تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة یٰسٓ لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 12, 2024
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سورة یٰسٓ لنډه پېژندنه 


سورة یٰسٓ د مصحف او تلاوت په اعتبار ۳۶ سورة دئ، چي په مکة معظمة کي نازل سوی دئ.


سورة يسٓ ۸۳ آية او ۵ رکوع دئ.


یٰسٓ - لفظ د حروف مقطعاتو څخه دئ، چي په معنی ئې يوازي الله تعالی خبر دئ.


رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: سورة يس د قرآن کريم زړه دئ.


د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نومونو څخه يو نوم يس دئ.


په سورة يس کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي


۱-  رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د الله تعالی له لوري استازی او رسول دئ، تر څو انسانانو ته خبرداری ورکړي.


۲-  الله تعالی هر څه جوړه – جوړه پيدا کړي دي.


۳-  د هغه قرية او سيمي قصه چي الله تعالی د هغه منطقې د خلګو د هدايت له پاره يو رسول (او استازی) ور استولی وو، چي د هغه مرسته او کومک ئې په ۲ و ۳ کسانو سره وکړ.


۴-  د قيامت د ورځي بيان.


۵-  د انسان لاسونه او پښې به د ده پر اعمالو شاهدي ادا کي.


۶-  لمر، سپوږمۍ، شپه او ورځ په مشخص او ثابت دوران کي په حرکت کښي دي او يو د بل څخه وړانديوالی (يعني مخ-ته والی) نه کوي.


۷-  کله چي د الله تعالی يو فعل ته اراده وسي، نو ور ته وايي چي (کُن) يعني سه، (فيکُون) نو همهغسي سي.


۸ - پاکي ده الله (عزوجل) لره چي د هر څه مالک دئ او هر څه بيرته و همهغه ذات ته ورګرځېدونکي دي.


په تفسير عثماني او تفهم القرآن کي د سورة یٰسٓ موضوعات په دې ډول بيان سوي دي


۱-  الله تعالی په قرآن کريم سره قسم کوي، چي اې نبي! ته د رسولانو (يعني استازو) څخه ئې او په مستقيمه لاره روان او هدايت سوی ئې.


۲- او تاسو (اې نبي) و دې قوم ته د بېروونکي په ډول را استول سوي ياست، تر څو د هغه څه څخه ئې وبېروې چي د دوی پلرونو لا نه وه په خبر.


۳-  دا کسان (يعني کفار) که تاسو وبېروی يا نه، دوی ايمان نه راوړي؛ خو هغه کسان ايمان راوړي چي د دې کتاب متابعت وکي او د خپل رب څخه په پټه بېرېږي.


۴-  الله تعالی به مړي را ژوندي کړي او د دوی ټولي کړني او اعمال ور سره موجود دي.


۵-  الله (عزوجل) په مځکه کي د خرما او انګورو باغونه پيدا کړي دي او ویالې و چينې ئې پيدا کړي دي، تر څو تاسو شکر ادا کړئ.

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته