تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي څلورو مذاهبو حرامه کړې ده
 
  July 1, 2015
  0
 
لیکنه: مولوي عبدالهادي حماد
 
درنولوستونکو لکه مخکي ، چي مو پردې خبره ډېر  ټینګار  وکړی ، چي افغاني ټولنه يوه حنفي مذهبه ټولنه ده يواځي هغه خبري ورته داعتماد وړ دي ، چي د حنفي مذهب فتوا وي   په تاسف سره بايد ووايم ، چې په معاصر وخت کي  يوه ليکوال د موسيقۍ د رواوالي لپاره ځيني داسي نکات راجمع کړي دي ، چي د څلورو مذهبونو څخه وتلي دي او که يې ديوه مذهب ديوه عالم نظر راوړی وي هغه د ليکوال مدعی نه ثابتوي ځکه هغه عالم په يوه نظر وي خو دی د هغه عالم د وينا څخه بل شی ثابتوي  ځکه امام رباني رحمة الله علیه  فرمايي: 

د موسيقۍ  په رواوالي کي دهیڅ فقيه عالم وینا نسته او نه يې يوفقيه روابولي. (المکتوبات  جلد:۱،  دمکتوب شمېره: ۲۶۶)

اوس که پدې فکرکي سو ،چي په څلورو مذهبوکي څنګه د رواوالي لاره نسته؟ نو په خپل وار سره به د څلورو مذهبونو علماوو نظريات په لږه اندازه راواخلو تر څو داعتماد تنده موپرې ماته سي او وویل سي: مشت نمونه خروار است.

موسيقي د حنفي مذهب له انده
مخکي  تر دې ، چي دحنفي مذهب دعلماوو ويناوي رانقل کړو ستاسو پام  يوه لنډکي مشهورحکايت ته راګرځوم ، چي "الاشباه والنظائر" نومي کتاب رانقل کړی دئ او د سيدنا امام ابوحنيفة رحمة الله علیه مذهب د موسیقۍ اړونده  ځني معلومیږي: يوه ورځ ، چي سيد نا امام ابوحنيفة رحمة الله علیه  يوه باغ ته د سيل لپاره راوتلی وو   پر لاري مشهور قاضی ابن ابي ليلي ورسره ملګری سو د لاري په اوږدو کي د داسي ښځو سره مخامخ سو ، چي سندری يې ويلې خو کله ، چي هغو ښځو دغه سپېڅلي مخور علمآء وليدل چوپ سوې امام ابوحنيفة رحمة الله علیه  چي ورته رانژدې سو نو ورته وې ويل:
 
"احسنتن"  يعني ښه مو وکړه  دڅه وخت په تېرېدو سره قاضي ابن ابي ليلي ته د دعوې يوه مقدمه راغله ، چي دامام ابوحنيفه رحمة الله علیه  دشاهدۍ ورکولو پکښي اړتيا وه کله ، چي امام ابوحنيفة رحمة الله علیه  شاهدۍ ته حاضر سو  قاضی ابن ابي ليلي ورته وويل: اې استا‌ده! ستا شاهدي نه قبليږي ځکه تا په هغه ورځ وسندر غاړو ښځو ته وويل چي ښه مو وکړه څوک چي داسي کوي یعني دسندر غاړو ښځو ناروا عمل ته ښه وايي دهغه کس شاهدي نه قبلیږي، امام ابوحنيفة رحمة الله علیه ورته وويل  : ما و ښځو ته پر سندرو ويلو ښه نه دی ويلي ځکه سندري ویل خو بد  عمل دی بلکي ما و ښځو ته پر چوپتيا ښه وويل يعني دا چي تاسو د سندرو څخه چوپ سواست دا مو ښه کاروکړئ. (۱) 

که دامام ابوحنيفة رحمة الله علیه  و پورتنۍ وينا ته ځيرسو نو بیخي په ښکاره معلومیږي، چي دده په اند موسيقي  هيڅ نه ده جایز.
 
د هدايې مؤلف ليکي: د سندرغاړي شاهدي نه قبليږي ځکه خلګ د کبيرې ګناه لپاره يوځای کوي.(۲) 

د هدايې د مؤلف د پورتنی قول په تشريح کي د موسيقۍ په اړه مشهور حنفي عالم محقق ابن همام رحمة الله علیه څو صورتونه بيان کړي دي ، چي زموږ دموضوع اړوند يې دخبرو خلاصه په لاندي  ډول ده: 

څرنګه چي  مؤلف صاحب عمومي سندرغاړي دشاهدۍ ورکولو څخه بې برخي کړي دي مګر حقيقت دادئ ، چي د هغه سندرغاړي شاهدي نه قبليږي ، چي سندري د موسيقۍ سره وايي او يا داسي سندري وايي ، چي موسيقي نه وي ورسره مګر ناوړه شعرونه وي لکه د ښځو صفت او يا دشرابو بيان پکښي سوی وي.  هغه شعرونه په ښايسته اواز سره ويل چي فاسق شعرونه نه وي اوموسيقي نه وي ورسره هغه پروانه کوي.  (۳)

نوکله ، چي د بې موسيقۍ سندرغاړي شاهدي نه قبليږي  نو د موسيقۍ والا به څه حال وي او ګناه به يې څومره وي؟

مشهور حنفي عالم علامه کاساني رحمة الله علیه ليکی: کوم سندرغاړی ، چي پر ځان باندي د سندرو ويلو لپاره خلګ را ټولوي تر څو دده دسندرو څخه خوند واخلي نوموړی سندرغاړی  فاسق دئ  شاهدي يې نه قبليږي که څه هم شراب نه چيښي اوکه يې داسی شعرونه په ښايسته اواز ويل ، چي غير شرعي الفاظ نه وه پکښې او موسيقي نه وه ورسره پروانه کوي نوموړی عالم زياتوي: دهغه موسيقۍ اورېدل ، چي په خپل ځان کي بده وي لکه  رباب ، سارنګۍ ، ( ځای ناستی يې لکه اوسنی کيبورډي کمپوز ) او يادوی ته ورته نورشيان ، اورېدل او ويل يې  حرام دي ، او کوم شيان ، چي په خپل ځان کې ناوړه نه وي لکه زنګ  ( يالکه اوس د ځينو بې سروزه تليفنونو زنګونه اويا د درسی ساعت دبدليدو زنګونه ) ، پروانه کوي. 

د هدايي شرح فتح القدير ليکی :داخبره ښه واورئ! چي موسيقي په ټولو اسماني دينونو کي حرامه ده. 

ردالمحتار دحنفي مذهب مشهور او معتمد کتاب دئ موسیقي حرامه ثابتوي او په دلیل کي د ابو هريرة رضي الله عنه  روايت رانقلوي ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: موسيقي اورېدل ګناه ده ، ورته کښېناستل  فسق دئ او خوند باندي اخستل کفردئ. 
الله جل جلاله  د سپېڅلو انسانانو د اوصافو د بيان په تعقيب فرمايي: 

لايشهدون الزور . ( سورة الفرقان ، الاية: ۷۲ )
 
مشهور مفسر ابوبکر جصاص رحمة الله علیه   د ابوحنيفة رحمة الله علیه  څخه د پورتني  ايت په تفسير کي داسي روايت کوي: د "زور" لفظ ، چي الله جل جلاله  ياد کړی دئ مراد ځني موسیقي ده. 

د ابوحنيفة رحمة الله علیه  د پورتني تفسير څخه په ښکاره معلوميږي ، چي دده په اند موسيقي حرامه ده.

موسيقي دشافعي مذهب له انده
د هند د نيمی وچي ( برصغير ) سترعالم علامه مفتی محمد شفيع رحمة الله علیه  په خپل کتاب "اسلام اورموسيقي" کي ليکي:
د ټولو شوافعو علماؤ پردې اتفاق دئ او وايي: هغه شعر ، چي غيرشرعي الفاظ پکښي وي اوشهواني قواوي راپاروي که په ښکلي اواز وویل سي حرام دئ همدا ډول  موسيقي ،چي شعر  ورسره نه وي او په انسان کي مستي پيدا کوي حرامه ده.

د شوافعو علماوو پردې خبره اتفاق دئ چي  دنامحرمه ښځي يا لغړزني هلک څخه څخه غزل اورېدل مطلقا حرام دئ که څه هم په پرده کي وي لکه معاصره موسيقي ، چي په افغاني ټولنه کي دود ده ، په کيسټونو اوسيډيانو کي خرڅيږي.

د شافعي مذهب ستر عالم امام غزالي رحمة الله علیه  دموسيقۍ او په ښکلی اواز دشعرونو په اړه ليکي: 
 
هغه شعر ويل حرام دئ ، چي غير شرعي الفاظ پکښي وي لکه پوچ و ورد ، بې حيا الفاظ ، دالله جل جلاله يا د رسول الله صلی الله عليه وسلم ، يا د اصحابو بد او يا د ښځو صفت پکښي وي که  څه هم موسيقی نه وي ورسره.

امام غزالي رحمة الله علیه  زياتوي:
دوهم هغه موسيقي د شعر پرته ږغول حرامه ده ، چي شهواني قوه راپاروي او سندرغاړي  يې استعمالوي لکه رباب ، سارنګۍ ، شپېلی اوداسی نور... 
 
دريم په ښکلي اواز سره د ښځي اويا لغړزني هلک شعر ويل حرام دئ  که موسيقي ورسره وي اوکه نه وي ورسره  ځکه د دوی داواز څخه دنورو شهوت پورته کيږي.
 
څلورم هغه کس ته موسيقي اورېدل حرام دي ، چي جنسي غوښتني باندي برلاسي وي لکه د نوي ځوانۍ پر مهال اوداسي نور وختونه  .
 
پنځم هغه عام سړي  ته په ښکلي اواز شعرونه اورېدل نه دی روا چي خپل زيات وخت باندي ضايع کوي  اوکه يې لږ  وخت ورکاوه نو پروا نه کوي البته ، چي دوديزه موسيقي ورسره نه وی لکه رباب ، سارنګۍ اوداسي نور... ځکه ، چي نوموړې موسيقی امام غزالي رحمة الله علیه  استثناء کړې ده.   

د امام غزالي رحمة الله علیه  د پورتني تحقيق څخه معلومه سوه ،چي يواځي موسيقي اورېدل نه دي روا ځکه موسيقي ، چي افغاني ټولنه د موسيقۍ په نامه پېژني هغه موسيقي امام غزالي رحمة الله علیه  حرامه ګرځولې ده اونه شعر دموسيقۍ سره روا دئ او نه دښځو په اواز کي شعر اورېدل روا دئ  او نه د لغړزنو شعر اورېدل روا دئ حاصل داچي په معاصر وخت کي ، چي کومي موسيقۍ  موږاورو  يا يې وينو د اورېدلو لپاره يې په شافعي مذهب کي هيڅ جواز نه سته.

موسيقي د مالکي  مذهب له انده
" المدونة الکبری" چي د مالکي مذهب يو معتمد او اساسي کتاب دئ د امام مالک رحمة الله علیه  نظر د موسيقۍ په اړه په ښکاره ټکو کي څرګند کړی دئ په نوموړي کتاب کي امام سحنون بن سعيد د خپل استاد عبدالرحمان بن قاسم عتقی څخه داسي پوښتلي دي:
 
 ايا امام مالک رحمة الله علیه  داواز ښکلا روا بلله ؟ استاد په جواب کي ورته ليکلي دي: امام مالک رحمة الله علیه  د قران تلاوت لا په ښکلي اواز مکروه ګڼی نو شعر ويل په غناء سره خو بيخي مکروه بولي.
 
همدا ډول نوموړی کتاب زياتوي: د امام مالک رحمة الله علیه  په اند موسيقي هم مکروه ده لکه ډول رباب ، شپېلی او داسي نور  که څه هم د واده او ښادۍ پر مهال وي. 

علامه محمد بن محمد د مالکيوو علماوو نظر د موسيقۍ په اړه داسي بيانوي:

د موسيقۍ پرته په ښکلي اواز شعر ويل جايز دي او د موسيقۍ سره ویل مکروه دي نوموړی عالم زياتوي:  د مالکيوو ځينو علماوو په آند حرام موسیقي حرامه ده که څه هم دلته د مکروه لفظ ذکر سوی دئ خو مقصد ځني حرمت دئ ځکه کله ، کله دمکروه څخه حرام اراده کيږي. 

موسيقي د حنبلي مذهب له اند ه
علامه ابن جوزي رحمة الله علیه  د حنابلوو فقهاؤ  نظر د موسيقۍ په اړه داسي بيان کړی دئ: د امام احمد بن حنبل رحمة الله علیه د مذهب علماء پدې نظر دي ، چي د سندر غاړي او رقاص  يعني نڅا کونکي شاهدي نه قبليږي. 

د حنبلي مذهب مشهور عالم علامه علي بن سلمان مرادوي ليکي: شعر په ښکلي اواز اورېدل د موسيقۍ پرته عبث کار دئ او د موسيقۍ سره اورېدل حرام دئ. 

ښاغلی مرادوي زياتوي: د فروع مؤلف ويلي دي: غناء مکروه ده مګر زياتو علماؤ حرامه بللې ده او صاحب ترغيب ويلي دي:
 زيات علماء پر دوهم قول باندي دي  يعني پر دې باندي ، چي غناء حرامه ده . 

 کله ، چي يوازي غناء يعني په ښکلي اواز شعر ويل حرام  يامکروه سوه نو د هغه شعر به څه حال وي چي موسيقي ورسره  وي؟

 حاصل دادئ ، چي د پورته تحقیق په نظر کي نیولو سره معلومه سوه ، چي د څلورو ريشتينو مذهبونو  پر موسيقۍ باندي بنديز لګولی دئ په هيڅ مذهب کي ورته د جواز لاره نسته  کوم شی چي په څلورو مذهبونو کي منعه وي او يو څوک يې دجواز لاره لټوي زما په اند داسي لاري لټول تخريب دئ الله جل جلاله  دي ، دی اوموږ ټوله د تخريب څخه وساتي  په ځانګړی توګه هغه تخريب چې په دين کي وي.

د موسيقي د اورېدونکي  لپاره عذاب
 
ښکاره خبره ده ، چي څوک د الله جل جلاله اطاعت کوي الله جل جلاله اجر ورکوي او څوک ، چي نافرماني کوي الله جل جلاله عذاب ورکوي چاته ، چې يې خوښه سي.

 څوک ، چي موسيقي اوري د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دښووني پربنسټ ويلای سو ، چي الله جل جلاله   عذاب ورکوي تر څو  توبه ونه باسي او الله جل جلاله  بخښنه ورته ونه کړي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي:

موسيقي اورېدل ګناه ده ، ورته کښېناستل  فسق دئ او خوند باندي اخستل کفردئ. 

په پورتني حديث کي ، چي د کفر لفظ راغلی دئ موخه ځني د نعمت نا شکري ده.  

د حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه  څخه روايت دئ ، چي يوه شپه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په غوږ كي د يوې سندري  ږغ راغلى رسول الله صلی الله علیه وسلم  وسلم درې ځلي وفرمايل: د دغه سندري ويونكي لمونځ نه قبليږي ، د دغه سندري ويونكي لمونځ نه قبليږي ، د دغه سندري ويونكي لمونځ نه قبليږي. 

د انس او عائشې ( رضى الله عنهما ) دواړو څخه داسي روايت دئ: رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: دوه اوازونه دي ، چي په دنيا اواخرت كي ور باندي لعنت  دئ: يو د  موسيقى ږغ دئ چي د خوشحالۍ پر مهال وي او دوهم د وير كولو ږغ دئ ، چي د غم پر مهال وي. 

حضرت ابوامامة رضي الله عنه  فرمايي دى: كوم سړى ، چي د سندري اواز پورته كړي الله جل جلاله  دوه شيطانان را واستوي  د نوموړي سندرغاړي پر اوږو كښېني او پر ځيګر يې پښې تر هغه وخته ښوروي تر څو د سندري ويلو څخه چوپ كيږي. 
 
دامام شعبي رحمه الله څخه داسي روایت دئ: پر سندري ويونكي او پرهغه چا چي سندري ورته ويل كيږى د الله جل جلاله  لعنت دئ. 

محدث ضحاك رحمه الله فرمايي: سندري د مال تاوانول دي او د الله جل جلاله  ناراضي ده. 
 
ماخذ: موسیقي او نوي لیکوالان
 
-------------------------
نوري لیکني:
موسيقي قرانکريم حرامه کړې ده / موسیقي په اسلام کي
موسيقي رسول الله صلی الله علیه وسلم حرامه ګرځولې ده
موسیقي په اسلام او ساینس کي 
 
 --------------------
۱: الاشباه والنظائرصفحه: ۶۵۰
۲: هدايه ، کتاب الشهادات ، جلد: ۳ صفحه:۱۶۲
۳:فتح القدير، جلد:۶،  صفحه: ۳۶
۴: بدايع اوصنايع ، جلد:۶،  صفحه: ۲۶۹
۵: فتح القدير،  جلد:  صفحه: ۴۸۱ 
۶: ردالمحتار،  جلد: ۵،  صفحه: ۲۲۳ ، نيل الاوطار،  جلد: ۸،  صفحه: ۱۰۰
۷ : احکام القران،  جلد: ۳ ، صفحه: ۴۲۸
۸ : احياء العلوم، جلد: ۲ ، صفحه: ۲۵۰  
۹: المدونة الکبری ، باب  في اجارة دفاف والشعر والغناء ، جلد:۱۱،  صفحه:۶۳ .
۱۰: مواهب الجليل ، جلد:۴،  صفحه: ۹
۱۱ : تبليس ابليس صفحه: ۳۰۰
۱۲: الانصاف،  جلد: ۱۲،  صفحه:۵
۱۳: الانصاف،  جلد: ۱۲،  صفحه:۵
۱۴: ردالمحتار،  جلد: ۵،  صفحه: ۲۲۳ ، نيل الاوطار،  جلد: ۸،  صفحه: ۱۰۰  
۱۵: ردمحتار ،  جلد: ۵،  صفحه: ۲۲۳  
۱۶: نيل الاوطار،  جلد: ۸،  صفحه: ۱۰۰  
۱۷: رواه بزاز وابن مردويه والبهيقى وذكره الكنز عن الضياء كنزالعمال ، جلد:۷ ،  صفحه: ۳۳۲  
۱۸: اخرجه ابن ابى الدنيا و ابن مردويه ، ورواه طبرانى باسانيد ورجال وثقوا وضعفو ا. مجمع الزوائد  ، جلد: ۳،  صفحه: ۱۳۰
۱۹: اخرجه ابن ابي الدنيا والبیهقى فى شبعه.، رقم: ۴۷۵۱
۲۰: روح المعانى،  جلد  :۲۱ ، صفحه: ۲۸  
 

سرته