تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة سبا لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 22, 2024
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سورة سبا لنډه پېژندنه 


سورة سبا د مصحف او تلاوت په اعتبار ۳۴ سورة دئ، چي د هجرت څخه د مخه په مکة معظمة کي پر رسول اکرم صلی الله علیم وسلم نازل سوی دئ.


سورة سبا ۵۴ آية او ۶ رکوع لري.


د دې مبارک سورة نوم د ۱۵ آية کريمې څخه اخستل سوی دئ. الله تعالی فرمايي: (لَقَدْ كَانَ لِسَبَإٍ فِي مَسْكَنِهِمْ آيَةٌ ۖ …)


په سورة سبا کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي


۱-  د الله تعالی ربوبيت او الوهيت؛ 


۲-  ورځ د اخرت راتلونکې ده تر څو مؤمينانو او کفارو ته خپله بدله ورکول سي؛


۳-  غرونو او مرغانو به د حضرت داود (عليه السلام) سره د الله تعالی ثناء او صفت وايه او د ده مبارک په لاس کي به اوسپنه سره ويلي کېده؛


۴-  الله (رب العزة) و حضرت سليمان (عليه السلام) ته جنيات (پېريان) او باد مسخر او تابع کړي وو؛


۵-  د سبا د قوم قصه؛


۶-  د الله تعالی په وړاندي د هيچا شفاعت نه منل کيږي، خو د هغه چا چي الله (عزوجل) ور ته اجازه ورکي؛


۷-  رسول الله صلی الله علیم وسلم د ټولو انسانانو له پاره استازی او پيغمبر دئ؛


۸-  مال، شتمني او اولادونه د امتحان ذريعه ده؛


۹-  د انسان د هري صدقې او خيرات بدله الله (رب العزة) ورکوي؛ 


۱۰-  حق او رښتيا راغلل او درواغ د منځه ولاړه؛


په سورة سباء کي د حضرت سليمان (عليه السلام) قصه ذکر سوې ده، چي الله (عزوجل) فرمايي:


سليمان (عليه السلام) ته مو باد (او هوا) په واک کي ورکړې ول، د يوې مياشتي سفر به ئې د ورځي له خوا طی کوئ، او د يوې بلي مياشتي سفر به ئې د ماښام له خوا او د ده مبارک (عليه السلام) له پاره مو د ميسو ویاله بهيوله او د جنياتو څخه مو د ده له پاره په کار ګمارلي وه، (يعني جنيات د سليمان (عليه السلام) خادمان ول.) او د حضرت سليمان (عليه السلام) له پاره به ئې محرابونه، ذخيرې او غټ ديګونه جوړول.


نو الله (رب العزة) ورته وفرمايل: اې د حضرت داود (عليه السلام) آل (يعني اولاد او کورنی ئې)، کار وکئ په شکر اداء کولو سره او ډېر لږ زما د بنده ګانو څخه شکر ګزاره دي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته