تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قرآن کريم د پوهی نه منع کونکی څیزونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 14, 2021
  0

د قرآن کريم د پوهی نه منع کونکی څیزونه


تعلیم الاسلام ویب پاڼه


علامه زرکشی به البرهان كښ ليکلی دی چه چا کښ نهه صفات راشي نو هغه د قرآنکریم پوهه نشی حاصلولی او فائده نشي ورکولی۔ د فائدی په طور مختصر بیانیږی :


١ -  البدعة (بدعتی دقرآن کریم نه فائده نشی اخستی)


 ۲ -  [الإضرار على الذنب (په ګناه باندی یو انسان همیش والی کوی او توبه تريي نه أوباسی نو دا هم د قرآن نه فائده نشي اخستی)


۳ -  الكبر (د چا په زړه کښ چه تكبر وی چه حق له دیکه ورکوی او خلق ورته سپك ښکاری) لکه آیت کښ دی : 


سَأَصْرِفُ عَنْ آيَاتِيَ الَّذِينَ يَتَكَبَّرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ (الاعراف:۱۴۱)


(یعنی زه د خپلو آیتونونه هغه څوك آړوم چه په زړه کښي يي تکبر دي)


۴ - الهوى] (د خواهشاتوتابعداری)


۵  -   حب الدنيا(د دنیا سره محبت) لکه ددی تشریح به و روستو قرآن کریم کښ راځی چه د دنیا محبت څه شي دي ؟ هغه دا چه د الله تعالی حکم پريي مات کړي شی۔


۶ -  ان يكون غير متحقق الايمان (چه ایمان يئ قوی نه وی)


۷ -  ان يكون ضعيف التحقيق (چه د خبری تحقیق پوره نه کوی )یعنی بغیر دتحقيق نه د خبري تابعداری کوی او خپل تدبر او سوچ او كتب التفاسيرته رجوع نه کوی.


۸ – (ان يكون معتمداعلى قول مفسر فقط) (صرف دیو مفسر په قول اعتماد کوی )د خپل شیخ نه ئي څه اوریدلی وی بس همیشه دپاره همغه ترجمه او تفسیر کوی او نور تفاسير نه ګوری او خپل تدبرنکوی)


 ۹ -  ... (ان يكون راجعا الى معقوله)
(په خپل عقل اعتماد کوی چه بس زه پوهیږم) د استاذانو نه فائدي نه اخلی نو داسی انسان هم په قرآن کریم پوره نشی پوهیدلي بلكه ألته به د قرآن کریم تحریف کوی)وبالله التوفيق۔

 

ماخذ: تفسير حكمة القرآن ۱ جلد مقدمه د تفسیر


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته