تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پټ عبادت
  تعلیم الاسلام
  December 6, 2016
  0
ژباړه: عبدالقدیر پوپل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
ډیر خلګ دا شکایت لري چي د هغوی ایمان ضعیف دی او هغه خوند او خوږوالی چي یو وخت په عبادت او اعمالو کي وو اوس نسته. په فرض لمانځه کي کمی راغلی ، د قران شریف تلاوت بس یوازي تر روژې مبارکي میاشتي محدود سوی. عبادت یوازي میخانیکي سوی او د وخت په تېریدو سره په ګناه هم په ډیره اساني کښېوزي . دا ټول د ضعیف ایمان علامې دي. 
 
نو د ستونزي حل څه دی ؟
 
یو ځواب یې دا دی چي د ځان سره کښېنۍ او د یوعمل په اړه فکر وکړئ چي بې له الله تعالی  هیڅ څوک ( ملګری د کورنۍ غړی میرمن یا میړه ) نه وي په خبر . رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : څوک چي په تاسو کي د ښه عمل توان لري په پټه دي يې وکړئ او یټ دي  کړي . او په کوم وخت کي چي د خلګو (لکه  په کوڅه ، مسجد او یا کور کي ... ) څخه  پټول ستونزمن وي. هلته هم لاره سته ، حتی د خلکو منځ کي هم لار سته  او هغه لار د زړه په واسطه عمل دی ، کېدای سي چي څوک موږ وویني چي ظاهري عبادت کوو خو هغوی معنوي عبادت چي په نتیجه کي شروع وي نه ویني  .
 
یو عالم په ډیر ساده مثال دا موضوع تشریح کړی .هغه ویلي چي شاهد دوه کس څنګ پر څنګ په یو ډول عمل اخته وي خو په اجر کي د دوو د صداقت پر بنسټ د  ځمکي او آسمان  توپیر وي . نو په داسي صورت کي چي عمل ښکاره وي بیا هم ثواب یې ستاسو په صداقت او زړه پوري اړه لري .
 
زموږ موضوع  دا هغه عبادت دی چي اخلاص ډیروي .
دا هغه عبادت دی چي یوازي د الله تعالی جل جلاله د رضا او د ځان ښودني (ریا ) غرض  پکښي نوي . 
دا هغه عبادت دی چي د ایمان اور په موږ کي بلوي
 دا هغه عمل دی چي زموږ او د الله تعالی جل جلاله اړیکي بیا نوي 
 دا هغه عمل دی چي د عبادت شيریني بیا ځوانوي او پیدا کوي 
او دا هغه عمل دی چي د بنده او مولا تر منځ خنډونه لیري کوي، هغه دا پټ عبادت دی .
 
ویناوې
هغه اجرونه او ځانګړي منزلت چي پټ عبادت يې لري په ګڼو حدیثونو کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ترې یادونه کړی ده، فرمایلي دي چي مهفوم یې دی: په حقیقت کی الله جل جلاله  نیک ، بي تمې او پټ غلام خوښوي .  
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : چي الله تعالی جل جلاله  فرمایلي دي : د آدم د اولاد هر عمل د ځان لپاره دی بې له روژې ، هغه زما د پاره دی . او زه به یې اجر ورکوم . اوه  کسان سته چي الله تعالی جل جلاله به یې ترعشر د سایي لاندي په هغه ورځ ودروي چي بې له دغه سایي څخه  بله سایه نه وي . هغه سړی چي داسي پټ خیرات ورکړي او په داسي ډول یې پټ کړي چي راسته لاس په چپه لاس خبر نسي . او هغه سړی چي کله په تنها کي الله جل جلاله ور په یاد سي د هغه سترګي د اوښکو ډکي سي. 
 
په حقیقت کي پاک زړه هر هغه عمل چي په ظاهره د الله جل جلاله لپاره سوي وي تصدیقوي .  بې له پټ عبادت هغه عمل چي  په عامه اجرا سي ، د ژغورني  معنی نلري . د پټ عبادت او عام عبادت داسي توپیر دی لکه د پاڼو  او ریښو عام عمل داسي دی لکه د درختی پاڼي او پټ عمل بیا د درختي د ریښو په ډول دی . که ریښه خرابه سي ټوله درخته د پاڼو او تنې سره تباه کیږي .او که ریښه یې قوي وي درخته ، پاڼي او میوې به يې تر او تازه  وي ، درخته به تر هغه تر او تازه وي تر څو ریښه یې پټه او څه یې ښکاره نه سي .همدغه ډول تر څو چي داخل پاک وي د سړی ایمان او دین  به رښتینی  وي . د عام عبادت نه پټ عبادت داسي ګټه لري لکه پټي ریښې چي درختي ته ګټه لري . خو که  پاڼي تر ریښو قوي وګڼو نو ښاخونه بیا سینګار او ښایست دۍ . که په حقیقت کي  پټ عبادت د دین بنسټ وي نو عام عبادت بیا هغه څه دي چي دین ښکلي کوي .
 
لاندي د تېرو مؤمنانو د پټ عبادت یو څو بیلګي او وړاندیزونه دي .
 
لمونځ 
قیام لیل او دعام پټ عبادت  کېداسي ، خو خبره  دا ده چي باید داسي وسي چي څوک دي ونه ویني او هم در پوه نسي . ویل کیږي چي ایوب الشيخ طیاني رحمة الله علیه به ټوله شپه لمونځ کوې ، خو د دې لپاره چي خلک په خبر نه سي هغه به سهار ارږمۍ اېستلې ،چي خلګو ته وښوي چی هم دا اوس د خوب را کښېنستلی دی . 
 
علم
ځیني عالمانو ویلي : علم پټ لمونځ او د زړه عبادت دی ، ولي چي علم د عبادت تر ټولو غوره بڼه ده چي بنده الله تعالی جل جلاله ته نیژدې کوي . 
 
مدا ابن جبل (رحمة الله علیه) ویلي :علم زده کړئ ، په زده کړه کي یو ډول د الله تعالی جل جلاله  وېره وي .
 
امام غزالي رحمة الله علیه ويلي : علم د زړه بند ګي ده ، علم یوه پټه دعا ، او الله تعالی جل جلاله ته معنوي نژدې کېدل دي . لکه څنګه چي لمونځ د جسماني  نجاست سره کوم معنی نه لري . 
 
امام شافعي رحمة الله علیه ویلي دي : کاشکي ټول په هغه څه پوهېدای چي زه پرې پوهیږم خو یو لفظ یې هم ما ته نه منسوب کولای . 
 
امام ابوحسن الماوردي یو کتاب د  (الحوایا په نامه چي ۱۸ ټوکه دی) په داسي ډول ولیکي چي په وخت کي یې هیڅ چا نه ولید او نه هم پرې خبر سول چي هغه د کتاب لیکوال دی. کله چي مرګ نژدې سو نو یې خپل یو باوري او نژدې  زده کوونکي خبر کړ . هغه  ته يې وویل  چي زه پر خپل اخلاص وېرېدلم په دغه مي دا خپاره نکړل. د دې لپاره چي هغه د ښه نیت تثبیت لاس ته راوړي خپل شاګرد ته یې لارښونه وکړه چي د زکندن  پر وخت دي د هغه لاس  په لاس کي ونیسي . که هغه یې لاس په ټینګه کښېکاږي نو پوه سه چي هغه اخلاص مند نه وو او د هغه کتابونه دي رود ته وغورځول سي .او که هغه لاس په ټینګه نه کښېکاږي نو دا به په دې نښه وي چي دهغه نیت پاک او اخلاص مند  وو نو  د کتابونو څخه دي ګټه واخلي .
 
کله چي د هغه د مرګ وخت راغی نو امام د خپل زده کوونکي لاس سست نیولی وو او په دې ډول د هغه کتابونه خپاره او تیت سول . 
 
د قرآن کریم تلاوت
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : څوک چي قرآن کریم په لوړ آواز تلاوت کوي د داسي کس په ډول دی چي په ښکاره صدقه ورکوي . او څوک چي د قرآن کریم تلاوت په کښته آواز کوي د داسي کس په ډول دی چي په پټه صدقه ورکوي.
 
که به څوک د قرآن کریم د تلاوت پر وخت  ابراهیم النخعي رحمة الله علیه ته نژدې ورغلل  هغه به خپل تلاوت پټاوه .
 
روژه
تر ټولو په زړه پوری بیان د امام ذهبي رحمة الله علیه په السیر کي د  ابن ابي علي رحمة الله علیه  په اړه دی چي وایي : داود ابن ابي هند رحمة الله علیه۴۰ کاله په داسي ډول روژه ونیوله چي خپله کورنۍ هم پرې خبر نه وه .هغه خواړه چي به  کورنۍ  ورته تیار کړی وو غریبانو ته یې ورکوله . دواړو کورنۍ او غریبانو به فکر کوې چي هغه موړ او خواړه یې خوړلي دي .
 
عمر ابن قیس الملای۲۰ کاله داسي روژه ونیوله چي کورنۍ یې هم په خبره نه وه . نورو بیا د روژې د پټولو لپاره پر شونډانو غوړي موښل  .
 
الله تعالی فرمايي : که تاسو خیرات په ښکاره ورکړئ دا ښه کار دی ، خو که تاسو د اړ کس  ضرورت په  پټه ور پوره کړئ تر ټولو غوره  ده او دا به ستاسو په بدو اعمالو کی سمون راولي ، الله تعالی جل جلاله به ستاسو د ټولو اعمالو ثواب درکړي .
 
بل ځای فرمایي : څوک چي د خپلي شتمني څخه شپه او ورځ په پټه او په عامه خیرات ورکړي د هغوی عوض د الله تعالی جل جلاله سره دی د هغوی لپاره نه کوم ویره او نه خواشيني سته . 
 
په دی آیت کی الله تعالی جل جلاله د پوښلي خیرات یادونه تر عام تر مخه کړی ده . د شپې خیرات د ورځ تر مخه ورکول کیږی . الواحدي رحمة الله علیه ویلي چی یاد آیت د حضرت علي رضي الله عنه  په اړه راغلی وو چي ۴۰۰۰ درهمه  په پټه او عامه ،  شپه او ورځ خیرات کړي وې . 
 
ویل کیږی چی حضرت علي بن حسن رضي الله عنه د خپل ذخیرې  ځخه د شپې په مدینه کي غریبانو ته خیرات ورکوي . کله چي هغه وفات سو د ۱۰۰ کورنیو د مرسته  په درېدلو او دهغه پر شا د بوجيو وړلو د نښانونو په لیدلو خلګ خبر سول چي دا مرسته د ده مبارک له خوا وه.
 
ژړل  یا اوښکي تویول
اوه کسان به الله تعالی جل جلاله تر عشر سیوري لاندي ونیسي په هغه ورځ چي بې له دهغه به بل سیوري نه وي ، هغه کس چی په تنهايي کي الله تعالی جل جلاله یاد کړي او سترګي یې د اوښکو ډکي سي . 
 
ذاهد رحمة الله علیه ویلي دي چي منصور ابن المعتمر رحمة الله علیه ۶۰ کاله ،  ټوله شپه  ژړل او نفلونه یې کول همدا ډول ټوله ورځ به یې روژه نیوله .  مور به یې ورته ویل زویه ! ولي داسي ځان وژني  .هغه به ورته ویل : زه ښه پوهیږم چي زه په ځان څه کوم . کله چي به سهار سو هغه به سترګیيتوري کړلې (چی سترګی یې د ژړا معلومي نسی ) سر به یې غوړ او شونډان به یې لانده کړل ( چی روژتي معلوم نسی) او بیا به د خلکو منځ ته ولاړ.
 
محمد ابن ویس رحمة الله علیه ویلي : ما خلک لیدلي او د هغو په منځ کي به داسي سړی هم وو د چا سر به پر همهغه بالښت چي د هغه میرمني سر به وو او د هغه  ټول مخ به اوښوکو لوند کړی وو خو د هغه میرمن پرې خبره نه وه .
 
ما خلک لیدلي دي چي په یوه کتار کي به پر لمانځه ولاړ وو او دهغو په منځ کي به داسي کس  ولاړ وو چي اوښکي به یې پر مخ لاري لاري رواني وې خو څنګ ته یې ولاړ کس پرې نه خبرېدۍ  .
 
ځینو به داسې  ژړا پټوله چي که به څوک  ناببره هم پرې ورغی  نو دوی  به ورته ویل چی زکام دی یا به ترینه ولاړ .
 
ابن سرین رحمة الله علیه به د ورځي د خلکو سره خبري کول او خندل ، خو د شپې به یې داسي ژړل لکه ټول کلی چي یې وژلی وي .
 
معاویه ابن قره رحمة الله علیه ویلي :د زړه ژړا د سترګو تر ژړا بهتر ده .
 
د خلګو خدمت کول 
هغه عمل چي یوازي شخص ته ګټور وي ( لمونځ ، روژه  ...)  باید ور باندي بسنه ونسي، د نورو سره مرسته هم باید په پام کي ونیول سی.
 
 مشهور روایت دی چی حضرت عمر رضي الله عنه د یو ړندې بوډې خدمت کوې  سره  له دې چي هغه به هر څومره وختي ورتلولو هڅه کوله ، بل چا به یې خواړه ور تیار کړی وه . د دې لپار چي هغه کس وپیژني  .  انتظار یې وکړ او ويي لیدل چي هغه د وخت خلیفه  ابوبکر رضي الله عنه  وو.  عمر رضي الله عنه چیغه  کړه ؛ زه  قسم خورم دا یوازي تاسو کېدای سوای .
 
 کله چی حضرت طلحه رضي الله عنه  ،حضرت عمر رضي الله عنه تعقیب کړ ورته یوه واقعه پیښه سوه ، هغه هم حضرت عمر رضي الله عنه چي د وخت خلیفه  وو د یوې بوډې پر خدمت ولیده  .
 
همدغه  وو چي حضرت ابوبکر رضي الله عنه او حضرت عمر رضي الله عنه داسي لوي درجې درلودلې . د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ترټولو ښه زده کوونکی وو .
 
دعا
ویل کیږی چي محمد بن منکدیر رحمة الله علیه  د استسقا لمانځه  وروسته یو سړی ولید چي ویل یي : یا الله جل جلاله هغوی چی ستا د پیغمبر صلی الله علیه وسلم  حرم ته راغله ، د باران غوښتنه يې وکړه خو تاسو باران ونه کړ، زه تا ته  زارۍ کوم چي پر دوی  باران وکړه ، کله چي سړی دعا ختمه  کړه  محمد بن منکدیر رحمة الله وایي چي باران شروع سو . بیا هم دغه سړی وویل : ما  ستا رحمت او کرم ته مخه  کړئ ده  زه ځوک یم ؟ زه څه شي یم ؟ چي زما دعا  دي قبوله کړه .  د دې لپاره چي دا سړی ښه وپیژنم محمد بن منکدیر رحمة الله هغه تعقیب کړ، ویني چي هغه یو موچي دی  .کله چي هغه موچی د محمد بن منکدیر رحمة الله علیه سره مخامخ سو پوه شو چی  محمد بن منکدیر رحمة الله علیه  په خبر سوی  چي دده دعا قبوله سوې ده هغه  وارخطا او وتښتېده . بیا هغه  په ښار کی چا ونه لید. 
 
ورك نومى ، نامعلومي. 
سفیان الثوري رحمة الله علیه ویلي : زه تاسو ته پټ پاتې کېدلو نصیحت کوم (د شهرت او نوم څخه ځان وساتئ) ځکه چي دا وخت د بې نومه پاتي کېدلو دي .
 
هغه نامعلومي چي امام ثوري رحمة الله او نورو یاد کړه بیا هم دوی عام خدمتونه کول. دوی له هر اړخ په دعوت او د خلکو سره په نیک کارو کی ونډه اخیستل .
 
ښایي چي د دوی  د مرګ وروسته  د دوی محبوبیت د هغوی د اخلاص شاهدي ورکوي .  په داسي وخت کي چي کوم عمل پټول ستونزمند کار دی لږ تر لږه باید یو داسي عمل ولرو چي یوازي او یوازي الله تعالی جل جلاله پرې خبر او د هغه د رضا لپاره وي . 
 
لکه څنګه چی یو عرب ویلي : خپله خزانه داسي ځای کیښېږدی چیري چي ورکه نسي. 
 
ماخذ لیکونه:
-----------------
۱: قرانکریم
۲: صحیح مسل
۳: صحیح بخاري
۴:حلیة الاولیاء
۵: تذکیرة الذهبي
۶: مفتاح السعادة
۷: احیاء علوم الدین
۸: طبقات الشافعي الکبری
۹: صفوة الصفوة
۱۰: صحیح الجامع
۱۱: سیر الذهبي
۱۲: تهذیب الحلیة
۱۳: ابن ابي الدنیا
۱۴: ترمذي
 

سرته