تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
غــــــــزل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 2, 2024
  0

ملا عزیز الرحمن ایاس/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

غــــــــزل

 

ارام نه کړي په انګړ کي د سینې زړه
له ما وړی دی د حسن سرچینې زړه

 

ډېر غمجن وم هغې وړی روح را پرېښود
پر ما وسوځېد د مرګ د پریشتې زړه

 

ستا په هجر کي دی دومره دردېدلی
لاس نیولی په سینه کي پر سینې زړه

 

چي په دې ځای کي هم ته رانه هېر نه شې
ما کړ رسم د جومات پر دروازې زړه

 

یوه ملاله درست لښکر ته روحیه ور کړي
یو ډارن کاږي له درستې قافیلې زړه

 

ړنګ قدم ورسره اخلم پر اوږو وړي
د شهیدو ارمانونو جنازې زړه

 

(ایاس جانه مُلا) ته ملامت نه یې
حسن وړي له چا بيخي بې ارادې زړه

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته