تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بني اسرائیلو مړی او د غوا حلالولو حکمت
  تعلیم الاسلام
  February 27, 2017
  0

کمپوز: احسان الله، د عزیز التفاسیر څخه / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
که څوک وایي چي : الله  جل جلاله  قدرت درلود چي مقتول یې بدون د غوا د سلسلي څخه راژوندی کړی وی او لانجه یې ختمه کړې وی ، نو د څه حکمت په بنیاد دغه کارته په ذکر شوي طریقي سره صورت ورکړی شو ؟
 
مونږ وایو ؛ والله اعلم ؛ چي : شاید ذکر شوې طریقه به د لاندي حکمتونو په بنیاد غوره کړی شوې وي :
 
الف: ترڅو واضحه کړي چي بني اسرائیل د جنایاتو په ارتکاب ډیر ګړندي او تیز وه خو په طاعتونو کښي ډیر سست او ټنبل وه .
 
د همدي کبله هغوی د سامري دعوت بدون د پوښتنو قبول کړ او خوسی یې خپل معبود و ګرځاوه د موسی علیه السلام په دعوت کښي په اصطلاح دوه سوه پوښتني مطرحي کړې چي د غوا عمر څومره دی؟ او څنګه رنګ لري؟ او داسي نور .
 
که بالفرض هغوی د سامري په دعوت کښي دغسي پوښتني مطرحي کړي وی نو امکان یې درلود چي د خوسي د عبادت څخه بچ پاته شوي وی او موسی علیه السلام د طور د غره څخه ورته بیرته رارسیدلی وی . 
 
ب : تر څو هغوی پوه کړی شي چي غوا که هر څومره ډولي او ښایسته وي هم په ذبحه کولو باندي یې نه اسمان راولیږي او نه مځکه څیریږي ، نو په کار ده چي د زړه مینه او محبت ورسره ونه ساتل شي .
 
ج : تر څو هغوی ته معلومه شي چي د هر شي کونکی یوازي الله جل جلاله دی او یوازي همدی الله جل جلاله د عبادت لیاقت لري او بس! نه غوا معبوده جوړیدای سي او نه خوسي معبود ګرځیدلی شي.
 
که بالفرض د عبادت لیاقت غوا درلودی نو اقلا خپل ځان خو یي د ذبحي څخه بچ کړی وی او د خپل ځان څخه به يې د مرګ مخه نیولې وی .
 
د : تر څو هغوی پوه شي چي ژوندي کول او مړه کول په رښتیا سره د الله جل جلاله کار دی او جادو او کوډي پکښي څه مداخله نه شي کولی .
 
که بالفرض د مقتول په ژوندي کولو کښي ذکري شوي سلسلي صورت نه وی نیولی (چي ټوله خپله د دوی په لاس انجام شوه) نو څه لري نه وه چي د جادو نوم یي ورباندي ایښی وی. 
 
او دا سي نور .
 
ماخذ: عزیز التفاسیر: ج۱، ص۱۴۵/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
اړوند لیکني:
د نفاق ډولونه او اسباب
پر زړه د مهر وهولو حقیقت
د اهل کتابو د ښځو سره نکاح
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته