تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ویټامین بي (Vitamin B)
  تعلیم الاسلام
  February 5, 2023
  0

 ترتیب کوونکی: اکرام الله درانی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
ويټامين بي (Vitamin B)
 
په  ١٨٩٧ م  کال يو هالينډي ډاکټر Eljkam په جاواکې پدي پوه شو هغه کسان چې ډيره موده يې پاکې شين شوب شوي وريجى خوړلي وي دوى ته يو ډول ناوغي چې د Beri__Beri په نوم ياديږي، پيداکېږي او دې داکټر فکر وکړ چې ممکن دغه گټور ماده  د وريجو څخه د شين شوب کولو په وخت کې جدا شوې ده او بيا په شلم قرن کې نورو پوهانو دا ماده د ويټامين B په نوم کشف کړه. 
 
و يټامينB  په اوبو کې منحل ويټامين دى چې څلور يې د انسان لپاره ضروري دي چې عبارت دې له (Vitamin B1,B2,B6,B12)  څخه.
 
 

 

  د Beri-Beri ناروغۍ عمده علايم عبارت دي له :

 

 
عضلاتي فلج ، عصبي نا قراري او نوري داسې  ناروغۍ د عصبى سيستم او يا د ويني په دوران کې ارتباط لري په ځوانانو باندي دا ناروغۍ په ناڅا په ډول حمله کوي او لومړني عوامل يې د ستړتيا احساس، په کار کې ناغيړي ، خفگان ، نا اميدي ډير ژر عصبانيت، دا شتها خرابيدل ، دزړه غټيدل او اعصابو ضعفيوالى او نورو ناروغېو څخه عبارت دي. 

 
 
د ويټامين بي (Vitamin B) گټي :
 
ويټامين B د بدن رگونه اواعصاب پياوړي کوي زړه او مغزو ته ډير گټور دي د ژوند په لومړي سر کې د A ويټامين په څير بدن ته وده ورکوي رنگ تر و تازه ، پوستکې غوړ پوست او شفاف ساتي.
 
د ويټامين B د کمښت ستونزې :
 
که ويټامين B  بدن ته ونه رسيږي د زړه ، ماغزو ، او اعصابو له زيانمنيدوسره هاضمه کمزورې کوي، لوږه له منځه ځي يعني اشتها بنده شي بدن اواعصاب خوږيږي د زړه سکون ورک شي عضلې يو ډول سوى پيدا کوي او ځيني وخت وپړسيږي .
 
 
 
 
د ويټامين B عمده منابع:
 
د ويټامين B د لاسته راوړلو لپاره بايد دغه لاندي خواړه وکاروى .غنم ، دال ، جوار چې پوستکې ولري يعني د دوئ په پوستکې کې ويټامين B شته په سابو ترکاريو، شودو، ماستو ، پنېر ، بادام ، پسته ، ينه ،غوښه او دهگۍ په ژيړو کې يې ويټامين B په زياته اندازه موجود دي او په تيره بيا د هگۍ ژيړ خود ويټامين B معدن دى د سابو او ترکاريو څخه پرته ويټامين B په ميوو کې هم شته .
 
ویټامینونه (Vitamins)
د ویټامین ډي ګټي او د ناروغیو مخنیوی
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته