تازه سرليکونه
د (عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ربوبیت او د حق دين سره د خلګو اشناکول
  تعلیم الاسلام
  January 31, 2018
  0

د حق دين سره د خلګو اشناکول


ژباړه: محمد سليمان قرين / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


الله تعالی د دې نړۍ پيدا کوونکئ او پروردګار دئ، د دې امر تقاضا دا ده، چي الله جل جلاله خلګ د هغه دين سره اشنا کړي چي حق دئ او خلک خپل سر ته پرې نه ښول سي (فطرت ته يې ونه سپاري).


چون د انسان فطرت که څه هم د هغه شيانو پر پېژندنه باندي اړ ايستل سوئ دئ، کوم چي الله جل جلاله ده ته وايې او ځني غواړي يې، چي باید د خپل رب سره څه ډول اړيکي جوړي کړي او ژوند بايد څه ډول وکړي او تر مرګ وروسته به په څه ډول سرنويشت اخته سي او د کومو شيانو پوښتنه به ځني کيږي؟ او د الله جل جلاله خوښي او ناراضي په څه کښي ده، مګر د دې هر څه سره سره نه سي کولای چي د دغو ټول مسائلو درک وکړي بلکه د الهي لارښوونو محتاج دئ، تر څو ده ته روښانه سي چي پر کومو شيانو بايد ايمان ولري او د د دارينو د پالونکي په وړاندي د کومو مسؤليتونو درلودنکئ دئ.


 د دې مطلب د لا روښانه کولو له پاره اړينه ده چي د (رب) او د (ربوبيت) د کليمو د معناوي تر نظر لاندي ونيسو.
د (رب) کليمه په لغت کي د معبود، سردار، خاوند، پای ته رسوونکي او د چارو د اصلاح کوونکي په معنی ده.۱
 په بله معنی د رب کليمه د تربيت له جملې څخه لاس ته راغلې ده.


(  تربيت) هم د يو شي د تدريجي جوړښت په معنی ده، چي د کمال تر حده رسېدلئ وي، ويل کيږي چي: « رَبّهُ، رَبَّاه و رَبَّبَه» يعني د هغه تربيت يې وکړئ. د «رب» لفظ مصدر او د اسم فاعل (مربّي ) په معنا دئ. د «رب» کليمه په يوازي ډول او د قيد په نه شتون کي د خدای جل جلاله له پاره، چي د دغو ټولو موجوداتو اصلاح کوونکي او مسؤل دئ په کار وړل کيږي. لکه په دې آيت کي:


(بَلْدَةٌ طَيِّبَةٌ وَرَبٌّ غَفُورٌ)
یعني ښار يې ډېر پاک او پاکيزه دئ او پالوونکئ يې ډېر مهربان دئ.


اما په مقيده ټوګه بیا دا کليمه هم د خدای جل جلاله او هم د نورو له پاره استعمالېدای سي، مثلاً د الله جل جلاله په اړه ويل کيږي: « رب العالمين» او  همدا وجه ده، چي په آيت کي ويل سوي دي: (رَبُّكُمْ وَرَبُّ آبَائِكُمُ الْأَوَّلِينَ) « ستاسو رب او ستاسو د تيرو سوو پلرونو رب دئ.»


د خدای جل جلاله څخه پرته يې نورو ته هم نسبت کيږي: « رب الدار ورب الفرس» يعني د کور او آس څښتن. نو ځکه، يوسف علیه السلام هغه ځوان ته، د دې له پاره چي له زندان څخه به خلاصون مومي په خطاب کي وويل: 


(اذْكُرْنِي عِنْدَ رَبِّكَ فَأَنْسَاهُ الشَّيْطَانُ ذِكْرَ رَبِّهِ)
« ما د خپل څښتن (د مصر باچا) په وړاندي ياد کړه، مګر شيطان يې له ياده ويستل چي د خپل څښتن په وړاندي يې ياد کړي.»


نو د الله جل جلاله د ربوبيت له لوازمو څخه دا دئ چي، په تدبیر سره د مخلوقاتو په امورو کي د مصلحتونو تضمين وکړي او د امر او نهي په واسطه، څنګه چي اړينه وي ورته بيان يې کړي. په دې کي شک نسته چي انسان نه يوازي د خپل جسم د ساتلو له پاره د غذا او نورو اړينو شيانو محتاج دئ بلکه د خپل روح د ساتلو له پاره، چي د انسان د نورو مخلوقاتو سره  د توپير مايه ده، د يوې مناسبي غذا محتاج دئ، تر څو دئ په دنيا او آخرت کي د سعادت او نېکبختۍ تر لوړو پوړو پوري ورسوي. همدا رنګه انسان د دې محتاج دئ، چي د ژوندانه په طريقو او د نورو سره د اړيکو په څرنګوالي او د هغوئ د حقوقو په ساتنه باندي آګاهي ولري او دا درک کړي چي د خپل پروردګار په وړاندي کوم مسؤليتونه لري او کوم شيان تر مرګ وروسته دده انتظار کوي.


انسان نه سي کولای چي د خپل عقل او فطرت په واسطه پر دغو مسائلو باندي لاس برئ سي بلکه پر دې مسائلو باندي پوهه بايد د خپل متعال رب څخه تر لاسه کړي؛ ځکه چي د الله جل جلاله حکمت او رحمت د ده د بنده ګانو په پرتله او د ده د ربوبيت غوښتني د دې سره په مخالفت کي دي، چي انسان دي په مهمل ډول او د هدايت او بيان څخه پرته پر خپل حال پاته سي. الله تعالی فرمايي:


(أَيَحْسَبُ الْإِنسَانُ أَن يُتْرَكَ سُدًى )
«آيا نسان ګڼي چي بېهوده او پر خپل حال پرېښودل سوئ دئ؟» 


په دغه آيت کي د «سدی» څخه مطلب لکه څنګه چي امام شافعي ويلي دي دا دئ، چي یعني الله جل جلاله هغه ته هيڅ امر او نهي ونه کړي.


په حقيقت کي امر او نهي څه د تللو طريقې او په ژوندانه کي د الله تعالی او نورو انسانانو سره د اړيکو او  د چارو د تنظيم قواعد نه دي، بلکه دا  د دين او قانون جوهر دئ.


ماخذ: په قرآن کي د آديانو فلسفه / دوکتور عبدالکريم زيدان

سرته