تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شعر- د تقوا فضيلت
 
  December 23, 2011
  0

د تقوا فضيلت

حاجي عبدالحميد ارغنداوی

په تقوا کي فضیلت دی
ځکه دا مقام اوچت دی

هره چاره ښکلې ښکاري
په تقوا کي عظمت دی

نور به ژاړي ته به خاندي
د اسلام دا شرافت دی

له منکرو چي ځان ژغوري
برابر پر شریعت دی

کډي بار کاروان خوځیږي
مسلمان لره عبرت دی

په ژوندون توښه پیدا کړه
بل څراغ د آخرت دی

پر ګناه دي ندامت کړه
چي دنیا کي لا فرصت دی

د مېزان قاضي را یاد کړه
دا د ميني صداقت دی

د غفلت جامې کړه ليري
انتظار دي د قیامت کړه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته