تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کولون سرطان يا کنسر
 
  October 12, 2014
  0
لیکنه: ترینر متخصص ډاکټر علي احمد قانع

د لويو کلمو سرطان په نړۍ کی په دريمه درجه کی قرار لری لاکن مخ پروده هيوادو کی د لوړي تکنالوجی له وجی نوموړي ناروغۍ ګراف کښته شوي دی مګر پدې هيوادو کي نوموړي ناروغۍ د صحت عامې يوه ښکاره ستونځه جوړه وي ددې ناروغي علت معلوم ندی لاکن يوشمير جنيتک او محيطي فکتورونه ددې ناروغي په رامنځته کيدو کي ګرم بلل کيږي نوي معلوماتو په ګوته کړې ده چي کولسيستيکټومي هم ددې ناروغی په رامنځته کيدو کي رول لري دغه ډول ناروغان د کمخونې له وجي وداکتر ته مراجعه کوي نو کله ناروغ ته معاينات اجرا کړه شی نو په غايطه موادو کي مخفي يا پــــــــــــــــــــــــــټه خونريزي موجوده وي او تصادفي ډول د کولونسکوپي په معايناتو کي کشف يا پيداکيږي بعضي ناروغان و داکتر ته د کلمو د بندوالو، خونريزي، د کلمو سوري کيدلو او د کلمو فسټول د اختلاط په ډول مراجعه کوي ددې ناروغۍ اعراض يا ښکاره وي او يا بعضي وخت مبهم اويا ښکاره نه وي چي دغه اعراض به د وزن د کموالي، کمخوني، اود ضعيفي سره ملګري وي.
پدغه ناروغانو کي د نس انتفاخ اود نس کوليکي دردونه د خونريزي له وجي ملګري وي دغه ستونزه د تاريخچي په اخستلو، کلينيکي اعراض او علايم، فزيکي معاينات، او د تشخيصيه لابراتواري معايناتو په اجرا کولو سره اخير کار سينو امبريونيک انټي جن کشف  کيږي کوم چي تداوي يې جراحي او ضميموي وي.

د کولون سرطان چي د کولوريکټل سرطان په نامه هم ياديږي ددې ناروغي پيښه په نارينؤ او ميوندو کي لږ توپير لري دغه ناروغي مخ پر وده هيوادو کي لږ ليدل کيږي اوپه ټوله نړۍ کي دې ناروغۍ ته د دريمي درجې په سترګه ليدل کيږي او ناروغان و داکتر ته د خونريزۍ له وجي مراجعه کوي او کله چي ناروغ ته کولونوسکوپي معاينات اجرا کړه شي د کلمو سرطان تشخيص کيږي چي تداوي يې ضميموي جراحي ده.

سرطان په عمومی صورت سره د يوې غيري نورمالي نسجي کتلې څخه عبارت ده چي په تيزي سره نشونما کوي او نورمال نسج سره هماهنګي نه کوي د جغرافې له نظره د کولون د سرطان واقعات په ټوله نړۍ کي ډير توپير لري
پدې معني چي ددې ناروغۍ واقعات په ميندواو نارينؤ کي د مخ پر وده هيوادو کی 6,5 – 7,7 په هرو 100000 نفرو کي موجود وي او په پرمختللي هيوادو کي په هر 100000 نفروکي 50,9 – 60,8 موجود وي.
تجاربو او اپديميولوجيکو مطالعاتو ښودلې ده چي صفراوي اسيد د کولو رکتل پرټومورو باندي تحريک کونکي تاثيرات لري او د کلمو د مخاطي غشا  هايپر پرلفريشن سبب کيږي.

 
اعراض اوعلايم:-
يو شمير ناروغان و داکتر ته د کمخوني او يا د مقعد لاري د خونريزي له وجي مراجعه کوي چي د لابراتواري معايناتو اجراکولو او يا په تصادفي ډول د کولونوسکوپي د معايناتو د اجراکولو ځخه وروسته د کولون سرطان تشخيص کيږي او د عجان په ناحيه کي مبهم دردونه موجود وي اوهمدارنګه د مخاطي افرازاتو سره ګنګ دردونه موجود وي او ناروغ سره به د کلمو د بندش آعرآض آوعلآيم موجود وي، که چيري آفت خبيث وی ناروغ به خپل وزن دلاسه ورکړي وي او بعضی ناروغان د پريتونيت په لوحه و داکتر ته مراجعه کوي چي دغه حالت د کولون د کتلې د سوري کيدو له وجي منځته راځي چي د هغه توپير د ډايورټيکل سره ستونځمن وي همدارنګه پدي ناروغانو د ويني معاينات، د پښتورګو معاينات، کبدي معاينات، د شکري معاينات او د کارسينوامبرونيک آنټي جن مقدار معلومول ډير ارزښت لري او مقعد د ګوتي پواسطه معلومول هم ارزښت لري ځکه چي د کولون سرطان اکثره وخت د کولون په کښتني برخه کي موجود ي همدارنګه دې ډول ناروغانوته ريکتوسګمؤيد سکوپي معاينات، سايتولوجيک معاينات، د باريوم اماله، سي تي سکن او اکسري اجرا کيږي پدي ناروغانو کي ام ار اي اکسري د افت د ميتاستاز پخاطر اجرا کيږي په دنيا کي يو منل شوي تصنيف چي د  Astler Coller Dukke پنوم ياديږي په لاندي ډول دی.

شميره                            د ټومور ځاي                                                   درجه
1           هغه سرطان چی يوازي د کولون په جدار پوري اړه ولري      A
2        چي محيطي انساجوته انتشار کړی وي                                          B
3        چي لفاوي عقداتو انتشار کړی وي                                                C1
4        چي مجاورو لفاوي عقداتو متاستاز کړی وي                                C2

مراجع:
-----------------
1: Short practice of surgery
2: Bailcycloves
3: Maingotus
4: Ferlay, Bray F6 pisanic porkin cancer incidence mortality and prevalence in worldwide IARC.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته