رالېږونکی: عبیدالله تنویر
پــــــه آواز يـــې لاروي ستـوري روان دي
د ســهار مارغان پــــه ذکــر د رحمان دي
زړونـه زړونــــه ګــلابــــونه دي غـوړيږي
ازانــــــــګـــې را ورېــــدلـــــې د اذان دي
بس په غاړه يې د رب د ميــنې لاس دی
نــه پــه کار يې مرغلرې نــــه مرجان دي
پــه ديدن د ښـکلي هېڅوک نـــه مړيږي
داکـــانــــــونــه د آيـــنو ورتــه حـــيران دي
دغــه ونـــې چــــې ثنا وايي ، پـه دوی کې
پــــه لــکــــونو رحــيلــــونــــه د قـرآن دي
دکــاروان دغزل توري بـــه ګل ګـل شي
لــمـــــبولي يې د اوښـــکـــــو په بــاران دي
پير محمد کاروان