تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د معن بن زایده د حلم قصه
  تعلیم الاسلام
  September 18, 2017
  0

 د حلم یا پراخي سینې قصه

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

موږ همېشه او ډېر ځله اورو چي حِلم یا سړه سینه ډېر ښه خوی دی یا خلک یو له بله سره وایي چي فلانیٔ سړیٔ حلیم یا د پراخي سینې خاوند دی او موږ هم ټول په دې پوهیږو چي حِلم د ډیرو ښو خویو او ښو صفتو څخه دی، نو راسی چي اوس د حِلم په باره کي د یو ه حلیم سړي چي مَعَن بن زایٔده الشیباني نومېدی قصه واورو، دغه مَعَن چي د امویانو او عباسیانو په دواړو عصرو یا زمانو کي يې ژوند کړی دی د سجستان آمر ؤ او هلته ډیره موده اوسېدلی دی او قصه یې داسي ده:
 
د خلکو یوه ډله سره ناسته وه او په خپل منځ کي يې د دغه شخص خویونه او اوصاف بیانول.
 
چا ویل: دډېر فصاحت خاوند دی.
چا ویل: ډېر شجاع او دلاوره دی.
چا ویل: ډېر سخي دی.
 
خو پر دغو ټولو خویو سربېره یې د ده د حلم او سړې سینې ډیر حالات بیان کړل.
 
د خلکو له منځه یو أعرابي یا صحرايي عرب ولاړ سو او ویل دا پر ما لازمه ده چي زه به دغه حلیم او د سړې سینې خاوند په قهر کوم، د مجلس حاضرو خلکو وویل: که دي دا کار وکړی او دی دې په قهر کړی موږ سل اوښان انعام درکوو، أعرابي خپل کور ته ولاړی هغه پُسه چي ده درلودی هغه یې حلال او پوست کړی، دغه د پُسه پوست یې داسي واغوستی چي لوړ طرف یې کښته کړی او کښته طرف یې لوړ کړی او بیا په دغه عجیب او غریب شکل د مَعَن بن زایٔده الشیباني مجلس ته ورغلی او د هغه مخ ته په کږو سترګو د یوه بې حیاء انسان پر قسم ودریدی یو وار لوړ آسمان ته ګوري او یو وار کښته مځکي ته ګوري او بیا یې مَعَن بن زایٔد الشیباني ته په شعر سره وویل:
 
اتذكر اذا لحافك جلد شاة - واذ نعلاك من جلد البعير
ژباړه: آیا هغه خت دي په یاد دی چي تلتک دي د پُسه پوست ؤ او چپلۍ دي د اوښ له پوسته جوړي وې؟ 
 
مَعَن وویل هو په یاد مي دي او هیڅکله یې نه هېروم اې اعرابي وروره!
 
فسبحان الذي اعطاك ملكا - وعلمك الجلوس على السرير
 
اعرابي: پاکي دي هغه الله لره وي چي تا ته یې پاچهي درکړه او پاچهۍ پر تخت یې ناسته در وښوول.
 
مَعَن: پاکي او لويي الله لره ده.
 
فلست مسلما ان عشت دهرا - على معن بتسليم الامير
اعرابي: نو تر څو چي ژوندی یم زه به مَعَن ته د امیر په نامه سلام ونه وایم.
 
مَعَن: که دي سلام راته ووایه په جواب کي به یې وعلیک السلام درته وایم او که دي سلام پرېښاوه کومه ملامتیا درباندي نسته.
 
سأرحل عن بلاد انت فيها - ولو جار الزمان على الفقير
اعرابي: زه به له هغه ښاره ووزم چي ته پکښې یې که څه هم د زمانې له طرفه پر ما فقیر تکلیفونه پېښ سي (یعني ستا تر همسایتوب مي تکلیفونه خوښ دي).
 
مَعَن: که ته زموږ سره و اوسېږې موږ در خوشحاله یو او مرسته به هم درسره وکړو او که را څخه ولاړ سې سلامتیا دي ملګرې سه.
 
أعرابي چي د مَعَن د حلم او سړې سینې څخه ډیر ستړی سوی ؤ وویل:
 
فجد لي يا ابن ناقصةٍ بشيء - فاني قد عزمت على المسير
 ما د سفر نیت کړی دی نو د سفر د پاره مال راکړه اې د ناقصي زویه!
 
مَعَن: واخله دغه زر دیناره.
 
قليل ما اتيت به واني - لاطمع منك بالمال الكثير
فثن قد آتاك الملك عفوا - بلا رأي و لا عقل منير
 
أعرابي: دغه چي تا راکړه لږ دي حال دا چي ما ستا څخه د ډیر امید درلودی،
ته باید د الله تعالی حمد او ثنا وایه چي تا ته یې پر بیعقلۍ او ناپوهۍ سربېره پاچهي درکړې ده.
 
مَعَن: دغه زر دیناره نور واخله.
 
په دې وخت کي أعرابي ور مخته سو او لاسونه یې ور مچ کړه او و یې ویل:
 
سألت الله ان يبقيك ذخرا - فما لك في البرية من نظير
فمنك الجود و الإفضال حقا - وفيض يديك كالبحر الغزير
 
د الله تعالی څخه غواړم چي تا د مسلمانانو د پاره ‌ذخیره پریږدي، ځکه ستا مثل په ټوله دنیا کي نسته، په حقه سره چي سخا او فضلیت ستا دی، او ستا د لاسو فیض او ورکړه لکه بهېدونکی دریاب داسي دی.
 
مَعَن: کله چي ده زما بد وویل دوه زره دیناره مي ورکړه او اوس چي یې زما صفت وکړی نو څلور زره دیناره ورکړی.
 
أعرابي: زه دي تر تا قربان سم ما دغه کار نه دی کړي ( دغه بې ادبه خبري مي نه کولې) مګر ددې لپاره مي وکړې چي سل اوښه ستا په قهر کولو انعام اېښوول سوی ؤ.
 
مَعَن: هیڅ غم مه کوه او بیا مَعَن امر وکړی چي دوه سوه  اوښان ورکړی چي سل یې د هغه انعام پر ځای دي او سل یې ستا.
 
بیا نو اعرابي شکر کوونکی او دعاء کونکی رهي سو.
 
دا هغه قصه وه چي د حلم ښه والی او فضلیت ښکاره کوي، حلم هغه څه ته ویل کیږي چي یو انسان د قهر او غضب په وخت کي خپل ځان کنټرول او اداره کړی، د الله تعالی د رضاء لپاره د خلکو پر آزارو په داسي حال کي صبر وکړي چي دی نه ضعیفه وي او نه د خپل انتقام اخستلو څخه عاجزه وي.
 
خو د خلکو توان او قدرت د ځان په کنټرولولو او پر آزارو صبر کولو کي فرق سره لري، ځیني هغه کسان دي چي ډیر ژر په قهر کیږي او بېله دې څخه چي د کارو عواقبو او نتیجو ته متوجه سي د آزار جواب په آزار سره ورکوي او ځیني بیا هغه کسان دي چي په صبر او حلم سره ښایسته سوي وي پر خپل ځان قدرت لري او خپل غضب اداره کولای سي که یو څوک بد ورسره وکړي د هغه لپاره عذر پیدا کوي او هغه معذوره بولي چي دغه انسان نو هغه حلیم انسان دی.
 
نصیحتونه: ص۴۲۱:۴۲۴
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته