تازه سرليکونه
د (اقتصاد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اوبو تنظیم او ساتني ته باید حق اولیت ورکړل سي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 4, 2023
  0

لیکنه: انجینر مطیع الله ذهین/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د اوبو تنظیم او ساتني ته باید حق اولیت ورکړل سي 


نن د اوبو او د اوبو د منابعو تنظیم او ساتنه خورا مهمه او حیاتي مسئله ده؛ خو د یوه سالم او مؤثره مدیریت، عملي طرحي او کنټرول د نه موجویت په سبب اوس د لمريزي برېښنا په وسیله هره ورځ په زرونو او لکونو متره مکعبه اوبه په غير مسلکي او خورا بې رحمه ډول د مځکي څخه راایستل کیږي. دا په داسي حال کي چي دا عمل په پرمختللو هيوادونو کي مطلق جرم بلل کیږي، حتي په هغو هیوادونو کي هم چي موږ ئې له جوړي سوي لمریزي برېښنا څخه د خپلو طبیعي منابعو په تخریب کي استفاده کوو. 


که مو د روانو اوبو د مدیريت او تنظیم او د تحت الارضي اوبو د ساتني اساسي غم ونه خوړل سي باور وکړئ، چي لږ وخت وروسته به په کلو، اطرافو او حتي په ښارونو کي به هم د چښلو اوبه په خورا سختۍ سره پیدا کیږي.


له یوې خوا اقليمي بدلونونه او وچکالۍ دي او له بلي خوا د اوبو او د اوبو د منابعو سره زموږ دغسي بې رحمه او ظالمانه کړني دي.


په حمامونو، موټر شويانو، د معدني اوبو په کمپنيو، صنعتي او تولیدي فابریکو، هوټلونو او زموږ په کورونو کي د اوبو تر حد ډېر استعمال د اوبو سطحه ټيټه کړې او له بلي خوا د لمريز برېښنا په وسیله د اوبو راکښلو دا موضوع نوره هم پېچلې کړې.


افغان حکومت ته په کار ده، چي دې موضوع ته جدي او اساسي توجه وکړي او په هیواد کي د موجودو ظروفو او فرصتونو څخه پر وخت او په اغېزمن ډول استفاده وکړي او د اوبو د منابعو تنظیم، مدیریت او ساتني ته حق اولیت ورکړي.

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته