تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اهل کتابو ته د الله پاک دعوت
  تعلیم الاسلام
  August 6, 2015
  0
 
ليکوال: مولوي عصمت الله عزام 
 
بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلی ونسلم علی رسوله الکريم  امابعد:
 
الله جل جلاله په قرآن کي يهوديانو او نصرانيانو ته بلنه ورکړې څوله هغه کاره لاس واخلي د کوم له امله چي بې لاري شوي دي الله سبحانه وتعالی فرمايلي دي:
 
يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللَّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِنْهُ فَآَمِنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَلَا تَقُولُوا ثَلَاثَةٌ انْتَهُوا خَيْرًا لَكُمْ إِنَّمَا اللَّهُ إِلَهٌ وَاحِدٌ سُبْحَانَهُ أَنْ يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَكَفَى بِاللَّهِ وَكِيلًا،لَنْ يَسْتَنْكِفَ الْمَسِيحُ أَنْ يَكُونَ عَبْدًا لِلَّهِ وَلَا الْمَلَائِكَةُ الْمُقَرَّبُونَ وَمَنْ يَسْتَنْكِفْ عَنْ عِبَادَتِهِ وَيَسْتَكْبِرْ فَسَيَحْشُرُهُمْ إِلَيْهِ جَمِيعًا (النساء:۱۷۱، ۱۷۲)
 
ژباړه: اې اهل کتابو! په خپل دين کي موبې اندازې تېری مه کوئ! او پر الله تعالی له حقه پرته بل څه مه واياست! خبره دا ده چي مسيح عيسی د مريمي زوی د الله رسول او هغه فرمان وو چي مريمي ته ئې ولېږی او د الله پاک له لوري يو روح وو نو پر الله او رسولانو ئې ايمان راوړئ! اومه وايئ چي (خدايان) درې دي، ډډه وکړئ همدا درته غوره ده، په حقيقت کي الله يوازينی خدای دی، هغه له دې پاک دی چي څوک د هغه زوی وي، د اسمانونو او زمکي هر څه خو يوازي د هغه دي، او الله  ساتونکی، څارونکی بس دی..نه هيڅکله مسيح له دې څخه شرم کوي چي د الله تعالی يو بنده واوسي اونه مقربي ملائکي، او هر څوک چي د الله تعالی له عبادته شرم او لويي وکړي نو ډېر ژر به  دوی ټول خپلي خوا ته الله راغونډ کړي.
 
په دې آيت مبارک کي عيسايانو ته خطاب شوی دی او ددوی د ناوړو عقيدو، د الله پاک او د حضرت عيسی عليه السلام په هکله د باطلو خيالاتو رد شوی او دوی ته د نېغي لاري په لور د يون کولو بلنه ورکول شوې ده.
 
اهل کتابو د حضرت عيسی عليه السلام په هکله له افراط او تفريط څخه کار اخيستی : نصاراوو افراط (تراندازې زياتوالی) کاوو، تردې چي هغه ئې ترهغي درجې پورته کړ، کومه  چي الله پاک ورکړې وه.
 
هغه د الله پاک له لوري ورکول شوې درجه د نبوت او پېغمبرۍ وه خودوی تردې مقام پورته کړ او د خدايي مرتبه ئې ورکړه او په پايله کي ئې  دده عبادت  شروع کړ.
همداراز الله جل جلاله فرمايي:
 
قُلْْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لاَ تَغْلُواْ فِي دِينِكُمْ غَيْرَ الْحَقِّ وَلاَ تَتَّبِعُواْ أَهْوَاء قَوْمٍ قَدْ ضَلُّواْ مِن قَبْلُ وَأَضَلُّواْ كَثِيراً وَضَلُّواْ عَن سَوَاء السَّبِيلِ (المائدة:۷۷)
ژباړه: (اې پېغمبره!-صلی الله عليه وسلم) ورته ووايه! اې کتاب والا وو! په دين کي موتر اندازې زيات ناحقه تېری مه کوئ او د هغو خلگو په هوسونو پسي مه ځئ چي لاړومبی هم خپله بې لاري شوي او هم ئې نور ډېر بې لاري کړي او له سمي نېغي لاري بل خوا اوښتي دي!!
 
علامه ابن کثير رحمه الله ددې آيت په تفسيرکي ليکي: يعني تر ټاکلې اندازې د حق په پلوۍ کي مه تېرېرېږئ! او هغه څوک چي تاسو ئې په تعظيم امرشوي ياست تر (خپلي مرتبې) مه پورته کوئ! نو چي تاسو ئې په هکله مبالغه وکړئ او تر دې چي د نبوت تر اندازې ئې د خدايي مقام ته ور وباسئ! څرنگه چي تاسو د مسيح (عليه السلام) په هکله وکړل، په داسي حال کي چي هغه د پېغمبرانو له ډلي يو پېغمبر دی، تاسو له الله پرته خدای وگرزوئ! او دا کارمو د گمراهۍ د مشرانو د اقتداء پرته د بل څه له امله نه دی کړی (يعني دليل نه ورباندي لرئ!)، هغه څوک چي ستاسو پخواني (مشران دي) د هغه چا له ټولۍ څخه دي چي پخوا بې لاري شوي وو. (تفسيرابن کثيرص:۵۸۴ج:۲) 
 
وصلی الله علی نبينا محمدوعلی آله واصحابه اجمعين
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته