړه کې خوښ وي.
حضرت علي رضي الله عنه


۱۹- علم د زړه د حالاتو د پیژندلو نوم دی.
امام غزالی رحمه الله


۲۰- ټولي نیکی له حياء او ټولي بدې له بې حیایي سره تړلي دی.
حضرت عثمان رضي الله عنه


۲۱- ځواني تر زړښت او ژوند تر مرګ وړاندی غنیمت وګڼۍ.
حضرت عمر رضي الله عنه


۲۲- خدمت هغه ګل دی، چې هیڅکله خزان پرې نه راځي.
حضرت ابوذر غفاري رضي الله عنه


۲۳- د عالمانو د ټول علم سرمایه دوه شیان دی؛ د عقیدې سمون او رښتینی خدمت کي.
امام شافعی رحمه الله


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته