تازه سرليکونه
د (عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مسلمان او مؤمن توپیر، د اسلام او ایمان سره
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 28, 2018
  0

د مسلمان او مؤمن توپیر، د اسلام او ایمان سره

لیکوال: شیخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله

ژباړه: علي الله متوکل الرحمن 


په لغات کي «ایمان» د زړه تصدیق دی او «اسلام» اطاعت او فرمانبرداري ده. د ایمان ځای زړه او د اسلام ځای د زړه اعضاء او جوارح دي، مګر شرعاً اسلام بغیر له ایمان څخه او ایمان بغیر له اسلام څخه اعتبار نه لري، یعني یوازي په زړه سره د الله او رسول تصدیق کول شرعاً اعتبار نه لري، ترڅو چي دغه تصدیق په ژبه ښکاره نه کړي او اطاعت او فرمانبرداري و نه کړي او اطاعت او فرمانبرداري تر هغه وخته اعتبار نه لري، ترڅو په زړه سره د الله او رسول تصدیق و نه سي.


هدف دا چي؛ د لغوي معنی په اعتبار ایمان او اسلام بېل مفهومونه لري، قرآن کریم او حدیثو کي هم د لغوي مفهوم په اعتبار ایمان او اسلام بېل دي، مګر خپله د قرآن کریم او حدیثو د تصریحاتو مطابق دا ښکاره ده، چي شرعاً ایمان بغیر له اسلام څخه او اسلام بغیر له ایمان څخه معتبر نه دی. بعضي تحقیق کوونکو دا موضوع داسي بیان کړې ده: د ایمان او اسلام مسافت یو دی، توپیر په شروع (مبداء) او ختم (منتهی) کي دی؛


الف. «ایمان» د زړه څخه شروع کیږي او پر ظاهر ختمیږي.
ب. «اسلام» د ظاهر څخه شروع کیږي او پر زړه باندي ختمیږي.


که چیري د زړه تصدیق و ظاهري اقرار او اعمالو ته و نه رسیږي، د ایمان تصدیق اعتبار نه لري. همداسي که ظاهري اقرار او اطاعت د زړه و تصدیق ته ونه رسیږي، نو دا اسلام اعتبار نه لري. (افاده الاستاذ العلامه مولانا انور شاه قدس سره)
 

دا چي د ایمان او اسلام لغوي او شرعي مفهوم تعین سو، نو د مؤمن او مسلمان مفهوم هم ورسره معلوم سو. شیخ الاسلام علامه شبیر احمد عثماني رحمة الله علیه د صحیح مسلم په شرح کي پردې بحث د امام غزالي رحمة الله علیه او د امام سبکي رحمة الله علیه تحقیق را اخیستی،کوم چي پورته ذکر سو. 


امام سبکي رحمة الله علیه وایي: الاسلام موضوع للانقیاد الظاهر مشروطاً فیه الایمان، و الایمان موضوع للتصدیق الباطن مشروطاً فیه القول عند الامکان. ( فتح الملهم ج: اول، ص: ۱۵۱)
ژباړه: اسلام د ظاهري اطاعت او فرمانبرداری موضوع ده، ایمان پکښي شرط دی. او ایمان د باطني تصدیق موضوع ده، د امکان تر حده د ژبي اقرار پکښي شرط دی.


او د هدایه شارح شیخ کمال الدین بن همام رحمة الله علیه خپل د عقائدو په مستند او مشهور کتاب «مسامره» کي د محمدي امت اتفاق داسي را نقل کوي: و قد اتفق اهل الحق و هم فریقا الاشاعرة و الحنفیة علی تلازم الایمان و الاسلام بمعنی انه لا ایمان یعتبر بلا اسلام، و عکسه ای لا اسلام یعتبر بدون ایمان فلا ینفک احدهما عن الأخر. (ج: ۲ ص: ۱۸۶) 

اهل حق، چي دواړه اشاعره او حنفي وه، پردې اتفاق کړی دی، چي ایمان او اسلام یو د بله متلازم دي، یعني ایمان بغیر له اسلام څخه معتبر نه دی، او نه ددې برعکس، یعني نه اسلام بغیر له ایمان څخه معتبر دی، نو ځکه یو د بل څخه نه سي بېلېدای.

 

سرته