تازه سرليکونه
ادب
 
  June 12, 2012
  0

 رالېږونکی: سیف الدین لودین

د کندهار پوهنتون
د ښووني او روزني پوهنځى
د ادبياتو څانګه

 

د نړۍ په زياتو قاموسونو او سيندونو کي دادب لغوي مانا تهذيب ، زړه سوى (عاطفه) مهرباني لطف، شفقت، مهرباني.....او داسي نور راغلې ده او پر لاندي څو برخو ويشل کيږي  لکه؛ د مجلس اداب، د ټولنې اداب او داسې نور ...
اصطلاحاً ادب هغه پوهه ده چې انسان پخپله وېنا او بيان کې له تېروتنو څخه ساتي، ځکه ادبي علوم هماغه علوم بلل کېږي چې د وينا ښه والی او بدوالی، غلط او صحيح، خوږوالی او پيکه توب ښيي او په منشور او منظوم کلام کې د فصاحت او بلاغت له خوا بحث کوي.

 د ادب په تعريف کې ويل شوي دي چې ادب د ښو الفاظو په وسيله د خپلو احساساتو او ادراکاتو يا د زړه خبرو ښکاره کول او د اوريدونکو په ذهن کې يې کښېنول دي. يعنې ادب يواځې د افکارو او روحي حالاتو اظهار نه دی، بلکه له يوه ذهن نه بل ذهن ته انتقال او ابلاغ هم په کې ملحوظ دی. دا انتقال که په ښه ډول او مهارت سره وي چې هم په کې ښه کلمات انتخاب شوي وي او هم د کلماتو د ښه ترکيب او ښه کارونې له مخې فصاحت او بلاغت په پام کې نيول شوی وي، ادب ورته ويل کېږي او که داسې نه وي نو عادي خبرې دي.

د ادب د کلمې ريښې
د ادب د کلمې اصل  يا ريښه (هذب) دی چې د (بې عيبه) مانا لري.  په لومړى هجري پيړۍ کي عربو د هذب کلمه د هغې ونې دپاره استعمالول چې ځينې ځانګې او ښاخونه به يې ځني قطع، يا فوجي کړل.

د وخت په تېرېدو سره وروسته دا کلمه له محسوساتو څخه  معنوياتو ته ولېږدېده او هدب به يې هغه چا ته  ويل، چې عيبونه به يې ورک سول او مهذب به شو. لغت پوهان ټول په دې باندي په يوه خوله دي چې د مهذب کلمه د يوه بشپړ انسان د پاره د ونې له تهذيبه رانقل شوې ده،ځکه چې معنوي او عقلي امور له حسي شيانو څخه ماخوذ دي لکه د عقل کلمه چې د اوښ له جلب، عقل، عقال څخه ماخوذ ده. نو د هذب کلمې ذال  په دال بدل شو او دغه ابدال په عربي کې ډېر مثالونه لري. لکه هذم، هدم، جدم، جذم، د قطع په مانا (ه) په (همزه) بدله شوه او دا ابدال هم په عربي کې متارف دی لکه اهل، آل، ماه، مه او داسې نور. نو هذب هدب شو او هدب په ادب بدل سو.

د ادب د کلمې تاريخ

ځينې ادب پوهان  وايي چې دا کلمه د جاهليت په زمانه او د اسلام په ابتدا کې نه وه ځکه چې نه د هغه وخت په ادبي اثارو کې راغلې ده او نه په قران کريم  کې شته.بلکې لومړی ځل دا کلمه په حديث نبوي شريف ((ادبني ربي فاحسن تاديبي)) کې ذکر سوې ده .((دا حديث محدثينوپه دغوالفاظو نه دي ضبط کړي))، ځينې نور ادبپوهان بيا وايي چې دا کلمه د جاهليت په زمانه کې هم وه او داچې د هغه وخت په اشعارو اوقران کريم  کې نسته ددې دليل نسي کېدای چې ګواکې دا کلمه په هغه وخت کې موجوده نه وه. دوی د خپلې مدعا د ثبوت دپاره دا دليل راوړي چې کوم وخت دا کلمه په حديث او اصحابو يا د تابعينو په اقوالو کې راغله او هېچا ېې د معنې او مفوم پوښتنه ونه کړه معلومه ده چې پخوا هم وه او ارتجالآ نه ده وېل سوې.

 وايي چې دا کلمه د حضرت علي (رض) په اقوالو کې هم ډېره راغلې ده او د جاهليت په وخت کې هم اکثم بن سيفي د بني تميمو مشهور خطيب ذکر کړی دی.

د عربو د ادب وېش
ادب د خپل جوهري او ذاتي وېش په لحاظ دوه ډوله دی:

ادب محض
ادب مخلوط

ادب محض
ادب محض هغه دی چې بې د بيان له لُطف او خوږوالي څخه او بې د بديع احساس له تحريکه بل مقصد او بله غايه په کې نه وي، لکه ځينې عشقي غزلې چې د عبدالرحمان بابا د حميد او خوشحال بابا او نورو شاعرانو په ديوانو کې ګورو يا ځينې منثور اشعار چې د طبيعي مناظرو يا د احساساتو او عواطفو تمثيل په کې وي.

ادب مخلوط
مخلوط ادب هغه ادب  ته ويل کيږي چې يو اديب کم تاريخي، علمي، اجتماعي مطلب په ادبي سبک کې راوړي او ادبي رنګ ورکړي نو دلته ادب واسطه ده او په لومړي صورت کې غايه ده.
په ټوليزه توګه د پښتو ادب د ادبپوهانو په اند په دوه برخو کې ويشل شوی دی. 

شفاهي يا ګړنی ادب 
ليکلی يا تحريري ادب 

١-  شفاهي ادب  ته په پښتو کي وګړنى ادب ،اولسي ادب اوفولکلوريک ادب هم وايي ،خو د کندهار اديبپوهان زيات وخت اولسي ادبياتو ته شفاهي ادب وايي ،که د شفا لغات ته را سو نو وبه وايو چه دا لغات اصلاً يو عربي کلمه ده چه پخپل ځان کي درې معناوي لري .

لومړى: شِفادزېر په درلودلو سره د دوزخ و اخرنى کندي ته وايي .
دويم: شفاء په پاى کي د همزه په ورکولو سره د صحت ،روغتيا په معنى ده .
دريم : شفاد شونډانو په معنى ده چه مراد مو ورڅخه خوله پر خوله دى .

اولسي ادبيات د يوې ټولني په غېږ کي زيږي ،وده کوي ،لوييږي،په زړونوکي ځاى نيسي خوله پر خوله او پښت پر پښت له ډېرو لرغونو زمانو راهيسي و نوي نسلونو ته رسيږي .
 شفاهي ادب  د پښتو زړې سندرې دي چې شاعر ېې نامعلوم وي - او بله برخه اولسي سندرې دي چې شاعران ېې معلوم وي-

لنډۍ،  لنډکۍ ، سروکی (مسريزه) ،نارې ،  چغيان (اننکی)، نکلونه ،متلونه، د سيندو سندری ، د کوشنيانو ادبيات (فولکلور) لکه اکو بکو،کيسۍ،باچاوزيرک....چی د ذهني ازموينی په غرض ويل کيږي - همدارنګه ځينی کيسې لکه انګک بنګک ، سرکۍ وزه او نورې د پښتو د شفاهي ادب نمونی دي -، پښتو ژبه د شفاهي ادب له پلوه تر نورو ټولو ورنيژدې او ورڅيرمو ژبو بډايه ژبه ده ،ددې برخي څيړونکي د شفاهي ادب بډاينه د ټولني د پرګنيو د ليک لوست په کښته کچه کي بولي .
 
ليکلی ادب: لکه قصيده  ،خوابنامه، الفنامه ، ساقي نامه ، رباعي ،مثنوي ،غزل،مناجات،حمد ، نعت،او اوسنۍ هايکو-

د لاس ته راغلی اثارو ځخه معلومیږي چي د پښتو د ليکلي ادب څيړنه له دوهمې هجرۍ پيړۍ د امير کروړ سوري له وياړنې څخه پيل کيږي - چې په 139 هجرۍ سپوږميز کال ېې ويلې ده او د پښتو ژبی املا څيړنه بيا د 612 هجرۍ دسليمان ماکوله تذکرةالاليا څخه کيږي - د ميا روښان خيرالبيان ، د اخوند دروېزه مخزن الاسلام ، د خوشال خان دستار نامه ، د ملا مست سلوک الغزا د خپلو خپلو ځانګړنو سره د خپل خپل پير او عصر غوره نمونې ګڼل کيږي -
د پښتو لمړی ګرامر په 1195 هجري کال د معرفته الافغان کتاب وو چې د نوميالي شاعر او ليکوال پير محمد کاکړتاليف دی - ګڼل کيږي چې وروسته دغه لړۍ تر اوسه روانه ده -

د پښتو ژبې لومړی لاس ته راغلې قصيده د اسعد سوري قصيده ده چې په 425 هجري کال ويل سوې ده - که څه هم ويل کيږي چې په اريايي ادب، پهلوي ادب کې قصيدې ته  ورته شعري جوړښتونه موندل کيږي ، خو ترکومه چې د لاس ته راغلو اسنادو خبره ده ، نو  دا قصيده له عربۍ څخه پښتو سوې کړې.
 
چې نونس تمهيدي او يولس خطابي بيتونه لري -
 
عرفاني افکار په پښتو ادبياتو په دريمه هجرۍ پيړۍ کي راننوتي دي. 

غزل په پښتو کې اووه سوه کلن عمر لري - لاس ته راغلې نمونه ېې د اتمې هجرۍ پيړۍ د اکبر د غزل يو څو بيتونه دي چې علامه حبيبي په پښتانۀ شعرا کې ځاۍ کړي دي -
 
د خپل ځان له ميړانې څه وييل کړم --- د عشق وير به تل پخپله پټول کړم
ما مدام لکه بورا په ګلو ګشت کړ ----- اوس به ځم په سرتور فراق د ګل کړم
د بيلتون له ويره ژاړم اوښکې وينې------ زه اکبر په خپل اشنا د سر ښندل کړم

همدارنګه د زرغونې کاکړ د بوستان ژپاړنه چې په نهمه هجرۍ پيړۍ کې ېې کړې د ژباړنې لومړۍ نمونه ګنل کيږي - نوموړې د شاعرۍ سره سره ښه خطاطه هم وه – ادامه لری......


 

 

سرته