تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پر یوه اړخ مي درد پر بل سکون دئ
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  January 25, 2024
  0

لیکنه: محمد قاسم یار/ تعلیم السلام ویب پاڼه 

پر یوه اړخ مي درد پر بل سکون دئ

 

پر یوه اړخ مي درد پر بل سکون دئ
د هستۍ یو نوم اجل بل یې ژوندون دئ


زړه طالب که د الفت په مدرسه کي
یاره عشق هلته استاد مینه مضمون دئ


لا مِعیار د سړیتوب مال و دولت دی
لا په دې ښار کي همدغه شوم قانون دئ


له پردي جنګه یې ساته زما د خاوري 
هره پېغله یې لیلا ځوان یې مجنون دئ


خدایه مینه د قلم ورکې په زړو کي 
جنګ خو هسي هم په برخه د پښتون دئ


بېګا خوب وینمه تاج پر سر باچا یم
چي را ویښ سوم سر مي پروت ستا پر زنګون دئ


بدرګه را سره ستوري وړمه(یاره)
هله هله د سپوږمۍ پر لوري یون دی

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته