تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په انساني ژوند کي دین ته اړتیا
  تعلیم الاسلام
  November 12, 2017
  0

فضل منان (مومند) / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

 په کومه خبره چې د اديانو ټول علما‌‌‌ء او پوهان اتقاق لري دا ده چې انسان په فطري لحاظ سره يو متدين مخلوق دى. د دې خبرې معنا دا ده چې ديني حس او شعور د انسان په فطرت کې داسې ځاى پر ځاى شوى چې په هيڅ وخت او حالت کې ورڅخه انسان ځان نشي خلاصولى. کېداى شي يو انسان د ځينو خارجي عواملو له کبله د دين يا ديانتدارۍ څخه انکار وکړي خو دغه انکار به په دايمي ډول نه وي. بلکې دغه انسان به حتماً د خپل ژوندانه په يوه مرحله کې خپل فطرت ته راګرځي او دين او مذهب ته به غاړه ږدي. دا ځکه چې الله جل جلاله انسان په همدغه فطرت باندې پيداکړى دى. لکه چې فرمايي:

 

 “فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ “. (سورة الروم: ۳۰)
یعني: په هغه فطرت محکم شه چې په هغه باندې الله  جل جلاله انسانان پيدا کړي دي.  د الله جوړ کړى فطري دين نه شي بدليدلى.   

 

دين او مذهب هغه ژمنه ده چې الله  جل جلاله د بشـر څـخـه په عـالـم ارواح کې اخيستې او ويلې وو:

 

 “ألَسْتُ بِرَبِّكُمْ قَالُوا بَلَى”.( سوره اعراف، ايت ١٧٢)
ژباړه: ايا زه ستاسې رب  نه يم؟ ورته ويې ويل چې هو! 

 

د انساني ټولنو پوهانو او څېړونکو هم پدې حقيقت اعتراف کړى او وايي چې د ځمکې پر مخ هيڅ انساني ټولنه نده تېره شوې مګر هغوى صحيح يا باطل دين او مذهب ته معتقد وو. تر دې چې ځينې د علم او تمدن څخه هيڅ خبرنه وو خو سره د دې بيا هم د ديني حس او شعور څخه برخمن وو.

 

 (برجيون) امريکايي فيلسوف وايي: “ کېداى شي په تېر او اوس وخت کې داسې انساني ټولنې بيامومو چې علم، فن او فلسفه له سره ونه پيژني خو داسې ټولنې به بيا نه مومو چې دين او مذهب ونه پېژني”.(عبدالله دراز، الدين ، ج١، لمړى چاپ دار الفکر بيروت لبنان، ١٩٨٥م،  ص٢٦)

 

د مذهب بنسټيز اصول

 

په مذهب کې ځينې بنيادي او بنسټيز عناصر داسې دي چې هغه لږ ډېر په هر مذهب کې وجود لري. لکه عقيده، رسوم، او اخلاق.  


    
الف- عقيده: عقيده په مذهب کې بنيادي حېثيت لري چې دا يو فطري عنصر دى .

 

ب- رسوم: دا د مذهب دوهم اړين عنصر دى چې مخامخ له وحې څخه اخستل شوى دى. په يو الهامي مذهب کې د اعمالو حيثيت ډېر اهميت لري تر دې چې له دې پرته د مذهب د وجود تصور محاله خبره ده. 

 

ج- د مذهب: لپاره دريم عنصر اخلاق دي . له ښو او غوره اخلاقو پرته د الله تعالى د فضـل حصـول او په روح کې د هغـه د فضل د حصول وړتيا نه پيدا کېږي.

 

 د مذهب دوه لومړي عناصر او توکي د انسان او خدای جل جلاله ترمـنـځ تـړون راولـي خـو دريم عنصر د انسان له خپل ګاونډي سره تعلق پيدا کوي. مطلب دا چې د خلکو له ټولنيزو روابطو ، تګ او راتګ سره يي تعلق دى.

 

 


د نبوت دلائل: د ۱،۹ میلونه پاونډه ساینسي څېړنه

سرته