تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلام او چاپیریالي ککړتیا
  تعليم السلام
  July 15, 2018
  0

ژباړه: حاجي عبدالهادي " عمري"/ تعلیم اسلام ویب پاڼه


د انسان پر شا و خوا موجود ټول کائنات د الله تعالی مخلوق دئ، الله تعالی انسان په مځکو، ځنګلونو، دریابونو، سیندونو او نورو ډول-ډول شیانو سره اباد کړی دئ، مځکه ئې د انسان په واک کښي ورکړې ده، آسمان ئې پر انسان د هسک بام په ډول په ښکلو ستورو او سیارو سره ښایسته کړی دئ،  تر آسمان لاندي ډکي وريځي د انسان داوبو داړتیا د تکمیل له پاره دي. پر مځکه ډول-ډول مرغان، په دریاب کي ډول-ډول کبان او آبي حیوانات د انسان د خوراکي اړتیا تر څنګ چاپېريالي اړتیاوي هم پوره کړي دي، ټول کائنات دالله تعالی مخلوقات دي او په منظم او محکم حکم سره ئې خلقت سوی دئ، دالله تعالی ارشاد دئ: (صُنْعَ اللَّهِ الَّذِي أَتْقَنَ كُلَّ شَيْءٍ)(النمل: ۸۸) ژباړه: الله تعالی هر شی په مناسب ډول مضبوط پیدا کړی دئ.


الله تعالی د هرشي د نوي خلقت په وخت کي ددې ځانګړتیا خاص خیال ساتلی دئ، چي نوموړی باید په مځکه کي د انساني ژوند له پاره ګټور وي الله تعالی هرڅه په کمیت او کیفیت پوره پیدا کړي دي، په دې نړۍ کي ددوی دا دنده ده، چي دانساني ژوند د جسم او چاپېريال له پاره ګټور تمام سي، انسان ته په کار ده، چي په نوموړو سره د خپل صورت او چاپېريال ساتنه وکړي، تر څو په روغ صورت او ښه چاپېريال د الله تعالی په عبادت مصروف واوسي. الله تعالی فرمايي: (إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ (البقره:۴۹) ژباړه: يقينا موږ هرڅه په اندازه سره پیدا کړي دي.
همدارنګه بل ځای فرمايي:وَالأَرْضَ مَدَدْنَاهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ شَيْءٍ مَّوْزُونٍ (الحجر۱۹) ژباړه: موږ مځکه غوړولې ده او پر هغې مو غرونه اچولي دي او پر مځکه مو هر ډول د اړتیا توکي په معلوم او منظم ډول ايښي دي.


په معلوم او منظم ډول کائنات د انسان په چاپېريال کي موجود دي، په دوی کي فطري منظم والی، کمیت او کیفیت پروت دئ ځکه نو د نوموړو کائناتو څخه پیدا کېدونکی چاپېريال هم فطري دئ او دا فطري چاپېريال د انسانانو او حیواناتو له پاره ګټور دئ او کله چي په فطري ډول پیدا سوي چاپېريال کښي انساني ککړتیاوي ور ګډي سي نو دالله تعالی په فطري چاپېريال کښي بدلون رامينځته کړي او د کائناتو چاپېريال غیر فطري جوړسي نوموړی چاپېريال د انسانانو او ټولو کائناتو له پاره زیان رسوونکی وي ځکه چي غیر فطري توکي ټول زیان رسوونکي دي.
په اوسني وخت کښي چي پر نقل عقل او پر معنویت مادیت غالب دئ، د ماشینونو او فابریکو دور دئ، په دې وخت کي د انساني ژوند ټول توکي بدل سوي دي، د انسان فکر او عمل ډول -ډول توکي اختراع کړي دي؛ ځکه نو ډېری مسایل چي وړاندي به د بحث وړ نه وه خو اوس دهغو بحث کول په کار دئ، له هغوی څخه یو هم د چاپېريالي ککړتیا (Environmental Pollution) مسئله ده.


 د شلمي پیړۍ له نیمايي څخه دا یوه نړۍ واله مسئله سوله په(۱۹۷۱م) کي د چاپېريال دعلم مسئله د نړیوال سیاست برخه جوړه سوه، په (۱۹۷۲م) کي ملګرو ملتونو په سویډن کي پر نوموړي موضوع لومړی سمینار جوړ کړی وو په (۱۹۹۷م)کي د چاپېريالي ککړتیا په وړاندي انساني مبارزه پیل سوه؛ ځکه د ککړتیا زیانونو ټوله نړۍ حیرانه کړې وه، د معاصري ټکنالوژۍ او پراخه صنعت په وجه ددې زیانونه تر اندازې ډېر سوه؛ ځکه نو نوموړې موضوع د حکومتونو د بحث او نظریاتو وړ وګرځېدل.


چاپېريالي ککړتیا هم د انساني لاس وهنو څخه پیدا ده، نوموړې موضوع د انسانانو د ډېرښت په سبب نه ده را مينځته سوې؛ بلکي انسان په نوموړي نظام کښي داسي تېروتني وکړې، چي پر ټول نظام ئې اثر ولوېدی، دبیلګي په ډول ورځ په ورځ د ځنګلونو شمېر کمیږي، د یو راپور پر اساس د(۱۹۰۰ م) وروسته په ایتوپیا کي (۹۰) سلنه ځنګلونه له مينځه تللی دي، دا ډول د خلیجي جنګونو په وخت کي په سمندر کي د ګډو سوو تیلو په سبب د پیدا سوي آبي ککړتیا د له مينځه وړلو له پاره (۱۸۰) کلونه پکار دي. له دې څخه معلومه سوه، چي انسان په څونه لویه پېمانه ککړتیاوي پیدا کړي دي؛ ځکه نو اوس د نوموړو ککړتیاوو له زیانونو سره لاس او ګریوان دئ.


دا ډول د مځکي او فضا د ککړتیا له پاره د ډول -ډول آلاتو ایجاد او د هغوی د ازمویني تېروتني چاپېريال خورا ډېر ککړ کړی دئ، چي انسانان ئې په ډول-ډول ناروغیو اخته کړي دي. د عراق او کویټ د جنګ په وخت کي له (۷۲۷) څخه ډېرو څاګانو ته اور ورته سوی وو، دیوې سروي له مخي د عراق په جنګ کي د جوړي سوي ککړتیا په سبب (۴۷۰۰) کسان د سرطان په ناروغۍ مړه سوي دي. (۳۵) سلنه عراقي نوي زېږېدونکي کوچنیان په دماغي سرطان اخته وي او دا شمېرنه ورځ په ورځ ډیریږي.


د افغانستان حالات هم داسي دي؛ ځکه دلته هم شپه او ورځ بمبار وي اونوموړي بمبار چاپېريال دونه ککړ کړی دئ، چي ډیری خلک ئې په دماغي بې توازنۍ اخته دي، په نوموړي هیواد کي ډېری وګړي په ډول-ډول ناروغیو اخته دي، لکه: سرطان، جلدي او رواني ناروغی او داسي نور...


دا دانسان په لاس رامينځته ته سوي حالات دي، انسان هغه مسؤولیت له پامه غورځولی دئ، چي د الله تعالی له خوا د نوموړي په غاړه ورکول سوی دئ، د الله تعالی ارشاد دئ (هُوَ أَنشَأَكُم مِّنَ الأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا) (هود: ۶۱) ژباړه: هغه(الله تعالی) تاسي د مځکي څخه پیدا او پر مځکه اباد کړي یاست.


ددې آیات غوښتنه داده، چي الله تعالی انسان ته دا مسؤولیت ور سپارلی دئ، چي نوموړی دددې نړي د جوړیدلو کوښښ وکړي، دهغو شیانو څخه په پوره ډول پرهېز وکړي، چي د مځکي دابادۍ او پر مځکه دآبادو مخلوقاتو د ژوند او بریالیتوب سره په ټکر کښي وي، که کوم داسي توکي پیدا سي، چي پر مځکه د انسان او نورو ژوندیو موجوداتو ژوند له خطر سره مخ کوي، انسان مکلف دئ چي نوموړي توکي له مينځه یوسي.


په اسلام کښي د چاپېريال ساتني اړوند اقدامات:


په اسلامي لار ښوونو کي تر فکر کولو وروسته معلوميږي، چي اسلام ډېر وړاندي د کائناتو چاپېريال ساتنه په نظر کي نیولې ده، داسي لار ښووني ئې کړي دي، چي په هغو سره د چاپېريال له هر ډول زیانونو څخه ټولنه ژغورل کیږي او له هر ډول داسي شيانو څخه ئې منع فرمایلې ده، چي چاپېريال ککړوي او منفي پایلي ئې پر انسان او نورو موجوداتو پریوځي، دهغو شیانو د کولو تاکیدي امر ئې کړی دئ، چي د چاپېريال پاک ساتلو له پاره اړین دي. ځیني لارښووني په لاندي ډ‌ول دي:


۱- پاکي او نظافت چي د روغتیا له پاره اړین دئ؛ د ککړتیا د له مينځه وړلو له پاره پاکي لازمي ده، اسلام د پاکۍ ارزښت په ډېره لوړه کچه بیان کړی دئ، د مسلمانانو شعار او پېژندګلوي ئې جوړه کړې ده.


رسول الله صلی الله علیه وسلام فرمايي:

(إِنَّ اللَّهَ طيب يُحِبُّ الطِّيبَ، نَظِيفٌ يُحِبُّ النَّظَافَةَ، كَرِيمٌ يُحِبُّ الْكَرَمَ، جَوَادٌ يُحِبُّ الْجُودَ، فَنَظِّفُوا بيوتکم، وَلاَ تَشَبَّهُوا بِالْيَهُودِ التی تَجْمَعُ الأَكْنَافَ فِي دُورِهَا) (مسند ابویعلی الموصلی:۷۹۰)
ژباړه: الله تعالی پاک دئ او پاکي خوښوي؛ مهربان دئ، مهرباني خوښوي؛ سخي دئ، سخاوت خوښوي؛ ځکه نو تاسي خپل کورونه پاک ساتئ او دهغو یهودو سره ځان مه مشابه کوئ چي د کور چټلي په کورونو کي جمع کوي.


همدا رنګه فرمايي: (تنظفوا بکل ما استطعتم ؛ فان الله تعالی بنی الاسلام علی النظافة:، ولن یدخل الجنة الا کل نظیف (کنز العمال: ۲۶۰۰۲)
ژباړه: تر کومه چي مو وس وي پاکوالی کوئ؛ ځکه چي الله تعالی داسلام بنسټ پر پاکي ايښی دئ، او جنت ته به بې له پاک انسانه بل څوک داخل نه سي.


دارنګه اسلام پاکوالی د مؤمن پېژندګلوي ګڼلې ده، د چاپېريال ساتنه او د چټلیو په سبب پیدا کیدونکي هر ډول ککړتیا له مينځه وړل ئې د مومن ور په غاړه کړي دي؛ ځکه پاکي د هر ډول ککړتیا د له مينځه وړلو له پاره لازمي ده.


۲- لاري او نور عامه ځایونه په چټلیو ککړول هم د چاپېريالي ککړتیا مهم سبب کېدلای سي.
رسول  الله صلی الله علیه وسلام له دې څخه منع فرمایلې ده.

(اتقوا الملاعن الثلاث: البراز فی الموارد والظل وقارعة الطریق (سنن ابن ماجة: ۳۲۸)


ژباړه: د الله جل جلاله رسول صلی الله علیه وسلام فرمايي: له درو لعنتي شیانو څخه ځان وساتئ: قضايي حاجت په ګودر (له کوم ځای څخه چي اوبه وړل کیږي) سایه (هلته چي خلک کښيني) او په لاره کښي.


که کوم چا دا تیروتنه کړې وي، نو ددې د له مينځه وړلو له پاره ئې د لاري څخه مضر شی لیري کول د ایمان یوه برخه ګڼلې ده، مسلمانان ئې دې برخي ته چمتو کړي تر څو لاري پاکي کړي. د رسول الله صلی الله وسلم ارشاد دئ:

(من اماط اذی عن طریق المسلمین کتبت له حسنة ومن تقبلت منه حسنة دخل الجنة) (معجم طبرانی کبیر: ۱۶۸۹۶).


ژباړه: چاچي د مسلمانانو له لاري څخه ضرري شی لیري کړ، دده له پاره یوه نیکي لیکل کیږي او د چاچي یوه نیکي قبوله سوه هغه به جنت ته ځي.


په یو روایت کي ددې ثواب لس برابره ښودل سوی دئ فرمايي:(من عاد مریضا او انفق علی اهله اور ماز اذی عن طریق فحسنة بعشر امثالها (مصنف ابن ابی شیبة: ۲۶۸۷۲).


ژباړه: چاچي د ناروغ پوښتنه وکړه، پر خپل اولاد ئې لګښت وکړ او یائې د لاري څخه ضرري شی لیري کړ، دده نیکي لس برابره سوه.
د لاري د پاکوالي سره د عامه ځایونو پاک ساتل هم شامل دي رسول الله صلی الله علیه وسلام په خپلو لار ښودنو کښي د چاپېريال پاک ساتلو حقیقي فضائل بیان کړي دي خلک ئې دې ته چمتو کړي دي، تر څو په فکري ډول خپل د چاپېريال پاک ساتلو ټینګه اراده وکړي، ترڅوچاپېريال له چټلیو څخه په مکمل ډول پاک وي.


رسول الله صلی الله علیه وسلام له لاري څخه لیري کېدونکي شي ته (اذی) ویلي، له دې څخه معلومیږي چي يوازي مخصوص چټلي باید له لاري څخه لیري نه سي؛ بلکي لار باید له هر هغه شي څخه پاکه سي، چي د زیان رسوني سبب وي، هغه که په سترګو ولیدل سي او یا هم ونه ليدل سي، په اوسني د تیلو په دوره کي چي کومه ککړتیا مينځته راوړي هغه هم تر دې حکم لاندي دي،ځکه نو هر موټر چلوونکی مکلف دئ تر څو د نوموړي له موټر څخه د لاري چاپېريال ککړ نه سي، دا د یو مسلمان مسؤولیت دئ، چي دده موټر باید داسي حالت ته نه وي رسیدلی، چي چاپېريال ککړ کړي.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۳ ګڼه

سرته