تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
قرآنکریم او د میږیانو د خبر رسولو نظام
  تعلیم الاسلام
  April 16, 2017
  0

ژباړه: مسلم احسانمل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

الله عزوجل په قرآنکریم کي داسي فرمایي:

(وَحُشِرَ لِسُلَيْمٰنَ جُنُودُهُۥ مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ وَالطَّيْرِ فَهُمْ يُوزَعُونَ


حَتّٰىٓ إِذَآ أَتَوْا عَلٰى وَادِ النَّمْلِ قَالَتْ نَمْلَةٌ يٰٓأَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسٰكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمٰنُ وَجُنُودُهُۥ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ


فَتَبَسَّمَ ضَاحِكًا مِّن قَوْلِهَا وَقَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِىٓ أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِىٓ أَنْعَمْتَ عَلَىَّ وَعَلٰى وٰلِدَىَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صٰلِحًا تَرْضٰىهُ وَأَدْخِلْنِى بِرَحْمَتِكَ فِى عِبَادِكَ الصّٰلِحِينَ) (سُوۡرَةُ النَّمل : ۱۷-۱۸-۱۹)


ژباړه: د سليمان (علیه السلام) لپاره د پيريانو، انسانانو او مرغانو لښكري راغونډي کړل شوي وې او هغوى تر پوره څار لاندي ساتل كېدل.


(يو ځل یې له هغو سره سفر کاوه) تر دې پوري چي كله دوى ټول د مېږيانو ناو (دښت) ته ورسېدل، نو يو مېږي وويل: "اې مېږيانو! پخپلو غارونو کښي ننوځئ، چيري داسي ونه شي چي سليمان (ع) او د هغه لښكري مو چيت کړي او هغوى به خبر هم نه وي.


سليمان (علیه السلام) د هغه (میږي) په خبره مسكى شو او ویې ويل: "اې زما ربه! ما ته الهام وکړه چي زه ستا د هغي لوريني شكر ګوزار اوسم چي تا پر ما او زما پر مور او پلار باندي کړېده. او داسي نېک عمل وکړم چي ستا خوښ شي. او پخپل رحمت سره ما پخپلو صالحو بندګانو کښي داخل کړه."

نامسلمانو وګړو څو کاله مخکي د قرآنکریم پر دې ذکر سوي د میږیانو پر خبرو ملنډي وهلې او ویل یې چي [نعوذوبالله] په دې کتاب کي داسي عجیبي او غریبي کیسې دي چي انساني عقل او شعور یې صحیح تصور نسي کولای.


خو اوس د نوو څېړنو په نتیجه کي دا خبره مخي ته راغله چي د میږیانو په خپلو منځو کي د ابلاغ او اطلاعاتو نهایت مؤثر او مربوط نظام موجود دی او میږیان د آواز په واسطه هم پیغام یو بل ته سره رسولای سي، همدارنګه څېړنو ثابته کړې چي د انسانانو لپاره د میږیانو آواز او خبري اورېدل هم ممکن دي.

پروفیسر رابرټ هیکلینګ د څو کلونو څېړنو وروسته په ۲۰۰۶م کال کي  (Journal of Sound and Vibration) نومي مجله کي مفصل معلومات خپاره کړي، هغه د میږیانو آوازونه ثبت کړي او ویلي یې دي چي د آواز فریکونسي د یوه میږي څخه تر بل میږي پوري او د یو ډول میږیانو څخه تر بل ډول میږیانو پوري فرق کوي.


هغه د عادي حالت، د خطر پر وخت او پر کوم بل چا د حملې کولو په دوران کي د خبري کوونکو میږیانو مختلف آوازونه ثبت کړي. (دا آوازونه په انټرنیټ کي هم سته).

 قران او ساینس

 -----------------------------------

  A new study shows that even ant pupae—a stage between larvae and adult—can communicate via sound, and that this communication can be crucial to their survival.

 

 The insects also use pheromones (a sound) to identify which nest an ant is from and its social status in that nest. sciencemag

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته