تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
قرآن ته رجوع
 
  December 24, 2011
  0

قرآن ته رجوع 

راسئ چي په گډه سپین قرآن په غور ولولو
خپل د دین اصول د حق کلام په غورولولو

دغه ستر قانون مودي الله را ته طبیق کړي
ډېر په صداقت به یې احکام په غور ولولو

خوندبه یې احساس کړو که مخلص اوسو په زړونو کي
 ښه په تسلې  بې هر فرمان  په غور ولولو

یو  به متحد  اختلافات به ټوله شاته کړو
 هرسورت ایات به خاص او عام په غور ولولو

زړونه به روښان او مطمئن کړو په دې پاک کلام
رڼا د احادیث کي بې پیغام په غور ولولو

سو به یې تسلیم و فیصلو ته نن پرهر ډ گر
کامل به مو ایمان سي که فرقان په غور ولولو

سپېڅلې عقیده یې تنها شرط بوله شیرزاده
شفاء د مرضو ده  کې درمان په غور ولولو

 

سرته