تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پرېکړه او عمل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 14, 2018
  0

حافظ سفيان "خالد" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

اسـتاذ د زده کـوونـکو څخه وپـوښـتل: کـه پـه کومه ونه کي درې مـرغان نـاست وي او دوه ئې پرېکړه وکـړي، چي والـوزي، نو پـه ونه کي څـو پاته سول؟

 

ټـولو په یـو ږغ ځـواب ورکـړ "یو پاته سو"، خـو نـاڅـاپه یو زده کوونکي اختلاف وکړ، ویل:  درې پاتي سول". استاذ ویل: هـغه څـنګه!؟  زده کوونکي وویل: تـا ویل "پرېکړه ئې وکـړه" نه داسي، چي "والوتل" او د پرېکړي کـول، د عملي کـولو په معنی نه سي کېدای... 

 

طبعًا!ځواب درست وو..!!

 

نتيجه: دا قصه د ځینو خلکو ژوند خُلاصه کوي، په ژوند کي به ډېر شعارونه او احساساتي ویناوي واوری، په مجلسونو، مجازي نړۍ او د ملګرو په منځ کي به ډېر اشخاص ځانونه درته ستوري معرفي کړي؛ خو په حقيقي ژوند کي بیا داسي نه وي.. "ډېر خلک خبري کوي او لږ  ئې عملي کوي" نو یاد لره، "پرېکړه" یو شی... او "عمل" بل شی دئ...

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۳ ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته