تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په امام پسې سورة فاتحه ویل
 
  November 28, 2012
  0
 
 تعلیم الاسلام دارالافتاء

مسلسله شمېره : (۲۶۸)
 
نوم: هدایت الله
 
د اوسېدو ځای: ننګرهار 
 
سوال : د امام پسي صورت فاتحه لوستل جايز دي او کنه؟
 
جواب : زموږ  د احنافو په نزد به مقتدي چي په امام پسې ولاړ وي نه به فاتحه وایي او نه هم سورة چي دلایل یې په اجمالي طریقه سره دغه ذکر سوي دي: وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنْصِتُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ. (۱)
 
امام احمد صاحب رحمه الله ویلي دي چي دغه ایات په اتفاق سره د لمانځه په باره کي دی چي په جهري لمانځه کي استماع (اورېدل) او انصات (چپ درېدل) دي او په سري لمانځه کي انصات (چپ درېدل) دي. (۲)
 
جواب: مولوي عبدالهادي آغا
 الجواب صحیح: مولوي سید عبدالباري او مولوي محمد عمر خطابي
 
تعلیم الاسلام دارالافتاء
 کندهار افغانستان
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
(۱):سورة الاعراف، ایت ۲۰۴
 
(۲): رواه ابوحنیفة عن جابرقَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:: مَنْ صَلَّى خَلْفَ إِمَامٍ فَقِرَاءَةُ الْإِمَامِ لَهُ قِرَاءَةٌ. سنن دارالقطني و هکذا في معجم الاوسط و مسند ابي حنیفة لابي نعیم.
 
(۳): وقال علیه الصلاة والسلام: " إنما جعل الإمام ليؤتم به فإذا كبر فكبروا وإذا قرأ فأنصتوا " . رواه أبو داود والنسائي وابن ماجه
 
(۴):وفي حديث آخر: أن النبي صلّى الله عليه وسلم صلى الظهر، فجعل رجل يقرأ خلفه: سبح اسم ربك الأعلى، فلما انصرف، قال: «أيكم قرأ» أو أيكم القارئ، فقال الرجل: أنا، فقال: لقد ظننت أن بعضكم خالجنيها» أي نازعنيها. وهذا يدل على إنكار القراءة في صلاة سرية، ففي الجهرية أولى. فقه الاسلامي وادلته، ج۱، ۶۴۸
 --------------------------------
د امام شاته د مقتدي د قرائت نه ویلو ۳۲ دلایل
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته