تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اپینډیکس (Appendix) پېژندنه
 
  October 7, 2013
  0
‌ترتيبونکي: ټرينر متخصص ډاکټرعلی احمد (قانع)
 کندهار میرویس حوزوي روغتون، افغانستان
 

 اناتومی ۴


 اپينډیکس یولنډ عضلی تیوب ماننده ساختمان دی چی یواځی په انسانانوکی موجود دی.

دځلورو طبقو (مخاطی، تحت المخاطی، عضلی اوسیروزا) درلودونکی دی. دمورفولوژی له نظره د سیکم د اخری نهایت کی یوه عدم نشونما ده.

د ولادت په وخت کی کوچنی اودسیکم سره نژدی ارتباط لری اویاهم دخپلی میزوسره نښتی وی لاکن د متغیر نشونما څخه وروسته داپنډکس موقعیت هم تغیرکوی چی  نوموړی تیوب ماننده ساختمان  تردوه کاله پوری خپل ثابت اصلی موقعیت اختیاروی.

د وړکتوب په دوره کی چی سیکم نشونماکوی اپنډیکس هم موقعیت ته تغیرورکوی یاځان ورسره ګرځوی لاکن داخل پریتوانی ¼ مریضانو کی اپنډکس ونه ګرځی وشاته دسیکم چی دحوصلی، دسیکم لاندی او يا د سیکم شاوخواموقعیت اختیاروی.په ډیرو نادرو حالاتو کی داپنډیکس څوکه خارج پریتوانی موقعیت لری چی دسیکم یانازله کولون شاته موقعیت لری Appendix  Vermiformis .یوه استوانيی ډوله استطاله ده چي دسیکوم په انسي جدارکی دالیوسیکل داتصالی برخی څخه دوه یادری سانتی متره کښته يي قاعده تثبیت سویده.
 

البته دسیکوم د دریوتنابو(Tenia Coli)دیوځای کیدوڅپه ساحه کي.

اپنډیکس تیوب ماننده جوړښت لری چی اوږدوالی یی د3-30cm متفاوت دی.اپنډیکس دزیږیدنی په وخت کی لوړاوپراخ وی اودسیکم دنشونما سره تیوب ماننده ساختمان ځانته غوره کوی اودوه کلنی په عمرسره ځان په مکمل ډول سره تیوبی شکل ته بدلوی اونظروسیکوم ته لاندی موقعیتونه غوره کوی:

1. Retro Cecal 74% - 12 O clock
2. Pelvic 21%  - 4 O clock
3. Para ilial 1% 2 O’clock
4. Para cecal 2% 
5. Post ilial.

چی داپنډیکس موقعیت د مریض پر کلینیکی لوحه او درد باندی تاثیرلری اوتغیر ورکولای سی.

داپنډیکس دالتهاب مريض دبطن دردوڅخه شاکي وي اوهم دا مریضي دشفاخانی دعاجلو واقعاتوڅخه ده، اودډیروعامو بطنی جراحی امراضوڅخه دی.تشخیص یی هم اسان اوهم مشکل دی.
داپنډیکس لومین دسیکم سره ارتباط لری.چی داپنډیکس جداردمخاطی ،تحت المخاطی عضلی اومصلی طبقی درلودونکی.

داپنډیکس ولادی نقیصی 

Claubridge Classification:
1- Type A- په قسمی ډول دوګونی اپنډیکس په یوه سیکوم کی.
2- دوه جلاجلا اپنډیکسه په یوه سیکوم کی.
3- دوه سیکوم چی هریو به یويواپنډیکس ولری.

ولی په ځینوحالاتوکی سیکوم دنشونما په حالت کی په نادرډول وچپه طرف ته موقعیت لری په Left lower Quadrant  کي یعنی  Situs Inversus Viscerumموقعیت ولری اویاهم سیکوم Sub Hepatic  موقعیت ولری.اوبعضاً په ولادی ډول داپنډیکس نه وي موجود.

داپنډیکس قاعده ثابته ده یعنی ددری Taenia Coli دیوځای کیدو په ساحه کی قرارلری چی دعملیات په وخت کی داپنډیکس په پیداکیدوکی مرسته کوی.داپنډیکس میزوچی دالیوم د میزوتمادی ده چی اپنډیکس ته شریان راوړی چی اکثراً داپنډیکس 1/3Distal برخه ځنی محرومه وی داپنډیکس میزوپه لویانوکی دشحم دتراکم له کبله ضخیم اواوعیی پکښی ښه واضح نه وی ولی په اطفالوکی ډیرښه واضح اودوینی اوعیی پکښی معلومیږی.

د اپنډیکس ایمبریولوژی ۴
اپندكس د رشيمي حيات كي په شپږمه هفته كي تاسيس كوي د پنځمی مياشت د رحمي ژوند كي چنجي ماننده (تيوب ماننده) شكل ځانته غوره كوي. د ولادت په وخت کي اپندكس د  سيكم دڅوكی سره قرار لري لاكين وروسته د سيكم د وحشي جدار د غير مساويانه نشو نما څخه اكثرا وحشي قرار لري په بالغو اشخاصو كي اپندكس اليوسيکل Valve ته نژدي دسيكم خلفي انسی څخه منشاء اخلي په لويانو كي 9 سانتي متر البته متوسط ډول خارجي چي قطر ئي 3-8 mm او داخل قطر ئي1-3 mm  دي. د اپنډكس قاعده عموما دا دريوTina Coli د يو ځاي والي څخه شروع او د عمليات په وخت كي د قاعدي د پيدا كيدو يو ښه تخنيك هم ددي تیناؤ تعقيب دي. ولي دا پيداكس څوكه يا ذروه آزاده او مختلف موقعيتونه ځانته اختياروي. څو كسان كيداي شيright – lower Quadrant يا حوصلي او بعضا يا هم نادر كيداي سي چه چپه طرف او يا د بطن راسته علوي څلورمه كي موقعيت ولري.

داپنډیکس او د سیکوم شراین:
دSuperior Mesenteric Artery  یادمساریقی علوی شریان دراسته خواڅخه یوشریانی شعبه دAnterior Ilio Colicپه نامه جلاکیږی چی Angulus Ilio caecalis خواته ځی اودی زاویی ته نږدی په دوه شعبوتقسیمیږی.
1- Ilial Art.:چی ددی شریان څخه یوشعبه اپنډیکس ته راځی اوهغه ارواکوی.
2- ant.and post Caecal Art..: چی سیکوم اروا کوی.

دیادونی وړده چی ځینی وخت اپنډیکس ددوهمی Accessory Appendicular art.په واسطه چی دShesha Chalam art. په نوم یادیږی چی دpost. Cecal art.یوشعبه ده هم ارواکیږی.
دسیکوم اواپنډیکس اوریده اوشراین سره موازی اومعکوس سیرلری اوپه مساریقی علوی وریدختمیږی لمفاوی اوعیه یی دالیوسیکل لمفاوی عقداتوته رسیږی.دسیکوم اوپنډیکس اعصاب دPlexus Mesenteric sup. څخه منشااخلی.

مجاورت یاRelation :۴

Appendix vermiforme په نورمال حالت کی په ښی Iliac Fossa  کی قرارلری. داپنډیکس په وحشی کی دسیکوم انسی جدار، په انسی اوقدام کی یی دوړوکولموعروات اوپه خلف کی یی د ګیډی خلفی جدار ځای لری.
دتوفوګرافی له نظره داپنډیکس قاعده دبطن په قدامی جدارکی په یوه داسی نقطه  رسیمیږی چی د Mc.Burneyنقطی په نامه یادیږی.
که Umbilicus د Spina Iliaca Ant.Sup.سره وصل کړواوداخط په دری مساوی برخوتقسیم شی Mc.Burney نقطه د 1/3 متوسطی او 1/3وحشی برخی په منځنی نقطه کی واقع ده.

داپنډیکس فزیولوژی اوتکاملی سیر:۵

دوه هفتی وروسته دزیږيدو څخه داپنډیکس په منځ کی لمفاوی نسج تشکل کوی. وروسته دوخت په تیریدو Lymphoid Follicle  داپنډیکس په منځ کی زیاتیږی اود۱۲کلنی او۲۰ کلنی عمرپه منځ کی داپنډیکس د  Lymphoidفولیکولوشمیر۲۰۰عددوته رسیږی.

وروسته ددی مودی څخه دفولیکولوپه شمیرکی کموالی راځی اوپه ۳۰ کلنی کی دفولیکلواعظمی شمیرنیمایی ته رسیږی.اوپه ۶۰ کلنی کی د ټولوفولیکولوپه ځای فبروزی نسج تشکل کوی. په تي لرونکوحیواناتوکی داپنډیکس په منځ کی دلمفویید فولیکولوتجمع وظیفه تراوسه پوری سل په سلوکی معلومه نده امایوشمیرمولفین عقیده لری چی حنکي تانسلونه، په الیوم کی Payer,s پلاکونه او  Vermiform Appendix   دImmunoglobulin په تشکل کی مهم رول لری.
همداسی په ۱۹۶۴کال کی Mc.Vay دکولون کانسراواپنډیکس په منځ کی یوارتباط وښوده په دی ډول چی دکولون کانسرزیاتره په هغه خلکوکی پیداکیږی چی پخوا يي اپنډیکس ايستل شوی وی. هغه پدی برخه کی داسی نظریه څرګنده کړه چی اپنډیکس دیوی محافظوی عضوی په حیث دکولون دځینی حجروی تغیراتوڅخه چی دځنی کانسروژن موادوله کبله منځ ته راځی مخنیوی کوی. اما دا نظریه تراوسه پوری بیخی ثابته شوی نه ده.دیادونی وړده چی داپنډیکتومی څخه وروسته دشخص په معافیتی سیستم کی کوم واضح تغیرنه راځی.

داپنډیکس تشریحی ساختمان :Layers of the Appendix ۱

1. Tunica Serosaچی دپریتوان یوه پاڼه ده.
2. Tunica Muscularis:-چی ددوو طبقوڅخه جوړشوی سطحی طولانی اوداخلی حلقوی عضلی الیاف دی.
3. Tunica Submucusa: د منظم نسج څخه جوړه شوی ده چی زښت زیات لمفاوی حجرات لری.
4. Tunica Mucosa چی دمخاطی حجراتوڅخه جوړه شوی اود اپنډیکس دننی سطحه یی پوښ کړی ده.اپنډیکس تقریباً داوو څخه تراته ملی مترو پوری خارجی قطرلری اولومین یا داخلی خوله یی دیوڅخه تردری ملی متره قطرلری. دلومین مخاطي غشا يي دColon  د مخاطی غشا په څیرد Colummnar Epithelial Cells  په واسطه فرش شوی.په نوموړی مخاطی غشا کی په کم مقدارCrypts سته چی په قاعده کی Argentaffin حجرات قرارلری چی په Carcinoid Tumoursباندی متحول کیږی.Appendicular orifice د مخاطی عشا په نیمه هلالی Fold (التوا) په واسطه محافظه کیږی چی Value of Gerlock په نوم یادیږی.

حاد اپڼډیسایټس (Acute Appendicitis):۳
داپنډیکس حادالتهاب چی د Acute Appendicitis په نامه یادیږی چی په حادشکل منځته رځی اودبطن یوه عاجله جراحی واقعه ده چی وقوعات یی په ځینی غربی ممالکوکی زیات اوپه شرقی ممالکوکی
لږدی.داناروغی په هرسن کی پیداکیږی اماپه لومړی دریولسیزوکی خاصتاً تر۲۰ کلنی زیات تصادف کوی. په Infants  کی نادراً رامنځته کیږی چی پدی ډول داپنډیسایټس اواپنډیکس دلمفویید فولیکولونوشمیردزیاتوالی په منځ کی یوارتباط موجوددی
 
 

دحاداپنډیسایټس اسباب ۵
یواځنی عامل چی دحاداپنډیسایټس په منځ ته راتلوکی مهم رول لری داپنډیکس دلومین د Proximalبرخی بندوالی دی.غایطی تیږه،د  Lymphoid انساجو هایپرتروفی، دمیوه جاتواوحبوباتودانی، اسکاریس چنجی، داپنډیکس چارچاپیره کی دفبروزی بانډونوموجودیت داپنډیکس دلومین دبندوالی سبب ګرځی.

داحصایی له مخی په لمړی درجه غایطی تیږی،  په دوهمه درجه لمفویید انساجوهایپرتروفی او په دریمه درجه د میوه جاتواوحبوباتودانی داپنډیکس لومین بندوی.داپنډیکس د لمفویید انساجو په هایپرتروفیک کیدو کی غذایی رژیم ستررول لری، څرنګه چی کوم خلک چی دهغه غذایی موادوڅخه چی لږه بقیه ولری یا دا چی مخرش اواسیدی غیرقابل جذب مواد احتواکوی استفاده وکړی په سیکوم کی داوږدی مودی لپاره ددی موادو بند پاتی کیدل ددی سبب ګرځی چی دسیکوم داخلی فشارجګ او د باکتریا د فعالیت له کبله د سیکوم جداراود اپنډیکس لمفویید حجرات اذیمایی اوهایپرتروفیک کیږی.

پورتنی څرګندونی په لاندی ډول لنډی کولای شو:

1- جنس:-  دبلوغیت څخه دمخه نارینه اوښځینه جنس مساویانه مصابوی تر۲۵ کلنی پوری دنارینه ونسبت ۳ اوزنانه ونسبت ۲دی. یعنی نارینه نسبت زنانه وته زیات مصابیږی د۲۵  کلنی څخه وروسته د نارینه ومصابیدل تدریجاً کمیږی.
2- Social Status : - په Upper او Middle کلاس خلکوکی چی ښه اقتصادی وضعه لری زیات پیداکیږی چی علت یی څرګند نه دی.
3- Racial and dietary factor: - په سپین پوسته ځوانانوکی نسبت تورپوستکوته زیات لیدل کیږی.غربی ډوله خوراک چی زیاته غوښه ولری اپنډیسایټس واقعات ډيروی برعکس فایبرلرونکی غذاچی زیات سیلولوزولری داپنډیسایټس مخه نیسی.
4: Familial susceptibility:-پدی تیوری کی دیوفامیل اعضا اوږدRetrocaecal  Appendix   لری چی دDistal برخی ارواکموالی داپنډیسایټس په منځ ته راتګ کی رول لری.
5- Obstructive Theory:
a- د اپنډیکس لومین د Fecolith ، Stricture ،Foreign body ،Round worms  یاThread worm په واسطه بندیږی.
b- د Appendix orifice د Carcinoid Tumor  په واسطه بندیږی.
6- د Purgative  غلط استعمال.
7-   Bacteriaیا Non obstructive theory :- داپنډیکس دالتهاب په منځ ته راتګ کی چی په ټول جدارداپنډیکس کی واقع کیږی متعددی بکتریاوی ونده اخلی لکهE.coli، Entero cocci،Non hemolytic strepto cocci، Cl. Welchii ،Anaerobic strepto cocci  اوBacteroides.
 
پتوجینیزس  Pathogenesis :۳
کوم وخت چی داپنډیکس لومین Proximal برخه بنده شی په Appendix کی Close loop انسدادی حالت پیداکیږی څرنګه چی دبند شوی برخی په Distal برخه کی د مخاطی غشا افرازات بندپاتی کیږی اود دی افرازاتوزیاتوالی سره موازی Appendix متوسع اوDistended  کیږی.

دنورمال اپنډیکس لومین تقریباً0.1ml  ظرفیت لری او کوم وخت چی داپنډیکس په منځ کی تقریباً o.5ml افرازات بندپاتی شی پدی وخت کی اپنډیکس دلومین فشارتقریباً 60cmاوبوته لوړیږی اود Appendixجداردتوسع سبب کیږی.دAppendixدجدارتوسع حشوی مرحله عصبی الیاف چی ددردمسول دی تنبه کوی اوپه پدی وخت کی ناروغ دګیډی په متوسط برخه یاEpigastric په ناحیه کی دردحس کوی همداسی ددی عصبی الیافودتنبه په اثر په لمړی مرحله دکولمواستداری حرکات هم زیاتیږی اوپه نوموړی ځایوکی ددردبرسیره ځینی وخت په ټوله نس کی کرمپ ډوله درد، ناروغ حس کوی. وروسته دڅوساعتونوڅخه د Appendix توسع نه یواځی د Appendix دافرازاتودبندوالی له کبله منځ ته بلکه داپنډیکس دبندشوی افرازاتوپه منځ کی د بکتریادفعالیت په اثرداپنډیکس داخلی فشارنورهم لوړیږی. اوتوسع یی نوره هم اضافه کیږی چی په نتیجه لومړی داپنډیکس پر وریدی دوران باندی فشار واردیږی اود وریدی جریان درکودت سبب ګرځی اوله دی کبله په Appendix کی احتقان یاCongestion منځته راځی. د Appendix احتقان پریتوان دتخریش سبب ګرځی اوپه دی وخت کی ناروغ ته زړه بدوالی اوکانګی پیداکیږی. څرنګه چی اپنډیکس ډیرمتوسع شوی وی نوپرسیروزاطبقه اومجاورپریتوان باندی فشار واردوی نوپدی وخت کی دموضعی درد د پیداکیدوسبب ګرځی اوناروغ په وصفی ډول په R.L.Q کی دردحس کوی. د Appendix داحتقان زیاتوالی په اثرد Appendix شریانی جریان هم مختل کیږی اوله هغه ځایه چی معدی معایی قنات دAppendixپه شمول مخاطی غشاپه نکروز اخته کیږی اوکومی باکتریاګانی چی دAppendix په منځ کی موجودی دی ژوروطبقاتوته تجاوزکوی پدی مرحله کی دنوموړوانساجواومکروبوتوکسین دجذب په اثرناروغ تبه،Leukocytosis Tachycardia پیداکوی،دمکروبونودمداخلی اوداروایی تشوش دزیاتوالی په اثردAppendixجدارتخریب اوسوری کیږی،په ځینی واقعوکی دAppendixحادالتهابی حالت په خپل ابتدایی مراحلوکی په Spontaneous توګه خاموش کیږی.اوموږزیات ناروغانوسره مخامخ کیږوچی داپنډیکس څوحملی یی تیری کړی وی اوالتهابی حالت یی له منځه تللی وی.داحادثه هغه وخت تصادف کوی چی دAppendixخوله دیوی نرمی غایطی تیږی په واسطه بنده شوی وی اوداپنډیکس دداخلی فشاردزیاتوالی په اثرسیکوم خواته نوموړی تیګه بی ځایه ګیږی اودAppendixدخولی دخلاصیدوپه نتیجه کی دAppendixپه منځ کی بندی شوی افرازات تخلیه اودAppendixتوسع دمنځه ځی یاداچی دAppendixدحادالتهاب حالت دمنځه ځی.

لکه چی مخکی تری یادونه ‍وشوه داپنډیکس دداخلی فشارزیاتوالی له کبله داپنډیکس دجدارIschemic  Necrosisرامنځته کیږی اوبکتریاوی پریتوانی جوف ته لاره پیداکوی.دالتهابی پروسی دمحدودولوپه خاطردکوچنی امعاوعروات اوOmentumالتهابی اپنډیکس محاصره کوی ترڅودبکتریاودانتشارمخه ونیسی، چی په نتیجه کی PhelgmonousیاAppendicular abscessرامنځته کیږی،نادراً التهابی پروسه خاموشه کیږی اوMucusڅخه ډکه عضوه یاMucucele رامنځته کیږی.

پریتونیت هغه وخت رامنځه کیږی چی دګانګرین شوی اپنډیکس څخه بکتریاووزی یااپنډیکس Rupture  وکړی اوجوړه شوی Appendix Abscess تثقب وکړی.
دپریتونیت په منځته راتګ اودPreforation Appendixکی لاندی فکتورونه شامل دی:

۱- دعمر زیاتوالی.
۲- مخکینی بطنی جراحی.
۳- دغایطه تیږی په واسطه داپندیکس دلومین بندش.
۴- حوصلی اپندیکس.
۵- دشکری ناروغی.
۶- دمعافیت ټیټوالی.

چی پدی حالت کی دOmentumفعالیت دمخکینی عملیات له کبله کم وی اوساحه ښه نه شی محدودولای.

دحاداپنډیسایټیس سریری تظاهرات:۶

دحاداپندیسایتس سریری اعراض نظرشخص اوعمرته فرق کوی چی دلته دکلاسیک اپنډیسایټس دسریری تظاهراتوڅخه یادونه کوو:

اعراض Symptoms:

۱- بی اشتهایی 
۲- درد
۳- قبضیت
۴- بولی اعراض
۵-کانګی اوزړه بدوالی

درد: -په کلاسیک ډول کی دردپه شروع کی په Epigastric یادUmbilicalپه ناحیه کی حس کیږی چی دادردونه کله ډیرشدیداوکله متناوب کرمپ ډوله درد،په شکل حس کیږی ،چی وروسته دڅوساعتونوڅخه (دیوڅخه تر۶ساعته) معمولاً ۴ساعته وروسته دردپه R.L.Qکی موضعی کیږی په ډیرولږوواقعاتوکی دردله اوله په R.L.Q کی شروع کیږی اوتراخره پوری  په نوموړی ځای کی پاتی کیږی.بایدووایوچی درد داپندیکس په اصلی موقعیت کی تمرکزکوی مثلاً:
دRetro Caecalاپنډیکس دردپه Flankاودقطنی ناحیی په خلف کی،دحوصلی اپنډیکس درد،په فوق العانی ناحیه کی.که دالتهابی شوی اپنډیکس په څوکه په L.L.Q  کی وی دردپه نوموړی ساحه کی حس کیږی.دردپه پیل کی حشوی منشالری اوکله چی په R.I.Q کی موضعی شی جداری منشالری چی دجداری پریتوان دتخریش اوالتهابی کیدوله امله رامنځته کیږی.

دزړه بدوالی اوکانګی:Nausea and Vomiting:معمولاً د درد څخه وروسته پیداکیږی.۷۵٪ناروغان کانګی کوی چی دوامداره نه وی معمولاً یویاددوځلی کانګی کوی چی دمعدی دخالی کیدوسره کانګی دریږی.

قبضیت Constipation:ډیرناروغان مخکی دګیډی د درد دشروع څخه قبضیت پیداکوی.که اپنډیکس موقعیت Retro Ilialوی ناروغ اسهالات لری.

بی اشتهایی اکثراً یوثابت عرض دی چی په ځینوامریکایی کتابونوکی دلومړی عرض په شکل یادشوی دی.

بولی اعراض که چیری داپنډیکس موقعیت حوصلی وی ناروغ ژرژربولی کوی اوDysuria  لری.

Murphys پورتنی پیښی چی دحاداپنډیسایټس په تشخیص کی ډیره مرسته کوی په لاندی ډول تری یادونه کوی چی Murphy’s TraidیاMurphy’s Syndrome په نوم یادیږی.
۱- دبطن دمرکزی برخی دردچی وروسته R.L.Q کی موضعی کیږی.
کانګی تبه که چیری اپنډیکس وچوی دردیی موقت وخت لپاره کمیږی یاله منځه ځی چی وروسته منتشرشدیددرد دزیاتوستفراقاتوسره یوځای چی دحادپریتونیت ښکارندوی دی رامنځته کیږی.

علایم یاSigns:-۲
په حاداپنډیسایټس کی حیاتی علایم چندان تغیرنه کوی،تبه عموماًیودرجه لوړه وی اودنبض سرعت زیاتیږی.ناروغ په بسترکی ستون ستاغ پریوزی اوخپلی پښی مخصوصاً ښی ورون دقبض په حالت کی نیسی ځکه چی دښی پښی په حرکت ورکولویاغزولوسره دردپه R.L.Qکی زیاتیږی.ژبه موښلی اوخوله بدبوی کوی.

تفتیش یاInspection  بطن پړسوب نه لری اوپه تنفس کی برخه اخلی.
جس دحاداپنډیسایټس تشخیص په جس باندی وضع کیږی.چی لومړی بایدچپ طرف ،بیاEpigastric اوپه اخره کی R.L.Q جس کیږی اوداپنډیکس سه پایه (Traide Der Diculafoy) وپلټل شی چی عبارت دی له:

۱: -موضعی درد۲:- موضعی شخی ۳:- جلدی فرط حساسیت

۱- که اپندیکس نورمال موقعیت ولری Tenderness په MC.Burney یاLanzنقطه کی موجودوی چی په جس باندی دنوموړی نقطی درد زیات اودناروغ په مخکی تغیر راځی (که دالیاک هډوکی قدامی علوی Processes څخه  ترنامه پوری یوخط فرض کړواوداخط په دری مساوی برخوتقسیم کړوMc.Burneyنقطه دوحشی اومتوسطی برخی په اتصالی سرحدکی توافق کوی).
که چیری دراسته اوچپه طرف الیک هډوکی قدامی علوی Procesuss دیوفرضی خط په واسطه وصل کړو اوبیایی په دری مساوی برخو وویشودLanzنقطه دوحشی اومتوسطی برخی په اتصالی سرحدکی توافق کوی.
۲- موضعی شخصی:که چیری L.L.Q جس شی کاملاً به نرم وی اوکومه عضلی شخی به موجوده نه وی که چیری R.L.Qجس شی موضعی شخی به موضعی شخی به موجوده وی چی Appendicitis دتشخیص لپاره مهمه علامه ده.
۳- جلدی فرط حساسیت Cotaneous Hypereshtesia in Sherren Traingle :

داعلامه اکثراً دناروغی په شروع کی موجوده وی.دافرط حساسیت هغه وخت معلومیږی چی داکتردR.L.Q پوستکی دستنی په واسطه ووهی اویایی دنوموړی ناحیی پوستکی ته ددووګوتوپه منځ کی فشارورکړی.ناروغ دنورمال برخوپه مقایسه شدیدتردردحس کوی.
مقعدی معاینه:- Rectal Examination:-

هغه ناروغان چی دګیډی دلاندینی برخی د درد څخه شکایت ولری بایدRectal touchیاVaginal Touchورته وشی.

که چیری دمعاینی په وخت کی راسته طرف ته درد حس کړی نودحوصلی پریتوان دالتهابی پروسی له امله ماوف کیدنه راښیی چی دحوصلی اپنډیسایټس دتشخیص لپاره اړینه ده. دپاسنی علاموموقعیت داپنډیکس داناتومیک موقعیت په اساس تغیرکوی مثلاً که اپنډیکس Retro caecleموقعیت ولری ټنډرس،عضلی شخوالی اوپوستکی فرط حساسیت امکان لری،په Flankکی زیاتره بارزوی که التهابی اپنډیکس حوصلی موقعیت ولری دبطن په جدارکی امکان لری علایم ډیربارزنه وی برخلاف په مقعدی معاینه کی دریکتوم په جدارکی علایم بارزوی اوکوم وخت چی په جوف دوګلاس یاCulde Sae کی دګوتی په واسطه فشار واردشی ناروغ په Supra Pubic ناحیه کی درد حس کوی
هغه تسټ اوعلایموڅخه چی دحاداپنډیسایټس په تشخیص کی مهمه ونډه لری ذکرکوو:

1-Rovsing’s Sign:
دامعاینه په حاداپندیسایټس کی مثبت وی که دناروغ په چپ طرف L.L.Q فشارواردشی ناروغ په راسته طرف کی R.L.Q دردحس کوی.چی علت یی ممکن دچپ کولونه څخه دګازاتوانتقال سیکوم ته اوهغه دتوسع له کبله وی.یاداچی دفشارله کبله دوړوکولموعرواتوتصادم دالتهابی محراق سره وی.

۲- Obturator Sign(Cope’s sign):-
همداسی دObturatorعلامه داپنډیکس په التهاب کی مثبت وی په دی تست کی ناروغ ستون ستاغ پریوزی اوډاکټردهغه راسته ورون ته چی دبطن په سر۹۰درجی دقبض په حالت کی داخل خواته تدوروروکوی په دی وخت کی Obturator internusپه اپنډیکس باندی فشارواردوی اودناروغ دردزیاتیږی.

۳:Psoas sign(Guinard’s sign):-
که چیری التهابی اپنډیکس حوصلی یاRetrocaecal موقعیت ولری نودPsoas علامه په تثبیت کیږی.ددی علامی دمعلومولولپاره ناروغ باید په چپ اړخ پریوزی اوډاکټردناروغ راسته ورون په Hyperextension حالت راوړی چی پدی وخت کی دIleopsoas عضله چی دهغی په سراپنډیکس قرارلری قدام خواته فشارواردوی اودناروغ درداضافه کیږی.

۴- Blumberg’s SignیاRelease sign:
که چیری راسته طرف L.Q عمیقاً جس شی اوپه انی ډول لاس تری پورته شی په R.L.Qکی ددرد دپیداکیدوسبب ګرځی.

انواع: Types ۶
۱-۱۷-۲. حاد غير انسدادي ايندسټCatarrhal 
د مخاطي غشاء التهاب د سوروالی، پاړسوب او خونيريزي سره يو ځاي وي چي كيداي شي لاندي مراحل طي كړي. 
Resolution
Ulceration
Fibrosis
Suppuration
Recurrent Appendicitis
Gangreneپه ابتدائي ډول نادر دي او په هوخو ډول عام دي. 
Peritonitis

دحادAppendicitisتشخیص:۵

دحاداپنډیسټ تشخیص دسریری تظاهراتواولابراتواری معایناتوپه واسطه وضع کیږی چی سریری تظاهراتومخکی ذکرشواوپه لابراتواری معایناتوکی دوینی دسپینوکریواتوپه شمیرکی زیاتوالی داپنډیسایټس لپاره وصفی دی.اود۱۰۰۰۰-۱۸۰۰۰پوری په یوملی مترمکعب کی لوړیږی په Differentialمعاینه کی دځوان سپین کریواتوشمیرزیات اوحتی ۱۵٪ته رسیږی او۷۵٪ناروغانونیوتروفیل د۷۵٪څخه لوړوی.په هغه حالاتوکی چی Appendixسوری وی دسپینوکریواتوشمیر۱۸۰۰۰څخه زیات وی.دتشومتیازوعادی معاینه نورماله وی اماد Retrocaecal او Pelvic Appendicitis په حالاتوکی چی التهابی اپنډیکس دحالب یامثانی په څنګ کی قرارلری دتشومتیازومعاینه کی امکان لری البومین یومثبت اوپه هره ساحه  دمیکروسکوپ کی ۶- ۷دانی سپین اوسره کریوات موجودوی اماکله دبولی لاری په انتاناتوکی چی Bacilluriaموجوده پدی ځای کی موجودنه وی.

راډیولوژیک معاینات:۱
حاداپنډیسایټس دتاریخچی اوسریری تظاهراتوله مخی بدون دراډیوګرافی تشخیص کیږی اماپه هغه حالاتوکی چی ډاکټرداپنډیسایټس دتشخیص په هکله مشکوک وی یاداچی ناروغ ډیرځوان یافوق العاده زوړوی یااپنډیسټ اختلاطی شوی وی په لومړی حالت کی دتفریقی تشخیص اوپه دوهم حالت کی دتشخیص دتاییدلپاره دګیډی ساده رادیوګرافی اخیستل کیږی.

چی په R.L.Qکی دموضعی Iliusخیال یادRadio Opaque Feacolithsخیال لیدل کیږی.همدغه رازکولای شوناروغ ته دBarium Enemaدتطبیق څخه وروسته راډیوګرافی اجراکړوپه سیکوم کی دFilling Defectموجودیت دAppendicitisنمایندهګی کوی.

Pregnancy test:-
هغه زنانه چی دحمل دوران کی وی نوموړی معاینات دنوروامراضودتوپیری تشخیص لپاره اړینه ده.

حوصلی او بطنی التراساوند
 
د توپیری تشخیص اودتشخیص دتاییدلپاره ترسره کیږی ۹۰٪التراساوندکولای شی چی Appendicitisتشخیص کړی.
 
Contrast Enhanced CT Scan
د۹۸٪څخه زیات دقیقه معاینه چی التهابی اپنډیکس،Phlemgon ،Diverticulitis Abscess  ، Faccolith،  Perforation دکولموانسداداودنیوپلازم تشخیص کولای شی.
د Negative Appendectomy د مخنیوی لپاره چی د۱۵-۳۰٪صورت نیسی یوScoring system چی زیات معمول دی د Alvarado Score په نوم یادیږی چی په کی اعراض،علایم 
اولابراتواری معاینات په نظرکی نیول کیږی اوپه لاندی ډول دی.

Alvarado (Mantrels) Score
Symptoms:
Migratory RIF pain
Anorexia 
Nausea and Vomiting 
Signs:
Tenderness(RIF)
Rebound Tenderness
Elevated Temperature 
Laboratory Tests:
Leukocytosis
Shift to lift
دAlvarado Score ټولی لس نمری دی چی ارزونه یی په لاندی ډول ده:
۱- د۹نمروڅخه زیات Confirmed Appendicitis  دی.
۲- د۷نمرویاد۷څخه زیات Strongly Predictiveقوی پیش بینی اپنډیسایټس کولای شو.
۳- ۵-۶نمری تلویزونی معاینی Abd/ultاوContrast enhanaced CT Scanته ضرورت لری.
۴- که نمری د۵څخه کښته وی (Not sure)نشوویلای چی Appendicitis شته اوکه نه؟
دیادونی وړده چی دنوموړی Scoring  سیستم څخه په هغه ځایونوکی استفاده کیږی چی التراساونډاوCT Scan سهولتونه ونه لری.

تفریقی تشخیص Differential Diagnosis۳
حاداپنډیساسټس امکان لری دځینونورونارغیوپه څیرڅرګندسی یابرعکس ځینی نوری ناروغی اشتباهاً په شروع کی اپنډیسایټس تشخیص سی.داپنډیسایټس تشخیص ددوه دلیلونوله کبله ستوزمن کیږی لومړی داپنډیکس مختلف موقعیتونه دوهم دالتهابی پروسی مختلف عوامل.دیادونی وړده چی صرف ۵۰٪ناروغان دبطن دمرکزی برخی د دردڅخه شکایت لری چی وروسته راسته طرف Lower Quadrant ته انتقالیږی.په مشکوک حالت کی ناروغ بایددمراقبت لاندی ونیول سی اولازم معاینات ورته تکرارسی.دبطن د دردټول هغه اسباب چی خارج دبطن،داخل دبطن اودپریتوان وشاته منشالری په نظرکی ونیول سی.

 دمساریقی دحاداډینایټس سره Acute Mesenteric Adenitis:
داناروغی چی زیاتره په ماشومانوکی پیداکیږی داپنډیسټ سره مغالطه کیږی اوبایدتفریق سی په مساریقی حاداپنډیسټ کی ماشومان دتنفسی لاری دپاسنی برخی فعال انتان لری یاداچی ددی برخی انتانی حالت مخ په شفا کیدودی.دR.L.Qدردنسبت اپنډیسایټس ته خفیف اوپه نوموړی ځای کی منتشروی په ناحیه کی دبطنی جدارحقیقی شخوالی لکه چی په اپنډیسایټس کی موجودوی نه وی تقریباً دماشوم په پول وجودکی دلمفاوی عقداتوضخامه موجوده وی.
اودوینی په معاینه کی لمفوسیتوزس موجودوی.سره له دی هم ددواړوناروغیوتفریق مشکل دی.

د Acute Gastroenteritis سره:
داناروغی مخصوصاً ویروسی Gastroentritis  عموماً په ځوان ماشومانوکی پیداکیږی.ناروغ دبطن دکرمپ ډوله دردسره یوځای اوبلن اسهال ،زړه بدی اوکانګی لری حالانکه چی Appendicitis کی دبطن د دردڅخه څوساعته وروسته ناروغ ته لږه اندازه زړه بدوالی اوکانګی پیداکیږی.په Acute Gastroenteritis کی ددوه کرمپ ډوله دردوپه منځ کی ناروغ په خپل بطن کی دردنه حس کوی په R.L.Q کی دردهیڅ وخت پدی ناروغی کی موضعی نه وی اودوینی لابراتواری معاینات نورمال وی په سلمونیلا Gastroenteritis کی دبطن درداوهضمی تشوشات دویروسی Gastroenteritis سره شباهت لری. اما په ځینوناروغانوکی دبطن درد، په راسته حرقفی حفره کی موضعی پاتی کیږ اوRebound Tenderness موجودوی. ناروغان عموما شدیده تبه لری چی د لړزی سره شروع کیږی. دسپینوکریواتوشمیرنورمال وی اوپه وینه کی Salmonella په سلوکی شل تثبیتیږی.

Yersinosis
دحیواناتودهضمی سیستم انتانات Yersinia EnterocolitisاوYersinia Pseadotubercalo په شکل ډیرعمومیت لری.Yersiniaدحیواناتودغایطه موادوپه واسطه محیط ته انتشارکوی.کوم سابه چی دمنتن حیواناتودغایطه موادوسره ملوث سی اودانسان لخواوخوړل سی دانسان هضمی جهازهم هم دYersiniaپواسطه التهابی کیږی.
اوYersinia Enterocolitis منځ ته راځی.چی پدی ناروغی کی  ناروغ تبه،اسهال،کانګی،دنس دردخصوصاً دبطن په راسته کښتنی برخوکی  اودمساریقی دلمفاوی غدواتوالتهاب موجودوی.چی پورتنی اعراض دAppedicitisداعراضوسره شباهت لری.

اماتشخیص دغایطه موادودمعاینی په واسطه وضع کیږی.څرنګه چی دغایطه موادوپه منځ کی Yersinia تثبیت اوYersinia Enterocolitis تشخیصیږی.دامیکرواوګانیزم دTetracycline،Erythromycin،Ampicillin، اوKanomycinسره حساس دی.


دراسته  حالب اوراسته پښتورګی دتیږوسره:
دراسته حالب اودراسته پښتورګی ډبری دRetrocaeca l اودحوصلی اپنډیسټ په شان اعراض ورکوی امادحالب اودپښتورګی دډبرودردونه کښته خواته انتشارکوی.سربیره ددی په مشکوکوحالاتوکی دبطن ساده راډیوګرافی په دحالب اوپښتورګوډبری ښکاره اوتشخیص وضع کیږی.
 
د Acute Pyelonephritis سره:۶
دراسته طرف Pyelonephritis زیاتره دحادRetro ilial Appendicitis سره مغالطه کیږی.امادخلفی فقری زاویی شخوالی اوحساسیت اودتشومتیازوپه معاینه کی دهغه په منځ کی چرک اوباکتریاتثبیتیدل دPyelonephritis تشخیص وضع کوی.

د Meckle’s Diverticle سره:
ددی مرض سریری لوحه بیخی دAppendicitisسره ورته والی لری اوله هغه ځایه چی دMeckle Diverticle سیر اختلاطات اوتداوی داپنډیسټ په شان ده نوتفریقی تشخیص ته ضرورت نه حس کیږی

د Intussusceptions  یاتغلف سره:
د کولموتغلف زیاتره په هغه ماشومانوکی پیداکیږی چی ددوه کالوڅخه لږعمرولری.
برخلاف Appendicitis په دی عمرکی ډیرکم تصادف کوی،تغلف په حالاتوکی ماشوم په خپل بطن کی Periodic  ډوله شدید دردحس کوی اود درد دحملوپه منځ کی ماشوم ارام وی.او وروسته دڅوساعتونوڅخه دماشوم دمقعدڅخه وینه اومخاط لرونکی غایطه موادخارجیږی اوپه دی وخت کی په R.L.Q یوه اوږده کتله دجس وړوی، دپورتنی اعراضوپه واسطه تغلف تشخیص واضح اوکه دPeritonitis اعراضوتاسیس کړی نوی تغلف دباریوم دامالی په واسطه ارجاع اوانسدادی حالت له منځه ځی.حال داچی که Appendicitis موضوع دبحث وی دباریوم اماله دماشوم دمرګ سبب ګرځی.

Reginal Enteritis:
ددی ناروغی سریری تظاهرات دحاداپنډیسټ دسریری تظاهراتوسره ډیرشباهت لری اما دمرض مزمن سیر هغه دAppendix سره جلاکوی خوبیاهم دReginal enteritis ناروغانوبطن مخصوصاً دناروغیوپه لومړیو مرحلوکی داپنډیسټ په نامه خلاصه اودعملیات په وخت کی حقیقی تشخیص وضع کیږی.

Henoch Schonlein Purpura:
ورسته ددوه یادری هفتودStrepto coccalانتان څخه ناروغ په خپل بطن کی دردحس کوی اوله هغه چی دبطن ددرد په څنګ کی دبندونودردPuroura اودNephrite اعراض اوعلایم هم موجودوی نوتفریق یی د Appendicitis سره مشکل نه دی.

دحوصلی دالتهابی امراضوسرهP.I.D:
دحوصلی التهابی امراضوله جملی څخه Salphangiti s زیاتره دحاد Appendicitis سره مغالطه کیږی اودامغالطه هغه وخت زیات تصادف کوی چی Salphangitis یوطرفه اوراسته طرف کی وی.پدی وخت کی چی کوم شی تفریقی تشخیص کی ډیرمهم دی هغه دادی چی په Salphangitis کی درحم دغاړی حرکات دمهبلی معاینی په اثردردناکه اودرحم دغاړی،چرک لرونکوافرازاتوکی میکرواورګانیزم مخصوصاً Diplococci تثبتیږی.

Mid menstrual Rupture of Grafian Follicle Or Mittel Schmerz:
د بیضی د فولیکولونود څیری کیدلوسره یوځای یواندازه وینه اودبیضی مایعات دپریتوان ازادجوف ته توییږی اودبطن په چپه یاراسته طرف کی نظر په موقعیت دافت ناروغ شدید درد حس کوی چی داحادثه که په راسته طرف صورت ونیسی د Appendicitis سره اشتباه کیږی.که دناروغ څخه په ډیردقت سره مشاهده واخیستل شی معلومیږی چی نوموړی درد دتحیض ددوری په نمایی وخت کی پیداشوی دی. دا دردپه اول کی شدیداودوخت په تیریدوسره ورو ورو دمینځه ځی ناروغ تبه لری او Leukocyte  یی نورمال وی.

دخارج الرحمی حمل سره:Raptured Ectopic Pregnancy:
داحالت وروسته ددوه یادری میاشتودحیض دقطع کیدو څخه پیداکیږی.ناروغ په ناڅاپی ډول دبطن په ښکتنی برخه کی شدید درد حس کوی،دHypovolemia  اعراض منځته راځی، دمهبل په معاینه کی دمبیض په څنګ کی مخصوصاً په راسته طرف کی (که خارج رحمی حمل په راسته طرف کی واقع شوی وی) یوه بله حساسه اودردناکه کتله حس کیږی.چی التراساوند اود Culdocetesis اجراکولوکی دوینی خارجیدل په تشخیص کی مرسته کوی.

د بیضی دسیست دتدور سره:
که سیست غټ وی تشخیص تریوی اندازی پوری اسان وی.اوکه سیست وړوکی وی توپیر یی دحاد اپنډیسټ اومخصوصا دحاد حوصلی اپنډیسټ سره مشکل دی.
څرنګه چی سریری اعراض اوعلایم یی بیخی دAppendicitis سره شباهت لری که دعمومی انستیزی ترشرایطو لاندی مهبلی معاینه اجراسی امکان لری چی تدورکړی سیست په حوصله کی جس شی له هغه ځایه چی په دواړوحالاتوکی جراحی تداوی استطباب لری بهتره ده چی عملیات ته اقدام وسی.

Epiploic Appendicitis سره:
Epiploic Appendixهغه وخت په  التهاب اخته کیږی چی تدوریی کړی وی دسریری اعراضوله نظره ناروغ یوازی درد حس کوی،دزړه بدوالی اومعمولاً موجود نه وی. 
له هغه ځایه چی دګیډی دردپه دوامداره ډول په یونقطه کی پاتی کیږی نوترڅوچی بطن خلاص اوEpiploic Appendicitis چی التهابی شوی دی ونه ایستل شی درد نه ورکیږی.

دنوروامراضوسره:
Appendiciti د یوزیات شمیرنورواعراضوسره چی په جدول کی تری مخکی یادونه وشوه هم کله کله مغالطه کیږی چی تفریقی تشخیص ته احتیاج پیداکیږی مثلاً مزمن Pancreatitis، Diverticalitis ،Cystitis دخصیی تدور اوداسی نورچی ځانګری تفصیلی بحث ته ضرورت لری.

دحادAppendicitis درملنه ۳
دحادAppendixیواځینی اونتخابی تداوی جراحی ده چی دجراحی عملیاتوپه واسطه Appendectomy اجراکیږ مخکی له دی چی په جراحی درملنه تفصیلی بحث وکړوڅوضروری ټکی ذکرکوو.
۱- ځینی وخت سریری تظاهرات اوپه اپنډیکس کی راغلی پتالوژیک تغیرات یوځای سیرنه کوی.امکان لری درد ډیرلږوی په داسی حال کی چی داپنډیکس التهاب ډیرشدید اوسوری کیدوته نژدی وی برعکس یوعادی التهاب امکان لری چی دشدید دردوسبب سی.

۲- دراسته طرف حرقفی حفری په دردونوکی باید مسکن توصیه نه شی ځکه سریری لوحه تغیرکوی اوافت مخ په وړاندی ځی.
۳- ښه به داوی چی Appendicitis په اولو۲۴ساعتونوکی عملیات شی ځکه چی مقدم عملیات خطرلږدی. Appendectomy په لاندی څلوروحالتونوکی ځنډول کیږی.
۴- دپرمختللی پریتونیت له کبله دناروغ عمومی وضعه خرابه وی اودمرګ په خوله کی وی.
دناروغ دعمومی وضعه ترښه کیدوپوری چی دعملیات تحمل پیداکړی ناروغ ته وریدی مایعات،نقل الدم، انتی بیوتیک، N.G.Tube  اوFoley Catheter  تطبیق کیږی.
۵- کله چی دناروغ پخوانی اپنډیسایټس حملی رشف سوی وی دداسی ناروغانوانتخابی اپنډیکتومی څومیاشتی وروسته دبل ځلی دپیداکیدوپه منظورترسره کیږی.
۶- کله چی دجراحی عملیات دترسره کولوامکانات نه وی مثلاً بحری سفر، دانستیزی خراب شرایط، دډاکټر نه موجودیت پدی صورت کی محافظه کارانه تداوی صورت نیسی یعنی انتی بیوتیک، انالجیزیک، وریدی مایعات توصیه کیږی چی ۵۰٪ امکان لری التهابی پروسه له منځه لاړه شی او یا التهابی پروسه پرمختګ وکړی اوموضعی ابسی جوړه کړی.

۷-دپریتونیت دعلایموپرته Appendicular Mass موجودوی چی درملنه یی وروسته راځی.

دAppendectomy استطبابات ۴
۱- دحاد مزمن اونکس کوونکی Appedicitis په حالاتوکی Appendectomy استطباب لری په هغه حالاتوکی چی دAppendix دسوری کید اوابسی جوړولوڅخه ډیره موده تیرشوی وی په لومړی مرحله کی ډریناژ عملیه صورت نیسی اوکه په دی وخت کی د Appendix لری کول امکان نه درلوده دری میاشتی وروسته اپنډیکتومی بایداجراسی.
۲- دAppendix Mucoccele،CystاودCarcinoid تومورونه هم دAppendectomy په واسطه تداوی کیږی.
۳- دAppendixدFaecal Fistula په حالاتوکی هم اپنډیکتومی اجراکیږی.
۴- په ټولوهغه حالاتوکی چی Appendix التهابی سی اونوموړ ی االتهاب په Appendixکی موضعی وی Appendectomy استطباب لری.
۵- په وقایوی ډول Appendectomy هغه وخت استطباب لری چی یوغواړی داوږدی مودی لپاره په داسی یوسفر اقدام وکړی چی دحملی په وخت کی بیادخرابوموضعی اوترانسفورتی شرایطوله کبله عملیاتی تداوی نه وی.

Appendectomy:- ۳
پداسی حال کی چی Assistan t سیکوم دیوپارچه ګازسره تثبیت ساتی جراح لومړی دAppendix مساریقه دتسلیخ اوقطعه کوی وروسته داپنډیکس قاعده دپنس په واسطه فشارورکوی اوپه همدی ناحیه کی دAppendix قاعده غوټه کوی.دغوټی دناحیی څخه پورته بیاکلمپ اچوی دغوټی اوکلمپ ترمنځ Appendix قطع اودقطع سوی Distal څوکه دتنچیرپه واسطه Disinfection کیږی.وروسته Appendix قاعده په سیکوم کی ښخیږی.څرنګه چی دسیکوم په سردAppendix په چارچاپیره دایروی ډول دقاعدی څخه 1cm لری Seromuscular خیاطی په Taenia  کی وهل کیږی (Purse string) اویادZ په شکل Sero Muscular کوکونه وهل کیږی.ددی خیاطودکش کولوسره موازی دAppendix قاعده دپنس پواسطه دسیکوم داخل خواته فشارورکول کیږی اوښخیږی. فعلاً اکثراً جراحان Purse string وهل ضروری نه ګڼی. وروسته دAppendixلوژدتفتیش څخه چی په بله بطنی پتالوژی ونه موندل سی.پریتوان متعرضه عضله،منحرفه صغیره ،منحرفه کبیره دپوستکی لاندی طبقه اوپوستکی پلان په پلان ګڼل کیږی.که التهابی اپنډیکس سوری سوی وی دAppendix په لوژکی Drian تثبیت اوپه غیرددی Drain نه تثبیتیږی.
دیادونی وړده که دAppendix دقاعدی دLigat e اوقطع کولوڅخه وروسته سیکوم په کمه اندازه ازیمایی وه دسیکوم په نورمال ځای کی Purse string کوکونه وهل کیږی. په داسی حال کی چی سیکوم زیات ازیمایی وی دAppendix دقاعدی دLigate اوقطع کولوڅخه وروسته Purse string ته ضرورت نشته تنهادAppendixپاتی شوی Diathermy Stamp په واسطه Touchکیږی. که داپنډیکس قاعده Gangrenated وی دلری کولوڅخه وروسته قاعدی ته نژدی دوه کوکونه په سیکوم کی وهل کیږی اودناحیی دپاکولوڅخه وروسته تړل کیږی.

دAppendicitis داختلاطی اشکالودرملنه:۶

دPeri Appedicular Mass  تداوی
لکه څرنګه چی تری مخکی یادونه وسوه التهابی اپنډیکس دالتهابی مایع درشف کیدوڅخه وروسته اپندیکس دخپلومجاورواحشایعنی سیکوم Terminal Ilium کبیره ثرب اوجداری پریتوان په واسطه احاطه کیږی.
اوپه راسته حرقفی حفری کی یوکتله جوړه وی چی Appendix Mass یاAppendiculaire Plastron  په نوم یادیږی چی معمولاً ۴-۵ورځی وروسته د درد څخه رامنځته کیږی.دکتلی دجوړیدوڅخه وروسته دردکمیږی اوکانګی دریږی نوربطن نرم اوپه راسته حرقفی حفره کی دمڼی په اندازه دردناکه کتله موجودوی.
که نوموړی کتله اصغاشی معایی اوازونه اوریدل کیږی.

معمولاً Appendix Mass دوه سیره اختیاروی:-
۱- په ۸۰٪ پیښوکی کتله تدریجارشف اوله منځه ځی.
۲- یاداچی Appendix mass دقیح و خواته ځی اوAppendiculare Abscess چی ډریناژ ته ضرورت لری. که ډریناژ نه سی دحادمنتشرپریتونیت سبب ګرځی.
درملنه:کوم میتودچی په ۱۹۰۱کال کی دAjochsner Sherrenله خواوړاندی سوی دی تراوسه پوری تقریباً ټولومولفینوله خوادمنلووړدی.نوموړی جوړه شوی کتله باید چی فوراً عملیا ت نه سی ځکه چی په دی وخت کی عملیات اجراسی التهابی اپندیکس چی دکولمودعرواتواودثرب په واسطه چاپیره سوی وی ټول ارتشاحی اوماتیدونکی اودتسلیخ په وخت امکان لری چی دشدیدنزف،دکولمودجدارڅیری کیدل رامنځته سی اوپه دی ډول غایطه موادټول بطن ته انتشاروکړی،نوپه دی حالت کی ناروغ ته قوی مقدار(وسیع الساحه) انتی بیوتیک دMetronidazole اومایعات سره یوځای دوریدله لاری ورکول کیږی.اوهره ورځ بطنی کتله،نبض هر۴ ساعته وروسته،دحرارت درجه دورځی دوه ځلی اودوینی دسپینوکریواتوشمیرکنترولیږی.په هغه صورت کی چی دبطنی کتله ورځ په ورځ مخ په وړوکی کیدووی نبض،دحرارت درجه اودسپینوکریواتوشمیرنورمال خواته مراجعت وکړی تداوی ته ادامه ورکول کیږ ترڅوکتله بیخی ورکه شی.

۲-۳هفتی وروسته ناروغ دروغتون څخه رخصت او۶-۸هفتی وروسته په انتخابی ډول اپنډیکتومی اجراکیږ چی پورته څرکندونی په لاندی ډول خلاصه کولای سو:
۱- دبستر استراحت.
۲- دخولی اووریدله لاری دمایعاتوتطبیق.
۳- دنبض اودحرارت ددرجی تعین.
۴- هره ورځ دکتلی جس کول اودبطن دجداردپاسه دهغی حدودتعینول.
۵- دLeucocytosis معاینه کول.
۶- Chemotherapy.
برعکس که چیری کتله تقیح طرف ته لاړه شی یعنی کتله غټه دردناکه اومتموجه شی دلیکوسیت شمیرزیات سی، نبض اودحرارت درجه لوړه سی محافظه کارانه تداوی ته توقف اوابسی دډریناژلپاره عملیات ترسره کیږی.

دPeri Appendicular Abscess تداوی
که پاسنی تداوی سره بطنی کتله ورکه نه شوه اووروسته دغټیدوڅخه متموجه سوه یاپه بل عبارت ابسی تشکل وکړوپدی صورت کی دعملیات څخه مخکی اهتمامات نیول کیږی یعنی ناروغ ته معدوی تیوب تطبیق کیږی اوپه کافی اندازه داخل وریدی مایعات اوClindamycinد 1.5-2gr پوری دBacteroides  دمخنیوی لپاره دوریدله لاری ورکول کیږی اوبیاابسی فوراً ډریناژ اودامکان په صورت کی اپنډیکتومی اجراسی اوکه دابسی په جوف کی Appendix پیدانه سو،دډیرومانوروکولوڅخه جراح بایدډډه وکړی چی دابسی جدارڅیری نسی اوGeneral Peritonitis تاسیس ونکړی.
ابسی دډریناژتخنیک خصوصیات نظرپه موقعیت داسی فرق کوی:

۱- دهغه Appendicularابسی ډریناژچی الیوسیکل ناحیه کی موقعیت لری:
عملیاتی شق دهغه ناحیی په سربایداجراسی کوم چی ابسی په نوموړی ناحیه کی زیات سحطی موقعیت لری یاپه بل عبارت Flactuation یی زیات وی،که ابسی ژوره موقعیت ولری په دی وخت کی عملیاتی شق دMc.Burney ناحیی په عوض په راسته Prar Rectal ناحیه کی په طولانی ډول اجراکیږ اوکه ابسی لږانسی خواته موقعیت درلوده دنامه څخه کښته دمتوسط خط شق په واسطه ابسی ډریناژکیدلی سی وروسته له دی څخه چی دابسی چرک ډریناژسوی ناحیه کی Drain دتام ډریناژ په منظورایښودل کیږی.

۲- دهغه Appendicular ابسی ډریناژچی حوصلی موقعیت ولری:
باید وویل سی چی ددی نوعه ابسی عمده سریری تظاهرات عبارت دی له تبی،اومخاط لرونکی اسهال څځه چی مقعدی یامهبلی معاینی په واسطه یوکتله جس کیږی.
چی دی کتلی دمهبل یاریکتوم خواته تبارزکړی وی وروسته ددی څخه چی ریکتوم تخلیه اومهبل یاریکتوم دغیرمخرش Antiseptic محلولاتوپه واسطه پری منځل سو دکتلی په ښکتنی برخه کی دمهبل یارکتوم جدارله لاری ابسی دریناژاو وروسته د ډریناژدورکیدوڅخه پنروزDrainهم لری کیږی.وروسته ددوه یادری میاشتودیوبل عملیات په ترڅ کی Appendectomy اجراکیږی.

دPeritonitis دتاسیس په حالت کی تداوی:
دعمومی Peritonitis په څیروروسته داهماماتودنیولوڅخه عاجل بطنی ډریناژ دLaparatomy شق په واسطه صورت نیسی اوAppendectomy هم اجراکیږی چی دعمومی Peritonitis درملنی ته مراجعه وکړی. 
د Pyelophlebitis تداوی

کوم وخت چی داپنډیسایټس په سیرناروغ تبه جګیږی اوورته لړزه پیداکیږ دPyeliphlebitis دپیداکیدوخواته باید داکټرمتوجه شی ناروغ په قوی اندازه وسیع الساحه انتی بیوتیک تطبیق اودAppendectomy اجراکړی.په غیرددی امکان لری چی پیالی فلیبایټس دځیګردابسوپه شکل اخلاطی شی چی تداوی یی په دی وخت کی مشکله او۹۰٪ امکان لری چی ناروغ مړسی.

دحاد Appendicitis اختلاطات
کوم وخت چی Appendicitis ناروغ بی له تداوی پاتی سی دAppendixالتهاب پرمختګ کوی او امکان لری چی Appendixسوری سی یاداچی پیالی فلیبایټس منځ ته راشی.
۱- که دالتهابی Appendixسوری وړوکی وی یادعضویت دفاعی میخانیکیت زیات وی نوPeri Appendicular mass تشکل کوی چی دتشکل میکانیزم یی مخکی ذکرشو.

دسریری له نظره دAppendicitis اعراض اوعلایم شدت پیداکوی اوپه فزیکی معاینه کی په R.L.Q کی یوکتله جس کیږی چی حدودیی دډاکټرانوله خواپه صحیح ډول تعینیدای نسی.
اودشدید جس کولوڅخه باید تل ډډه وسی په غیرددی امکان لری چی تخریب اوعمومی پریتونیت منځ ته راسی. همداسی پد ی مرحله کی دLaxativ e دواګانوڅخه چی دغیرفنی اشخاصوله خواپه محلاتوکی توصیه کیږی باید ډډه وسی ځکه چی ددی دوا په واسطه دکولمواستداری حرکات زیاتیږی اوانتان انتشار کوی.که Peri Appendicular Mass بی تداوی پاتی سی،مرکزدکتلی چی سوری سوی اپنډیکس قرارلری التهاب فعالیت کوی اوچرک په مترقی ډول زیاتیږی چی په نتیجه کی Abscess منځته راځی چی دPeri Appendicular ابسی په نوم یادیږی.دسریری تظاهراتوله نظره سریری تظاهرات نورهم اضافه کیږی په فزیکی معاینه کی په R.L.Q کی یوه محدوده سوی کتله موجوده وی چی مرکزیی نرم اوFlactuant وی .

۳- که Peri Appendicular ابسی ډریناژ نه سی په هغه حالاتوکی چی Appendicitisحوصلی موقعیت ولری ابسی امکان لری چی په ریکتوم،یامهبل کی ډریناژسی.اوکه نورمال موقعیت ولری په بنفسی ډول دکولمواستداری حرکاتوپه واسطه جدار دابسی تخریب اوچرک دپریتوان په ازادجوف کی توییږی اوعمومی Peritonitis پیداکوی یاداچی دقوی جس په واسطه یاوروسته دغیرفنی تدادوی ګانولکه جلاب یااماله کولودابسی جدارڅیری کیږی اوعمومی Peritonitis رامنځته کیږی.که التهابی Appendixڅوځایه سوری سوی وی یاداچی سوری لوی وی اوعضویت دفاعی میخانیکیت کم وی دالتهابی اپندیکس څخه زیاته اندازه چرک دپریتوان په ازادجوف کی په ناڅاپی ډول توییږی کولمواوثرب ته دومره موقع نه پیداکیږی چی سوری شوی ځای چارچاپیره اومحدودکړی پدی ډول راساً عمومی پریتونیت منځته راځی.

۴.دباب وریددتقیحی Thrombophlebitis څخه عبارت دی چی په سیرداپنډیسایټس کی منځته اودسریری له نظره دناروغ تبه شدیده اودلړزی سره ملګری وی.ناروغ خفیف زیری پیداکوی څوساعته یاڅوورځی وروسته دځیګرناحیه دردناکه اوځیګرغټیږی،دځیګردابسی اعراض هم ورته پیداکیږ باالاخره دناروغ وضعه وخیمه اوSeptic Shock خواته ځی اوژرمرکیږی.که دAppendicitis مکروبی عامل Anaerobic مکروبونه وی کوم وخت چی Pyeliphlebitis دشدیدی تبی اولړزی سره شروع شودباب وریدترمنځ هواداخله اوپه ضرب دڅوساعتوکی ناروغ Septic Shock ته ځی اومړ کیږی.

Neoplasm of Appendix ۲
۱- کارسینوید تومور یاArgent Finoma Carcinod Tumor په Argentaffin نسج کی د Kulchistsky Cells of the crypt of Lieberkuhn چی په Vermiform Appendix کی قرارلری رامنځته کیږی. په هر۳۰۰-۴۰۰ اپندیکسو چی دهستولوژیک معایناتولپاره استول شوی کارسینویید تومورموندل سوی.

داپندیکس دنوروتومورونوپه پرتله کارسنوید ۱۰ چنده زیات لیدل کیږی. نوموړی توموردSub Acute او Recurrent Appendicitis سریری لوحه ورکوی.داپندیکس په هره برخه کی خاصتاً Distal ثلث کی زیات لیدل کیږی.تومورنسبتاً سخت اوکه تسلیخ سی ژیړ رنګ لری. دهضمی سیستم دنوروبرخوکارسنویی توموربرخلاف داپندیکس کارسینویید تومورناراً میتا ستاز ورکوی.که دتوموراندازه د2cm څخه کوچنی وی اپندیکتومی ورته کوو. اوکه دتوموراندازه د2cm څخه غټ وی اوسکوم جدار هم اخته سوی وی نوناروغ ته  Right side Colectomy ترسره کیږی.  

۲- Primary Adeno Carcinoma داپندیکس داتومورډیرنادردی.دکولون دAdeno Carcinoma له نوعی څخه دی.دRight side Hemicolectomy په واسطه تداوی کیږی.که Mucus seereting Carcinoma موجوده وی زیاتره وخت چوی اوټول بطن کی Mucus Seereting خبیث حجرات تتیږی.

ماخذ:Main Got,s Abdminal Opretion Surgery   
Subiston,Italiano         
Surgery Gen Common Sense Abdominal Surgery        
د ډاکټر صاحب شمېره: 0700310432
 
یادونه: دا موضوع په ورډ فایل کي هم کښته کولای سی: Appendicites
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته