تازه سرليکونه
د (عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
توحید د نېکبختۍ لاره ده
 
  October 28, 2015
  0

 د نېکبختۍ لاري

لیکنه: دکتور عبدالمحسن بن محمد القاسم: د نبوي مسجد امام او خطیب. 
ژباړه: شکرالله رسولي

 زموږ رکن توحید دی:

دین پر نفي او اثبات ولاړ دی د یو چا اسلام د (لا اله الا الله) څخه ماسیوا نه صحیح کیږي، همدارنګه بیزاري د نورو باطلو خدایانو او د هغو د بندګانو څخه او عبادت یوازي د الله لپاره ثابتول، الله عزوجل فرمایې:

(فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى لَا انْفِصَامَ لَهَا).البقره ۲۵۶
ژباړه: څوک چي له طاغوت (شیطان) څخه منکره سي او پر الله ایمان راوړي، هغه یوه داسي کلکه رسۍ ونیول چي هېڅکله شکېدونکې نه ده. 

نبي کریم علیه الصلاة والسلام فرمايې:

مَنْ قَالَ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَكَفَرَ بِمَا يُعْبَدُ مِنْ دُونِ اللَّهِ حَرُمَ مَالُهُ وَدَمُهُ وَحِسَابُهُ عَلَى اللَّهِ. متفق علیه
ژباړ: چا چي د توحید کلمه وویل او د الله څخه ماسیوا د نورو د عبادت څخه منکره سو، نو دده مال او وینه پایمالول حرام دي او دده حساب (د زړه حال) الله ته سپارل سوی دی.
 
په اسلام کښي لوی حکم هغه د توحید حکم دی، او لویه منع په اسلام کښي هغه د توحید د ضد څخه منع ده، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وسول چي کومه ګناه لویه ده؟ هغه وفرمایل:

(أَنْ تَجْعَلَ لِلَّهِ نِدًّا وَهْوَ خَلَقَكَ). رواه البخاري
ژباړه: دا چي ته د الله سره شریک ونیسي پداسي حال کښي چي همدغه الله ته پیداکړی یې.
 
او د ټولو رسولانو علیهم السلام کار د الله تعالی لوري ته دعوت وو او دا چي باید یوازي د الله عبادت وسي، او د شرک څخه منع کول ؤ:

(وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ). نحل ۳۶
یقیناً موږ په هر امت کښي یو رسول رالیږلی دی، او د هغه پوسیله مو ټول خبر کړل چي: د الله بندګي وکړئ، او د طاغوت د بندګۍ څخه ځان وژغورئ.                                              
                           
د توحید فضیلت:
 
د عبادت په کولو سره موږ ته پخپل نفس ، مال، اولاد، کور، قبر او پر ورځ د حشر او حساب امن او سلامتیا راکوي. الله عزوجل فرمایې:
(الَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يَلْبِسُوا إِيمَانَهُمْ بِظُلْمٍ أُولَئِكَ لَهُمُ الْأَمْنُ وَهُمْ مُهْتَدُونَ).
(په حقیقت کښي خو امنیت) د هماغو کسانو لپاره دی چي ایمان یې راوړی دی، او خپل ایمان یې په ظلم نه دی ملوث کړی. دغه کسان، همدوی لره (د عذابه) امن سته او هم دوی لار موندونکي دي.

 توحید د ګناهونو پاکونکی دی، او اور ته د داخلېدو منع کونکی دی ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: (فَإِنَّ اللَّهَ قَدْ حَرَّمَ عَلَى النَّارِ مَنْ قَالَ : لاََ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ يَبْتَغِي بِذَلِكَ وَجْهَ اللهِ.) متفق علیه،
 
همدارنګه نذر عبادت دی، دا باید د الله څخه ماسیوا د بل چا لپاره نه وي، نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایې: (مَنْ نَذَرَ أَنْ يُطِيعَ اللَّهَ فَلْيُطِعْهُ ، وَمَنْ نَذَرَ أَنْ يَعْصِيَهُ فَلاَ يَعْصِهِ.). رواه البخاري.
 
ژباړه: چا چي د الله د اطاعت نذر وکړ نو د الله په اطاعت دي خپل نذر پوره کړي، او چا چي د الله په نافرمانۍ باندي نذر وکړ نو د الله نافرماني دي د نذر په پوره کولو سره نه کوي.
 
او چا چي په الله سره پناه وغوښتل نو الله به پناه ورکړي، او چاچي د الله څخه ماسیوا بل چا ته پناه یوړه نو الله به یې ذلیله کړي، 

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایې: (مَنْ نَزَلَ مَنْزِلاً ثُمَّ قَالَ أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللَّهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ. لَمْ يَضُرُّهُ شَىْءٌ حَتَّى يَرْتَحِلَ مِنْ مَنْزِلِهِ ذَلِكَ). رواه مسلم.

څوک چي په یو ځای کښي د استراحت کولو نیت وکړي او په دې وخت کښي دغه کلمات ووایې: (اعوذ بکلمات الله التامات من شرما خلق)، نو هیڅ شی به دده ته ضرر ونه رسوي تر څو چي دی د هغه ځای څخه ولاړ نه سي. (سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه)
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته