تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: رسول الله ﷺ د حلیمې په پالنه کي (۳۵)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 26, 2018
  0

نبوي سیرت (۳۵ برخه)


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  د حلیمې په پالنه کي!

 

راسى چي  قصه په خپله و حليمې ته پريږدو چي دا يې په تفصيل سره را ته بيان کړي.
 حليمه السعديه وايي: زه د خپل وطن څخه د خپل مېړه او د تي د زوى سره د بني سعد د ښځو په ملګرتيا را و وتم چي موږ ټولو د تي کوچنيان غوښتل او  دا داسي وچ کال ؤ چي موږ ته د خوړلو دپاره هيڅ شئ نه ؤ را پاته، زه پر يوې خرې سپره وم او  زموږ سره يوه زړه اوښه د لوشلو دپاره راسره وه چي د دې شيدې به زموږ او زموږ د کوچني زوی دپاره غذاء وي، خو هغې اوښي هم په والله د لوږي په سبب يو څاڅکى شيدې نه کولې او  موږ ټوله شپه د خپل کوچني د ژړا د لاسه خوب نه سواى کولاى، چي د لوږي به يې ژړل، نه زما په تي کي څه وه چي دئ په موړ سي او نه زموږ اوښي شيدې کولې چي و ده  ته يې ورکړو، موږ ټول د باران په اميد ؤ چي بارانونه وسي اوکال آباد سي، خير: 

 

زه پر دغه خپله خره را و وتم چي د خپلو ټولو ملګرو دپاره تکليف او د سر درد وم  ځکه زما خره ډنګره او د ضعف د لاسه پر لار نه سواى تلاى، د ملګرو به مي دغه نارې وې چي حليمې ژر سه او ژر سه، څو مکې مکرمې ته را ورسېدلو او موږ ټوله د قريشو په کورو کي په کوچنيانو پسي ګرځېدلو، په موږ ټولو کي داسي ښځه نه وه چي و هغې ته دي د محمّد صلی الله علیه وسلم  د اخستلو نه وي ويل سوي، خو چي دا به ورته و ويل سوه چي هلک يتيم دى هري ښځي به پريښاوه ځکه موږ د کوچني د پلار څخه د هديو او تحفو اميد درلودى، خو کوم وخت چي به دا راته و ويل سوه چي هلک يتيم دى موږ به ويل چي مور اونيکه به يې څه را کړي، نو موږ ټولو د دغه یتیم والي په سبب نه اخستى، په آخر کي په موږ ټولو کي يوه ښځه هم نه سوه پاته چي يو کوچنئ دي نه کړي پيدا بېله ما څخه، اوس چي موږ بيرته تر مکې مکرمې دباندي خپل د اړولو ځاى ته راغلو او و بني سعد ته مو د تللو إراده سوه ما و خپل خاوند ته و ويل:

 

په والله زما دا نه ده خوښه چي زما ټولو ملګرو ښځو دي کوچنيان پيدا کړي وي او زه دي بېله کوچني ولاړه سم، زه و هغه يتيم کوچني ته ورځم او هغه اخلم، مېړه مي و ويل: ښه دى ورسه وايې خله ممکن دغه يتيم زموږ دپاره د برکت سبب وګرځي، نو وايي:  ورغلم او محمّد صلی الله علیه وسلم  مي را واخستى او  د ده د اخستلو بل هيڅ سبب نه ؤ بيله دې څخه چي ما بل کوچنئ نه کړی پيدا، کوم وخت چي مي دئ صلی الله علیه وسلم  را واخستى او خپل ځاى ته راغلم تي ته مي واچاوه، تي مي زما د غوښتني پر اندازه شيدې پر را ايله کړې، ده تر هغو  رودلې چي مړېدى او د ده  ورور چي زما  زوى ؤ هغه هم تر مړېدو  و رودلې او بيا دواړه بيده سوه، حال دا چي زموږ کوچنئ تر دغه د مخه د لوږي په سبب نه سواى بيدېدلاى، بيا مي مېړه و هغه زړې اوښي ته ور  ولاړ سو چي ويې لوشي، د اوښي څخه يې دومره شيدې  ولوشلې چي ما او ده  تر مړېدلو وڅښلې.

 

دغه شپه ښه په خير را باندي تېره سوه، حليمه وايي: په سهار کي زما ملګرو ښځو راته و ويل: يا حليمه! په والله مبارک او د برکته ډک کوچنئ دي اخستى دى، ما  ويل: زما هم دغه اميد دى. 

 

حليمه وايي: په دغه سهار زه پر هغه خپلي خرې سپره سوم محمّد مي هم را سره واخستى او د خپل کلي پر طرف رهي سوو، په والله خرَه مي زما تر ملګرو دومره د مخه سوه چي د هغو خره نه سواى پسي رسيدلاى، ترڅو چي ملګرو به مي راته ويل: يا حليمه! يو څه صبر وکه آيا دغه ستا خره هغه خره نه ده چي د ها خوا پر راغلې؟ ما ويل: په والله هغه هغه ده، دوى ويل: په والله يو څه ور ته پېښه ده، حليمه وايي: بيا نو موږ  و بني سعد او خپلو کورو ته ورسېدلو او  د الله تعالْى په مځکو کي د باران د نه کېدلو په سبب زموږ تر ځاى وچ ځاى نه ؤ، خو بيا هم زما پسونه چي به راغله ماړه او غلانځي به يې د شيدو ډکي وې موږ به خپلي ميږي لوشلې او شيدې به مو څښلې خو بل چا د خپلو پسو څخه يو څاڅکى شيدې نه سواى لوشلاى او نه يې د ميږو په غُلانځو کي څه وه، تر داسي اندازې چي زموږ د کَلي خلكو به و خپلو شپنيانو ته په قهر او غضب سره ويل:

 

 تاسي پسونه و وښو ته نه بياياست، پسونه هلته بياياست چيري چي د حليمې پسونه پيول کيږي، چوپانانو به ورته ويل: په والله زموږ او د حليمې پسونه يو ځاى ګرځي، خو بيا به هم د دوى پسونه وږي راغله او يو څاڅکى شيدې به يې نه کولې خو  زموږ پسونه به ماړه او د ميږو غلانځي به د شيدو ډکي وې، زموږ دغه حال ؤ، د الله جل جلاله  د طرفه خير او برکتونه را باندي اورېدل څو دوه کاله تېر سوه. 

 

نور بیا...


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
 

سرته