تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
یو ځوان چې په صحرا کې يې تېل خرڅول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 31, 2019
  0

ژباړه: محمود زمریالی


ددې ځوان مور د سرطان مریضي سره  شپې او ورځي سبا کولې. ځوان ډېر وګرځېد چي د مور د مريضۍ علاج پيدا کړي خو چي هر روغتون ته تلی هغوی به جواب ورکوی. د هر ډاکټر په خوله کي به دغه يوه خبره وه، بخښنه غواړم ستاسو مور ناعلاجه ده!


دغه ځوان چي يوه  ورځ د کار څخه را رُخصت سو، کورته په لار وو، چي پر لاره یې سپی ولیدی چي ډېر تږی وو،  د ځوان سره يو د اوبو بوتل وو،د لاري په بغل کي سپی ولاړ وو، چي ډېر تږی معلوميږي. ځوان د اوبو د بوتل سر خلاص او سپي ته يې په یو شي کي اوبه ور واچولې. سبا بيا په همدغه لار نوموړي ځوان د سپي لپاره د اوبو اضافه خوراک هم راوړی او سپي ته يې د انتظار شيبې شمارلې خو سپی معلوم نه سو، ځوان چي راسته طرف ته وکتل یو بل حیوان ولاړ وو ، هغه د سپي خوراک یې ور ته کښيږدوی حیوان هم خوراک وکړی. ځوان ته دې کار د زړه د اخلاصه خوند ورکړ.


ځوان د خپل ځان سره وويل چي زه به هره ورځ دوی ته خوراک او څښاک راوړم. ځوان همدې کار ته اِدامه ورکړل هره ورځ به يې د حيواناتو لپاره خوراک او څښاک په دې لاره کي اماده کوی. ورځ تر بلي حيوانات ډېريدل، پيشياني،  سپيان، مرغان او داسي نور حيوانات به راتلل او نوموړي ځوان به ورته خوراک او  څښاک برابروی. 


يوه ورځ چي ځوان د مُرغانو او حيواناتو په خوراک او څښاک اماده کولو بوخت وو، مور يې ياد ته ورغلل او خپل مخ يې د اسمان طرف ته کړی او دا دُعا يې وکړل: يا خالق تعالی ته زما مور ته عاجله شِفا ورکړې.


په راتلونکي ورځ ځوان ته د هغه روغتون څخه زنګ راغلی په کوم کي چي ددې ځوان مور بستر وه. په ټِلفون کي يې ورته وويل چي ژر روغتون ته ځان راورسوئ.


ځوان چي تر روغتون پوري رسيدی ډېر يې وژړل، خدای مکړه مور مي راڅخه رحلت کړی نه وي.
ځوان چي روغتون ته داخل سو، ګوري چي مور يې روغه رمټه په ځای ولاړه ده، ځوان حيران سو.
په دې وخت کي ډاکټر راغلی او ځوان ته يې وويل چي زما اطاق ته راسه يو څو خبري درسره لرم.


ډاکټر ورته وويل چي پرون شپه ستا د مور سره يوه عجيبه پيښه وسول، ستا مور د ځای څخه راوپاڅېده او موږ ته يې وويل چي زه جوړه يم موږ هم  ستا د مور په خبرو باور وکړی، خپل معاينات مو بيا وکړل، په معايناتو کي موږ ته معلومه سول چي ستا مور رښتيا هم په مُکمله توګه سره روغه جوړه  ده.


ځوان هم د خوشحالۍ څخه اوښکي توی کړې، او مور يې ښکُل کړل کورته يې راوستل.


مور يې ورته ووُيل زويه پرون مي ډېر عجيب خوب وليدی: پرون چي زه بیده ومه، نو په خوب کي مي وليدل، چي ته، او ستا په شاوخوا ډېر حيوانات وي، ته زما لپاره د خدای څخه د روغ صحت دعا وکړې او ستا په شاوخوا نور حيوانات هم د الله تعالی څخه زما د صحت دعُا وکړي.


په دې وخت کي په ناڅاپه توګه سره ټوله حيوانات درې واري د آمين لفظ تکرار کړي.


کله چي راويښه سولم صورت مي ډېر ښه وو.


زما وروڼو صدقه کول يو داسي عمل دئ، چي هره بلا له منځه وړي، موږ بايد د الله تعالی شکر ګذاره واوسو، د هغه رب تعالی ثنا او صفت بيان، د هغه څخه تل د خير دعا وکړو.


ځوان په خپل رب تعالی يقين وکړی، په هر څه يې شکر وکښی، د الله تعالی امتحان ته يې غاړه کېښوده او نااُميدي یې ونه کړل.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته