تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
رضاعي خپلوان
 
  December 29, 2011
  0

د رَضَاعَت او شيدو رودلو لكبله چي كوم كسان مَحرَم ګرځي او بيا يې هيڅ كله نكاح نه ورسره صحيح كيږي هغوى دا دي :

رضاعي مور : رضاعي مور هغي ښځي ته وايي چي هلك يا نجلۍ د خپل عمر په دوه كلنۍ كي د هغې شيدې رو دلي وي  .
رضاعي پلار : رضاعي پلار هغه چا ته وايي چي هلك يا نجلۍ د هغه د ښځي شيدې رودلي وي 
ښځه چي دوه كلن كوچني ته يا تر دوو كلنو د كم عمر كوچني ته خپلي شيدې وركړي د همدې ښځي مېړه ددې كوچني رضاعي پلار ګرځي .
رضاعي نيكه : د رضاعي مور پلار او همدا ډول د رضاعي پلار پلار ته رضاعي نيكه وايي .
رضاعي انا : د رضاعي مور و مور ته او همدا ډول د رضاعي پلار و مور ته رضاعي انا وايي .
رضاعي عمه او اكا : د رضاعي پلار و خور ته رضاعي عمه او د رضاعي پلار و ورور ته رضاعي اكا وايي .
رضاعي خاله او ماما : د رضاعي مور و خور ته رضاعي خاله او د رضاعي مور و ورور ته رضاعي ماما وايي .
رضاعي ورور او خور : د رضاعي مور او د رضاعي پلار و زامنو او لوڼو ته رضاعي وړونه او خوېندي وايي .
رضاعي ورېرونه او ورېرې ګاني : د رضاعي ورور زامن او لوڼي رضاعي ورېرونه او رضاعي ورېرې ګاني كيږي .
رضاعي خوريان او خورځې ګاني : د رضاعي خور زامن او لوڼي رضاعي خوريان او رضاعي خورځې ګاني كيږي .
رَضاعي زوى : ښځه چي هلك ته خپلي شيدې وركړي دا هلك ددې ښځي رضاعي زوى ګرځي .

همدا ډول د دغي ښځي د مېړه هم دا هلك رضاعي زوى ګرځي .
ددغه هلك زامن او لوڼي ، لمسيان او لمسياني د دغي ښځي او د هغې د مېړه لمسيان او كړوسيان كيږي ، هيڅ كله يې تر منځ نكاح نه صحيح كيږي .
رضاعي مږور : د رضاعي زوى ښځه د سړي رضاعي مږور كيږي ، لكه څه ډول چي د نَسَبِي مږور يعني د نَسَبِي زوى د ښځي سره نكاح نه صحيح كيږي همدا ډول د رضاعي زوى او د رضاعي لمسي د ښځي سره هم نكاح نه صحيح كيږي .
رضاعي لور : ښځه چي نجلۍ ته خپلي شيدې وركړي دا نجلۍ ددې ښځي رضاعي لور كيږي ، همدا ډول ددې ښځي د مېړه هم دا نجلۍ رضاعي لور كيږي ، هيڅكله يې هم نکاح نه ور سره صحيح كيږي ، ځكه دا يې رضاعي لور ده .
رضاعي زوم : د رضاعي لور و مېړه ته رضاعي زوم وايي ، ښځه چي نجلۍ ته خپلي شيدې وركړي د هغي نجلۍ مېړه ددې ښځي رضاعي زوم بلل كيږي او هيڅ كله يې هم نكاح نه ورسره صحيح كيږي .
د هغو رضاعي خپلوانو پېژندنه چي هيڅ كله يې نكاح نه ورسره صحيح كيږي په لنډ ډول داسي بيان سوې ده وايي :

از جانب شير دهنده همه خويشان شوند
و از جانب شير خوار زوجان و فروع

وايي ښځه چي كوچني ته خپلي شيدې وركړي د دغي ښځي ټول خپلوان د شيدې رودونكي كوچني خپلوان ګرځي او د شيدې رودونكي لخوا بيا فقط همدا كوچنى چي شيدې يي رودلي دي ، همدا ډول كه شيدې رودونكى هلك وي د هغه ښځه او كه شيدې رودونكې نجلۍ وي د هغې مېړه او د دوى اولادونه ، لمسيان او كړوسيان د شيدې وركونكي كورنۍ خپلوان ګرځي .

ماخذ: فقه المبتدي، دريم ټوک-نکاح

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته