تازه سرليکونه
د (اقتصاد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلامي اقتصاد مصادر او سرچینې
  تعلیم الاسلام
  February 4, 2017
  0

 بسم الله الرحمن الرحیم

کمپوز: نذیر احمد هاشمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

حقیقت دا دی چي  د اسلامي اقتصاد د بنسټیز اصول او مصادر د اسلام د سپیڅلي لمر په څرک سره رامنځ ته شوي چي تر ټولو مهم مصادر او سرچینې یې دا دي:
 
۱: قرانکریم 
۲: نبوي سنت 
۳: اجتهاد 
 
لومړی اصل قران:
 
  قران کریم د اسلامي اقتصاد د بنسټیزو اصولو لومړنۍ سرچینه ده هغه سپیڅلي اصول او قواعد چي تل پاتي دي او د ژوندانه په بیلابیلو اړخونو کي نفوذ لري اسلامي اقتصاد په قراني لارښوونو باندي ولاړ دی په حقیقت کي قرانکریم په اجمالي توګه دغو احکامو ته شامل دی مګر تفصیلي اړخ يې نبوي مبارکو حدیثونو او اجتهاد ته پاتي شوی دی . 
 
دوهم اصل نبوي سنت:
 
نبوی مبارک سنت د لومړۍ سرچینی لپاره د بیان او تفسیر حیثیت غوره کوي لکه پدې باره کي الله جل جلاله فرمایي:
 
(... وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ) سورة النخل: ۴۴
ژباړه: او تاته مو پند ( قرآنکریم) نازل کړی دی تر څو یې خلګو ته هغه لارښووني څرګندي کړې چي د دوی د هدایت لپاره نازلي سوي دي او دوی ته ښایي چي په کښي فکر وکړي .
 
همدارنګه په نبوي سنتو کي په زرګونو داسي حدیثونه ګورو چي د اقتصاد بیلا بیلو فعالیتونونه لکه : کسب، لګښت ، خرڅول ، اخیستل چي په داسي نورو اقتصادي امورو پوري ارتباط لري بیان سوي دي .
 
دریم اصل اجتهاد : 
 
اجتهاد د پورتنیو دوو منابعو (قران کریم او نبوي سنت ) لپاره د سر پوښ حیثیت غوره کوي اجتهاد ته هلته اړتیا احساس کیږي چي د قضایاو د حل په جهت کي څرګند او واضح حکم موجود نه وي .
 
اړوند لیکني: اقتصاد
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته