تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة النور لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 10, 2023
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سورة النور لنډه پېژندنه 


سورة النور - د مصحف او تلاوت په اعتبار ۲۴ سورة دئ چي په مدينة منورة کي نازل سوی دئ.

 

سورة النور ۶۴ آية لري او ۹ رکوع لري.

 

د دې مبارک سورة نوم د ۳۵ آية کريمې څخه اخستل سوی دئ، چي الله (ذوالجلال والاکرام) خپل ځان ته نور د آسمانونو او مځکي ويلی دئ.

 

 ٱللَّهُ نُورُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ مَثَلُ نُورِهِۦ كَمِشْكَوٰةٍۢ فِيهَا مِصْبَاحٌ ۖ ٱلْمِصْبَاحُ فِى زُجَاجَةٍ ۖ ٱلزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌۭ دُرِّىٌّۭ يُوقَدُ مِن شَجَرَةٍۢ مُّبَـٰرَكَةٍۢ زَيْتُونَةٍۢ لَّا شَرْقِيَّةٍۢ وَلَا غَرْبِيَّةٍۢ يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِىٓءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌۭ ۚ نُّورٌ عَلَىٰ نُورٍۢ ۗ يَهْدِى ٱللَّهُ لِنُورِهِۦ مَن يَشَآءُ ۚ وَيَضْرِبُ ٱللَّهُ ٱلْأَمْثَـٰلَ لِلنَّاسِ ۗ وَٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌۭ

 

په سورة النور کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي

 

۱-  د زناء کوونکو له پاره سزاء او د درواغو شاهدي وړاندي کولو له پاره سزاء په دې سورة کي ټاکل سوې ده.

 

۲-  د دې حکم چي: که يو کس د خپل ښځي په خلاف شاهدي اداء کي چي زنا ئې کړې وي او نور شاهدان نه وي موجود.

 

۳-  د رسول الله ﷺ پر کوروالا بي بي (ام المؤمينون عائشة الصديقة) باندي تور تړل او تهمت ويل، چي بيا د هغې د معصوميت په باب الله (رب العزة) آيتونه نازل کړل.

 

۴-  بغير خپل د کور څخه د بل و کور ته د داخلېدلو احکام او قوانين.

 

۵-  د نارينه او ښځينو د يو ځای والي او اجتماعيت احکام.

 

۶-  د واده او نکاح کولو په هکله د الله (عزوجل) له لوري قوانين.

 

۷-  الله (تبارک و تعالی) د آسمانونو او مځکي نور دئ.

 

۸-  الله (جل جلا له) وريځي را ولي او باران ځني اوروي.

 

۹-  الله (رب العلمين) هر څه د اوبو څخه جوړ کړي دي.

 

سورة النور د اجتماعي ژوند له پاره ډېر اړين دئ.

 

حضرت عمر (رضی الله عنه) خپل د خلافت په وخت کي يو فرمان جاري کئ، چي خپل ښځو ته سورة النور ور زده کئ.

 

که نا واده سوې ښځه يا نارينه پر زنا وليدل سوه، او شاهدان باندي تېر سوه نو اسلامي حکومت به د خلګو مخ ته دوی سل دورې وهي.

 

الله تعالی مؤمينان پاک او سپېڅلي پيدا کړي دي، نو ځکه د مؤمن نارينه له پاره پاکه ښځه او د مؤمني ښځي له پاره پاک او طيب نارينه دي.

 

زنا-کاره ښځه او نارينه الله تعالی پر مؤمينانو حرام کړي دي.

 

د زاني ښځي يا زاني نارينه نکاح د مشرک يا د بل زاني سره کيږي، خو نه د مؤمن سره.

 

او که چا د پاکي ښځي د زنا شاهدي ورکړه ، خو هغه ۴ څلور شاهدان ئې حاضر نه سوای کړای، نو هغه شاهد (چي د زنا د ليدو دعوه ئې کړې ده، بايد) ۸۰ (اتيا) دورې ووهل سي، او بيا هيڅ کله ئې شاهدي مه قبلوئ.

 

يقيناً هغه کسان چي په پاکو، بې خبرو مؤمن ښځو باندي تور (تهمت) لګوي، پر هغو باندي په دې دنيا کي او په آخرت کي لعنت دئ.

 

اې مؤمينانو کله چي تاسو بغير خپل د کوره و بل کور ته داخلېږي، نو اجازه واخلئ او د هغه کور و خلګو ته سلام ور واچوئ. او که څوک نه وه په هغه کور کي، نو مه ورځئ، تر څو اجازه مو نه وي تر لاسه کړې. 


او که د کور خلګ در ته ووايي چي ولاړ سه، نو بيا ځني ولاړ سه، دغه مو په خير ده که تاسو پوه سئ.

 

مؤمن نارينه او مؤمن ښځينه دي خپل سترګي د نامحرم د کتلو څخه کښته کي. او خپل د فرج حفاظت وکئ، يقيناً چي الله تعالی په هر څه ښه خبر دئ.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته