تازه سرليکونه
د (مجتهدين او فقهاء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خوارجو سره د امام ابوحنیفه رحمه الله مناظره
  تعلیم الاسلام راډیو
  February 18, 2018
  0

ژباړه: عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

کله چې خوارجو په کوفه باندي حمله وکړله، او کوفه يې ونیول نو امام ابوحنیفه رحمه الله يې هم ونیوی.  

نو خوارجو امام ابوحنیفه رحمه الله ته وویل . 

آي شیخه له کفر څخه توبه وباسه !

امام ابوحنیفه رحمه الله په جواب کې ورته وویل: زه الله جل جلاله ته له هر کفر څخه توبه کوم . 

نو خوارجو يې هم لاره ایله کړله او امام صاحب هم روان شو . 

 

خو کله چې لږ  مخکي ولاړی نو د خوارجو مشر ته  یو چا وویل چې دې کس خو د کفر څخه توبه ویستله خو مراد يې زموږ مسلک دی یعني زموږ له مسلک څخه يې توبه وکړل! 

 

نو د خوارجو مشر یو څوک پیسي ولیږل چې بیرته يې راوګرځوئ کله يې چې بیرته راوګرځوئ نو د خوارجو هغه مشر امام صاحب ته وویل اې شیخه ! تا  له کفر څخه توبه وایستله  او مراد او اراده دي زموږ مسلک وو ! 

 

نو امام ابوحنیفه رحمه الله  ورته وویل چې دا خبره په ګمان سره کوې او که په علم سره ؟  

هغه د خوارجو مشر ورته وویل چې په ګمان سره.

 

نو امام صاحب رحمه الله ورته وویل چې الله جل جلاله په قرانکریم کې فرمايي .

( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ )

یعني : اې مومنانو له ډير ګمان کولو څخه ډډه وکړئ چې ځيني ګمانونه ګناه وي. 

 

نو اوس دا ستا خپله خطا ده او هره خطاء یا ګناه ستاسو په نزد کفر ده نو لومړی ته له خپل کفر  څخه توبه وباسه !

نو د خوارجو مشر ورته وویل رښتیا وایې اې شیخه زه له کفر څخه توبه کوم . (مناقب ابي حنیفه .ص ۱۰۸ )

 

دوهمه واقعه

 همدارنګه یو ځل بیا خوارجو غوښتل چې له مام صاحب سره مناظره وکړي یو ډله چې د کبیره ګناه مرتکبین يې کافران بلل امام صاحب ته راغلل او ورته يې وویل چې د لته د مسجد  په دروازه کې دوې جنازې پرتې دي.  یوه جنازه د یوه شرابي سړي ده او تر هغه وخته پوري يې شراب څښلي دي چې د شرابو له ډیر څښلو څخه مړ شوی دی او بله یوه زنا کاره ښځه ده چې زنا يې کړې وه نعوذ بالله نو کله چې پوهه شوه په خپل ځان باندي چې حمله لري نو خپل ځان يې په خپله مړ کړی دی نو د دوی په هکله ستا حکم او رایه څه ده؟

 

امام صاحب رحمه الله ورڅخه پوښتنه وکړل چې دوی په کوم دین باندي وو ؟ آیا دوی یهودیان وو ؟  هغوی ورته وویل چې نه.

بیا امام صاحب ورڅخه پوښتنه وکړل چې نو دوی نصارنیان وو ؟ هغوی وویل نه.

بیا امام صاحب ورته وویل چې آیا دوي مجوسیان ول ؟ هغوی وویل نه.

نو امام صاحب ورته وویل چې اخر نو دوی په کوم دین باندي وو؟

 

خوارجو وویل چې په هغه دین باندي وو چې وايي: اشهد ان  لا اله الا الله و اشهد ان محمد عبده ورسوله .

 بیا امام صاحب ورته وویل چې دوی کومه کلمه ویلې ده آیا دغه کلمه د دین دریمه برخه ده او که څلورمه او که پنځمه ؟ 

خوارجو وویل ایمان داسي نه شي کیدلای چې دریمه او څلورمه او پنځمه برخه ولري!

 


نو امام صاحب بیا ورته وویل چې نو دا کلمه د ایمان څومه شوه هغوی وویل دا ټول ایمان ده  نو بیا امام صاحب ورته وویل چې نو تاسو د دې دوو کسانو په باره کې له ما څخه څه غواړی چې تاسو خپله په اقرار کوی چې دا مومنان دي؟ 

هغوی وویل موږ له تا څخه دا غواړو چې آیا دوی به په جنت کې وي او که په دوزخ کي ؟ 

 

اما صاحب ورته وویل ستاسو د دې سوال په مقابل کې زه هغه څه وایم کوم چې ابراهیم علیه السلام د خپل قوم په باره کې ویل چې د ابراهیم علیه السلام قوم د دوی څخه زیات مجرمان ول:

( رَبِّ إِنَّهُنَّ أَضْلَلْنَ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ فَمَن تَبِعَنِي فَإِنَّهُ مِنِّي وَمَنْ عَصَانِي فَإِنَّكَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ).

یعني هر هغه  څوک چې زما اطاعت وکړي  بیشکه چې هغه زما له ډلې څخه دي او څوک چې زما څخه سرکښي وکړي بیشکه چې ته بښنونکي او ډیر مهربانه يې.

 

او زه  د دوی په هکله دا هم وایم لکه څنګه چې عیسي علیه السلام د خپل قوم په باره کې وویل چې د عیسي علیه السلام قوم هم له دوی څخه زیات مجرمین وه: 

(إِن تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِن تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ)

یعني که ته هغوی ته عذاب ورکړي  بیشکه چې هغوی ستا بندګان دي او که ته هغوی ته بخښنه وکړې ته غالب او حکیم يې .

 

او زه د دوی په هکله دا هم وایم لکه څنګه چې نوح علیه السلام خپل قوم ته وویل:

(قَالَ وَمَا عِلْمِي بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (۱۱۲) إِنْ حِسَابُهُمْ إِلاَّ عَلَى رَبِّي لَوْ تَشْعُرُونَ (۱۱۳) وَمَا أَنَا بِطَارِدِ الْمُؤْمِنِينَ).

ژباړه: وویل آیا موږ پر تا ایمان راوړو په داسي حال کې چې ستا متابعت خوار او غریب خلک کوي. نوح علیه السلام وویل زه د دوی په کسب او کار خبر نه یم  د دوی حساب  بیله زما د ربه د بل چا پر ذمه نه دی که تاسو وپوهیږی. او نه یم زه شړونکی  د مومنانو. 

 

او زه د دوی په هکله هغه خبره کوم چې نوح علیه السلام کول د خپل قوم په اړه چې هغه تر دې کسانو ډیر ګنهګاران وو

(وَلاَ أَقُولُ لِلَّذِينَ تَزْدَرِي أَعْيُنُكُمْ لَن يُؤْتِيَهُمُ اللَّهُ خَيْرًا اللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا فِي أَنفُسِهِمْ إِنِّي إِذًا لَّمِنَ الظَّالِمِينَ).

ژباړه : زه هیڅکله نه وایم  په حق د هغه کسانو کې چې ستاسو  په سترګو  خوار او ذلیل درغلي دي چې الله به هغوی ته هیڅ ښیګڼي ور نه کړي الله ښه پوهیږي په هغه څه چې د دوی په زړونو کې پټ دي ،  که زه دغه ووایم  نو بیشکه په دغه وخت کې به زه د ظالمانو څخه یم.

 

نو کله چې د خوارجو ډلي دغه آیاتونه واوریدل سلاح يي کیښودله او تسلیم شول او وویل چې موږ خپل مسلک پریږدو او ستا په مسلک باندي موږ هم یو ځکه الله جل جلاله تا ته ډیر لوی فضل او حکمت او علم درکړی دی .

 

(مناقب ابی حنیفة  ص ۱۰۸ / ۱۵۱)

 

سرته