تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلام کي د غلامی حقیقت
 
  March 21, 2017
  0

رالېږونکی: مطیع الله عابد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

دا اشکال چي اسلام کوم چي د انسانیت د حقوقو تر ټولو زیات محافظ دی، هغه د غلامی اجازت ولي ورکوي؟

 په حقیقت کي دا اشکال په دې وجه پیدا کیږي، چي د اسلام جائز سوې غلامي یې د نورو مذهبونو او قومونو په غلامۍ باندي قیاس کړې ده. حال دا چي اسلام غلامانو ته کوم حقوق ورکړل او په معاشره کي یې دوی ته کوم مقام ورکړی د هغه څخه وروسته هغه صرف په نامه غلامي پاته سوه. که نه نو په حقیقت کي هغه یوه ورورلي جوړه سوې ده او که ددې په حقیقت او روح باندي نظر وسي، نو په ډیرو صورتونو کي د جنګي قیدیانو سره ددې څخه ښه صورت ممکن نه دی. 

مشهور مستشرق موسیو ګستاؤلیبان په خپل کتاب ( تمدن عرب) کي لیکي: 

غلام لفظ کله چي د یو داسي اروپايي سړي په مخکي وویل سي کوم چي د دیرشو کالو په دوران کي د لیکل سوی د امریکايي روایتونو د ویلو عادي وي، نو د هغه په زړه کي د هغو مسکینانو تصور راځي کوم چي په زنځیرونو کي بند سوي وي د هغوی په غاړو کي طوقونه پراته وي او دوی په کوړو وهل او شړل کیږي، د دوی خوراک د دوی د ژوندي پاته کیدو د پاره هم کافی نه وي او دغو ته د اوسیدو د پاره د تیارو کوټو څخه ماسوا بل څه نه وي، زما دلته ددې سره څه بحث نسته چي دا تصور تر کومه حده پوري درست دی او انګریزانو د څو کالو څخه په امریکه کي چي څه ویلي دي دا خبري په هغه صادقي دي او که نه ؟ 

لیکن بلکل یقیني خبره ده، چي د اهل اسلام په نزد د غلام تصور د نصاراوو په نزد د غلامانو د تصور څخه بالکل مختلف ده. ( منقول از دائرة معارف القرآن لفرید وجدي ص۲۹۷ ج ۴ ماده: استرقاق)

 حقیقت دا دی چي ډیر صورتونه داسي وي په کومو کي چي د قیدیانو د غلام جوړولو څخه ښه بله لاره نه وي، ځکه چي که غلام جوړ نه سي نو درې صورتونه عقلا ممکن وي:

یا قتلول
یا ازاد پریښول
یا دائمي قیدي جوړول

او ډیر واره دا درې صورتونه د مصلحت خلاف وي قتلول ځکه مناسب نه وي، چي قیدي د ښو صلاحیتونو مالک وي په ازاد پریښوولو کي یې ځیني وخت خطره وي چي دارالحرب ته به ولاړ سي او د مسلمانانو د پاره به بیا عظیمه خطره جوړه سي.

اوس دوه صورتونه پاته کیږي یا خو دائمي قیدي جوړول د نن صبا په شان یو ځای په جلا جزیره کي غورزول (لکه غربي نړۍ چي په خپل مخکني او اوسني عصر کي کړي دي)، یا یې غلام جوړول چي دده د صلاحیتونو څخه کار اخیستل او دده د انساني حقوقو پوره حفاظت وسي.

هر سړی فکر کولای سي چي په دې کي ښه صورت کوم یو دی؟ خصوصاً هر کله چي د غلامانو په باره کي د اسلام نقطه نظر دغه دی کړم چي په یو معروف حدیث کي سردار دو عالم صلی الله علیه وسلام په لاندي الفاظو سره بیان کړي دي:

(إِخْوَانُكُمْ جَعَلَهُمُ اللَّهُ تَحْتَ أَيْدِيكُمْ فَأَطْعِمُوهُمْ مِمَّا تَأْكُلُونَ وَأَلْبِسُوهُمْ مِمَّا تَلْبَسُونَ وَلاَ تُكَلِّفُوهُمْ مَا يَغْلِبُهُمْ فَإِنْ كَلَّفْتُمُوهُمْ فَأَعِينُوهُمْ. (بخاري، مسلم ابوداود وغیره)
 
ژباړه: ستاسي غلامان ستاسي وروڼه دي، کوم چي الله جل جلا له ستاسي د لاس لاندي کړي دي پس د چا ورور چي  دده د لاس لاندي وي هغه لره پکار دي، چي ده ته هم هغه خوراک ورکوي کوم چي دی یې په خپله خوري او هغه ورته اغوندي کوم، چي دی په خپله اغوندي او په ده داسي بوج نه وراچوي د کوم چي په هغه کي د برداښت طاقت نه وي او که په ده دداسي کار بوج ورواچوي نو په خپله دي هم د هغه مرسته کوي.

تمدني حقوق: د معاشرتي او تمدني حقوقو په اعتبار سره چي اسلام غلامانو ته کومه مرتبه ورکړه هغه د آزادو افرادو سره قریب، قریب برابره ده. 

د نکاح حقوق: همدارنګه د نورو قومونو په خلاف اسلام غلامانو ته د نکاح نه صرف دا چي اجازت ورکړی دی بلکي مالکانو ته یې د: (وَأَنْكِحُوا الْأَيَامَى مِنْكُمْ) ایت په ذریعه ددې تاکید کړې تردې چي هغه د ازادو ښځو سره هم نکاح کولای سي.

مالي حقوق: په مال غنیمت کي د دوی حصه د ازادو مجاهدینو سره برابره ده، او دښمن ته په امان ورکولو کي دده قول داسي معتبر دی لکه څنګه چي د ازادو افرادو وي.

معاشرتي حقوق: په قران او حدیث کي د دوی سره د حسنِ سلوک دومره احکام راغلي دي، چي د هغو په جمع کولو سره یو مستقل کتاب جوړیدای سي. تر دې چي د حضرت علی رضی الله عنه ارشاد دی، چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژبه مبارک چي کوم الفاظ په اخري وخت کي جاري وه چي تر دې الفاظو وروسته نبي کریم صلی الله علیهم وسلم د خالق حقیقي سره یو ځای سوه هغه دا الفاظ وه:

(الصَّلاَةَ الصَّلاَةَ اتَّقُوا اللَّهَ فِيمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ) ( ابوداود، باب فی حق المملوک) 
 
ژباړه : د لمانځه خیال ساتئ، د لمانځه خیال ساتئ! د خپل لاس لاندي غلامانو په باره کي الله جل جلاله څخه ووېریږئ.

د تعلیم او زده کړي حقوق: د غلامانو د تعلیم اوتربیت چي کومي موقعې اسلام فراهم کړي دي ددې اندازه ددې خبري څخه لګول کیږي، چي د عبدالملک بن مروان په زمانه کي د اسلامي سلطنت تقریبا په ټولو صوبو کي د علم او فضل د اعلی درجې هغه خلګ چي خلګو به ګټه ورڅخه اخیستل او ورته به راغونډیدل هغه ټول غلامانو وه چي واقعات يې د تاریخ په ډیرو کتابونو کي مذکور دي.

د غلامۍ د ختمولو تدریجي پلان: بیا د غلامۍ د نوم ختمولو یا کمولو د پاره د غلامانو د ازادولو دومره فضائل په قرآن او حدیث کي وارد سوي دي، چي شاید یوه نیکۍ ددې برابري نه سي کولای.

په مختلفو فقهي احکامو کي د غلامانو د ازادولو د پاره بهانې لټول سوي دي.

- د روژې کفاره
- د قتل کفاره
- د ظهار کفاره
- د قسم کفاره

په دې ټولو صورتونو کي د ټولو څخه اول حکم دا مذکور دی، چي غلام دي ازاد سي تردې چي په حدیث کي دا هم فرمایل سوي دي چي که چا په ناحقه غلام په څپېړه ووهی نو کفاره یې دا ده چي هغه دي ازاد سي. ( صحیح مسلم، باب صحبة الممالیک)

د عمل په میدان کي: همدارنګه صحابه کرامو رضی الله عنهم چي به څومره په کثرت سره غلامان ازادول د هغه اندزاه ددې خبري څخه کیدای سي، چي صاحب د ( النجم الوهاج ) د ځیني اصحابو رضی الله عنهم د ازاد کړو غلامانو تعداد نقل کړی دی: 

حضرت عائشه رضی الله عنها ( ۶۹)
حضرت عباس رضی الله عنه ( ۷۰)
حضرت حکیم بن حزام رضی الله عنه ( ۱۰۰)
حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنه ( ۱۰۰۰)
حضرت عثمان غني رضی الله عنه ( ۲۰)
حضرت ذوالکلاع حمیري رضی الله عنه ( ۸۰۰۰) صرف په یوه ورځ کي
حضرت عبد الرحمن بن عوف رضی الله عنه (۳۰۰۰۰) (فتح العلام شرح بلوغ المرام)

ددې څخه معلومه سوه چي صرف اووه صحابه کرامو رضی الله عنهم یو کم څلویښت زره دوه سوه یو کم شپیته (۳۹۲۵۹) غلامان ازاد کړل او ظاهره ده، چي د نورو زرګونو صحابه کرامو رضی الله عنهم د ازاد کړو غلامانو شمېر به ددې څخه ډیر زیات وي.

د جنګي غلامانو سره احسان:
 
غرض دا چي اسلام چي د غلامي په نظام کي کوم  هراړخیز اصلاحات وکړل نو کوم سړی چي دې ته د انصاف په نظر وګوري نو هغه دې نتیجې ته د رسېدو څخه بغیر نه سي پاته کیدای، چي دا د نورو قومونو د غلامي پر احکامو قیاس کول بالکل غلط دي، او ددې اصلاحاتو څخه وروسته د جنګي قیدیانو د غلام جوړولو اجازت پر دوی یو عظیم احسان جوړ سوی دی.

دلته دا هم یاد ساتل په کار دي چي جنګي قیدیانو د غلام جوړولو حکم صرف د اباحت او جواز تر حده پوري دی. یعني که اسلامي حکومت د مصلحتونو مطابق وګڼي، نو دوی غلامان جوړولای سي. داسي کول مستحب یا واجب فعل نه دی بلکي د قرآن او حدیث د مجموعي ارشاداتو څخه د ازادولو افضل والی معلومیږي او دا اجازت هم تره هغه وخته پوري دی ترڅو چي ددې خلاف د دښمن سره  څه وعده نه وي او که د دښمن سره دا وعده وسي چي نه به هغه زموږ قیدیان غلامان جوړوي او نه به موږ د دوی قیدیان نو بیا به ددې وعدې پابندي لازمي وي زموږ په زمانه کي ددنیا ډیرو ملکونو داسي وعده کړیده، په دې وجه چي کوم اسلامي ملکونه په دې وعده کي شریک دي د دوی دپاره غلام جوړول تر هغه وخته پوري جائز نه دي ترڅو پوري چي داوعده قائمه وي.

ماخذ: معارف القران، علامه مفتي محمد شفیع رحمه الله: ج۹، ص ۳۶، ۳۷- پښتو. مکتبه حبیبیه / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
----------------------------------
په پرمختللې نړۍ کي د غلامۍ ګرم بازار
 

سرته