تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کبر اودهغه نتیجه
  تعلیم الا سلام ویب پاڼه
  December 14, 2020
  0
 
:کبر  اودهغه نتیجه :
 
 
لیکنه محب الله ذاکر /  تعلیم الا سلام ویب پاڼه
 
 
دحضرت عبدالله بن مسعود (رض)  څخه روایت دي  چي رسول الله (ص)فرمایلي دي هغه کس به جنت نه داخلیږي ، دچاپه زړه کي چي دیوي زري برابرکبر هم وي ، یو نفر داعرض وکي  چي اي دالله رسوله (ص)! که یوسړی داوغواړي چي دهغه جامي دي ښائسته وي او دهغه  څپلي دي ښائسته وي ، رسول الله(ص)وفر مایل : الله (ج) ښائسته دی اوهغه ښائست خوښوي ، کبر خو دحق په مقابله کي ځان لوړ اوخلګ له ځانه څخه کمزوري ګڼلو نوم دي ( مسلم )   
 
 فایده :له دي حدیث  څخه داخبره معلومه سوه چي په جائز و حدودوکي  په جامو ،داوسیدلو په ځاي ، سنګار ، ښائست اونفاست غوره کول اوخپل زړه خوشحاله کول  د دین څخه خلاف نه دي ، البته  داهرڅه خلګوته دځان ښوولواونورخلګ کمزوري ګڼلولپاره وکړل سي نوداکبر اوغرور دي ، ددي نتيجه دوږخ دي ، یوچاڅرنګه ښه ویلي دي  سنګار هم جائز ، ښائست هم جائز خو ښکاره کول ( ریا ) ناجائز ، الله (ج) دي موږ په خپل حفاظت وساتي . 
 
آمین
 
ماخذ پاشلي ملغلري   
 
                   
www.taleemulislam.net

سرته