تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د بني النضير د يهودو سره غزاء
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 1, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۹۱برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د بني النضير د يهودو سره غزاء

 

موږ مخ کي درته ويلي وه چي يهود په خپلو زړوکي و اسلام او مسلمانانو ته سره ايشېدل مګر څرنګه چي دوى د جنګ او مقابلې خلک نه وه بلکه د دوى کار دسيسې، غدر او خيانت ؤ او د مسلمانانو سره يې حسد او دښمني کول، خو د دغو دښمنيو دپاره يې داسي چمونه او حيلې استعمالولې چي مسلمانانو ته تکليف او آزار ورسيږي خو د دوى سره يې جنګ و نه سي،

سره د دې چي د يهودو او مسلمانانو په منځ کي لکه د مخه چي درته و ويل سوه د صلحي او همکارۍ عهد او وعدې موجودي وې خو دوى د دغه خپلو خيانتو او دسيسو څخه لاس نه اخستى، پسله هغه څخه چي د بني قينقاع يهود و شړل سوه او کعب بن الأشرف يهودي و وژل سو، نور يهود پرخپلو ځانو وبېرېدل هغه شدت او ښکاره دښمني يې پرېښوول يو څه آرام سوه، مګر د اُحُد ترجنګ وروسته بيا زړه په ننوتى او جُرئت يې پيدا کړى خپله دښمني او خيانتونه يې په ښکاره سره کول،

د مدينې منورې د منافقانو او د مکې مکرمې د مشرکانو سره يې په پټه ارتباطونه نيول، د هغو په ګټه او د مسلمانانو په ضرر يې کارونه کول، رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوى پر دغو اعمالو او افعالو صبر کاوه تر څو چه د رجيع د اوبو او د معونه د څا واقعې پيښي سوې، د دغو واقعو په پېښېدلو سره د يهودو نور هم جرئت او جسارت زيات سو، ترڅو داسي يوه دسيسه يې جوړه کړل چي د هغې په واسطه سره يې غوښته چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د بينه يوسي او وې وژني چي د هغې دسيسې تفصيل داسي دى: 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  غواړي چي هغه د بني کلاب د قبيلې د دوو وژل سوو کسانو ديت جمعه او ټول کړي، تاسي ته معلومه ده چي د يوه نفر ديت سل اوښه دى او د دوو نفرو ديت دوه سوه اوښه کيږي او د مسلمانانو حالت د خوارۍ او غريبۍ دى، څومره شئ چي مسلمانانو په خپل منځ کي ټولولاى سواى هغه ټول سو، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  غواړي چي يهود هم په دغه ديت کي مرسته ور سره وکړي ځکه دغه کار د هغي معاهدې د مادو په سبب پر يهودو لازم ؤ چي دوى او مسلمانانو سره درلودل،

که ستاسي هغه معاهده په ياد وي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د يهودو سره ليکلې وه په هغه کي يوه ماده داسي وه چي يهود او مسلمانان په غم او ښادي کي سره شريکان دي، نو اوس چي کوم مشکل مسلمانانو ته پېښ دى په هغه کي يهود بايد حصه ور سره واخلي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د څو نفرو اصحابِ کرامو په ملګرتيا د بني النضير و يهودو ته ورغلى د هغو د مشرانو سره يې و ليدل چي په دغه  ديت کي مرسته را سره وکړی، يهودو و ويل: ستا د عزت او کرامت په سبب به د دغو دوو نفرو په ديت کي مرسته در سره وکړو خاصتًا دغه بني عامر بيا د بني النضير د يهودو حُلفاء هم وه نو د بني النضير يهودو و ويل:

 

بني عامر زموږ حُلفاء هم دي! موږ بايد خامخا په دې ديت کي ستا مرسته وکو، ته کښېنه موږ به دا کومک را ټول کړو او درته را به يې وړو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم د دوى د قلا و يوه دېواله ته د حضرت ابوبکرالصِدِّیق او حضرت عمر فاروق او حضرت علي او نورو اصحاب کرامو په ملګرتيا په دې انتظار کښېنستى چي يهود دغه خپله وعده پر ځاى کړي او مالونه ورته را وړي، يهود ولاړل هلته ګوښه سره يو ځاى سوه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د وژلو مشوره سره کوي، ويل والله محمّد صلی الله علیه وسلم  بيا بل وخت پر دغسي حال يواځي نه سى پيدا کولاى فقط يو څو نفره اصحاب ور سره دي نه اسلحه ور سره سته نه د  ساتني دپاره ملګري، دغه اوس د ده صلی الله علیه وسلم  د وژلو دپاره ډېره ښه موقع ده (سبحان الله) تاسي د يهودو غدر او خيانت ته وګورى:

 

په د دې پر ځای چي  د مرستي د ټولولو په باره کي فکر وکړي دوى د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وژلو په باره کي فکر کوي، نو ويل: څوک دغه د مېچني پل اخلي او بام ته خيژي د هغه ځايه څخه يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر سر ور ايله کوي؟ په دوى کي هغه بد بخته چي عمرو بن جَحاش بن کعب نومېدى هغه و ويل: زه دا کار کوم،  سلام بن مشکم يهودي و ويل: دا کار مه کوى په والله هغه دغه ستاسي په قصد او إراده خبريږي او دا کار د هغي وعدې ماتېدل دي چي زموږ او د ده په منځ کي ده، خو چا د سلام بن مشکم پر خبره غوږ و نه نيوى او د خپلي نقشې د عملي کولو إراده يې وکړه، نو عمرو بن جَحاش يهودي د مېچني پل چي یوه لویه ډبره ده واخستى او بام ته وختى غواړي چي دغه ډبره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر سر ور وغورځوي. 


مګر و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د الله جل جلاله  د طرفه جبريل عليه السلام  راغلى او د  يهودو په دغه چم او خيانت يې خبرکړى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ډېره آرامي د خپل ځاي څخه ولاړسو او په سړه سينه رهي سو و هيچا ته يې هيڅ و نه ويل، صحابۀ کرام ناست دي او دا يې فکر دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د يوه ضرورت دپاره ولاړ سو ځکه دوى ته يې څه و نه ويل نو دوى ناست دي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د را تګ انتظار کوي، د يهودو هم دا خيال دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د يوه ضرورت دپاره ولاړ سو او بيرته راځي ځکه اصحاب يې پرېښوول، نو خود اصحاب کرام او يهود ټول د رسول الله  صلی الله علیه وسلم د راتګ په  انتظار دي مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  مخ پر مدينه منوره رهي سو، څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ځنډېدى اصحابِ کرام هم پسي رهي سوه، په لار کي په رسول الله صلی الله علیه وسلم  پسي ور ورسېدل او ويل: يا رسولَ الله! ته را رهي سوې او موږ په تا نه ؤ خبر، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دوى د يهودو په قصد او إراده  خبر کړه.


کوم وخت چي مسلمانان مدينې منورې ته ورسېدل رسول الله صلی الله علیه وسلم  محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  د بني النضير و يهودو ته ور ولېږى چي و دوى ته و وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: د مدينې منورې څخه ووزى دلته به نه اوسېږى او تاسي ته مي لس ورځي مهلت درکړى دى که مي تر لسو ورځو وروسته  ستاسي څخه هر يو په مدينه منوره کي وليدى د هغه سر ور پرې کوم.


 يهودو هم بېله بارېدلو بله چاره نه ليدل نو يې خپل بار او بُنه سره تړل چي د مدينې منورې څخه ووزي، په دغه وخت کي عبدالله بن اُبى بن سلول منافق نفر ور ولېږل چي تاسي اوس څه کوى؟ ثابت و درېږى خپل وطن ولي پرېږدى، زما سره دوه زره نفره را سره دي زه هغه درلېږم چي ستاسي سره ستاسي په قلاوو کي درسره کښيني او دغه نفر ستاسي د ساتني دپاره ځانونه وژني، الله جل جلاله  د دغه منافق حالات د سورة الحشر په (11) نمبرآيات کي بيانوي او فرمايي:

 

(أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ نَافَقُوا يَقُولُونَ لِإِخْوَانِهِمُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَئِنْ أُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَكُمْ وَلَا نُطِيعُ فِيكُمْ أَحَدًا أَبَدًا وَإِن قُوتِلْتُمْ لَنَنصُرَنَّكُمْ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿الحشر: ١١﴾)

 

 يعني: آيا ته هغو کسانو ته نه ګورې چي منافقان او غادران سوي دي؟ چي دوى و هغه خپلو کافران سوو وروڼو ته چي د اهل کتابه څخه دي وايي: قسم دى که تاسي د مدينې څخه وايستل سى نو خامخا موږ هم ستاسي سره وزو او ستاسي د ضرر په باره کي يا ستاسي د ضرر دپاره موږ د هيچا هيڅ خبره هيڅکله نه منو او که چيري ستاسي سره جنګ شروع سي نو خامخا موږ ستاسي مرسته او کومک کوو. 


دغه آيات د هغه عبدالله بن اُبى منافق په باره کي نازل سو چي په پټه يې يهودو ته پيغام ولېږى چي تاسي مه بېرېږى او خپل ځانونه يواځي مه بولى که مسلمانان و غواړي چي تاسي د مدينې منورې څخه وباسي موږ ستاسي سره ولاړ يو او که خبره ترجنګه ورسېدل موږ ستاسي مرسته کوو، دا زموږ قطعي فيصله ده او زيات تردې موږ ستاسي په باره کي د هيچا خبره نه اورو او نه د چا پروا لرو، خو الله جل جلاله  نور هم فرمايي.


(وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَكَاذِبُونَ )﴿المنافقون: ١﴾


يعني: الله جل جلاله   شاهدي ورکوي چي دغه منافقان خامخا په دغو خبرو کي درواغجنان دي، د منافقانو دغه خبري د زړه څخه او په رشتيا سره نه دي، فقط د مسلمانانو سره د جنګولو دپاره خلک پورته کوي، دغه خبري په ژبه سره کوي او هيڅ عمل نه په کوي. 


د عبدالله بن اُبى په دغه پيغام سره د يهودو و خپلو ځانو ته اميد پيدا سو او پر دې ټينګ سوه چي نه وزو بلکه جنګ کوو، د يهودو رئيس حُيَى بن أخطب د منافقانو د وعدو په طمعه سو نو يې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته حال ولېږى او ويل: موږ د خپله وطنه څخه نه وزو او ته چي هرڅه کولاى سې هغه  وکه. 


په دې کي هيڅ شک نسته چي دغه اوسنئ حالت و مسلمانانو ته د دوى په تاريخ کي ډېر تکليفي حالت دى، ځکه په دغه خطرناکه وخت کي د يهودو سره د مسلمانانو د جنګ کولو عواقب يا وروستنۍ نتيجې د خطرو څخه خالي نه دي او تاسي وليدل چي ټول عرب و دوى ته يو لاس سوي دي، د مسلمانانو د دعوت ډلي يې په هغه خائنانه شکل سره په شهادت و رسولې او بيا د بني النضير يهود دومره قوي وه چي د دوى د تسليمېدلو احتمال ډېر ليري ؤ، نو که په دغسي شرايطو کي د بني النضير د يهودو سره جنګ وسي په نتیجه کي د مسلمانانو دپاره ډېر ناخوښه کارونه په وجود راوړي. 


مګر هغه حالت چي مسلمانانو ته د ماء رجيع او بئر معونه، د واقعو په سبب پېښ ؤ، په دوى کي يې د دغو جرائمو او خيانتو په مقابل کي حساسيت زيات کړى ؤ، دا چي د مسلمانانو د ډلو او افرادو سره دغه خيانتونه کيږي د دوى احساسات يې پر جوش را وستلي وه، د خائنانو په مقابل کي د دوى د انتقام اخستلو احساس دوه چنده سوى ؤ نو ځکه يې د رايو په اتفاق دا تصويب کړه چي د بني النضير د يهودو سره بايد جنګ وسي، خاصتًا چي دوى د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د وژلو دسيسه هم جوړه کړې وه، نو ويل هرڅه چي پېښيږي خو د يهودو سره بايد جنګ وسي.


 اوس چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د بني النضير د يهودو د رئيس د طرفه هغه د نه بارېدلو او د جنګ کولو جواب ورسېدى رسول الله صلی الله علیه وسلم  تکبير و وايه  او اصحابِ کرامو هم تکبيرونه و ويل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مسلمانانو لښکر جوړکړی د لښکر بيرغ يې و حضرت علي بن ابي طالب رضی الله عنه  ته ورکړى او لښکر د بني النضير د يهودو پر طرف ور رهي سو، لښکر هلته ورسېدى او يهود يې محاصره کړه، يهود په خپلو قلاوو ننوتل دروازې يې بندي کړې او د قلاوو د بامو څخه مسلمانان په غشو او ډبرو ولي،

 

مسلمانان مجبوره سوه پرشا ولاړه او د دوى څخه يې ليري خېمې و درولې، داسي ځاى يې واړول چي د يهودو غشي نه ور رسيږي، مګر د يهودو ډېر باغونه او لوى کښتونه تر قلا دباندي وه او د دغو وُنو د شاوو څخه يې پر مسلمانانو د غشو وارونه کول، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي د دوى د خُرما یا کجور ټوله وُني ور قطعه او پرې کړی، صحابۀ کرامو د وُنو په رېبلو شروع وکړه، کوم وخت چي يې ځيني وُني ورېبلې يهود وارخطا سوه وې لیده چي په باغو کي يې وُني چپه کيږي، زړونه يې و لوېدل چي مالونه يې د بينه ولاړل او يهودو ته مال تر هرڅه ګران دى، تاسي ته معلومه ده چي يهود د مال او پيسو سره تر اندازې زيات محبت لري، نو يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته حال ولېږى چي يا محمّد  صلی الله علیه وسلم وُني ولي پرې کوې؟ د وُنو څه ګـناه ده؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:

 

يا به تسليمېږى يا ټوله وُني یا درختي مو در پرې کوو. 
 الله جل جلاله  په دغه باره کي د سورة الحشر په (5) نمبر آيات کي فرمايي:

 

مَا قَطَعْتُم مِّن لِّينَةٍ أَوْ تَرَكْتُمُوهَا قَائِمَةً عَلَىٰ أُصُولِهَا فَبِإِذْنِ اللَّهِ وَلِيُخْزِيَ الْفَاسِقِينَ ﴿الحشر: ٥﴾

يعني: هغه چي تاسي د خرما د وُنو تنې پرې کوى يا يې پر خپلو بېخو يا تنو ولاړي پرېږدى دغه ټول د الله جل جلاله  په حکم سره دي او دا د دې دپاره دي چي الله جل جلاله  فاسق او نافرمانه يهود رسوا کي، يهودو يو څه نور هم صبر وکړی او ويني چي وُني يې نوري هم چپه کيږي، ويل مالونه مو ټول ولاړل او بيا نو بېله ماله څخه موږ ژوند څه کوو، نو ويل تسليميږو خو په يوه شرط، هغه دا چي موږ د مدينې منورې څخه وزو، مدينه پرېږدو او هر هغه شئ چي موږ يې زموږ د مالو څخه غواړو هغه را سره وړو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم موافق سو او وې فرمايل:

هر هغه شئ چي پر اوښانو وړلاى سى هغه در سره يوسى مګر اسلحه به نه درسره وړى بېله اسلحې څخه  چي بل هر شئ در سره وړلاى سى يُو يې سى، مقصد دا چي د بني النضير د يهودو سره پردې فيصله وسوه چي مدينه منوره به پرېږدي او جنګ و نه سو. 
د بني النضير يهود بېله جنګه تسليم سوه، د بني قريظه يهودو هم دوى تنها پرېښوول، عبدالله بن اُبى منافق هم په هغه خپلو وعدو کي خيانت ور سره وکړی،

 
د غطفان قبيلې چي د بني النضير حليفان یا معاهدین وه هغو هم خيانت ور سره وکړی، هيچا د دوى سره مرسته و نه کړه او نه يې د دوى څخه دغه شر منعه کړی، نو ځکه الله جل جلاله  دغه د دوى د حال دپاره يو مثال ذکر کړی او دوى يې هغسي وبلل، الله عزوجل  د سورة الحشر په (16) نمبر آيات کي فرمايي:

 

(كَمَثَلِ الشَّيْطَانِ إِذْ قَالَ لِلْإِنسَانِ اكْفُرْ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِّنكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ ﴿الحشر: ١٦﴾)

يعني: د وعدې په مخالفت کي د دغو منافقانو مثال داسي دى لکه د شيطان په مثل، کله چي انسان ته و وايي: کافر سه او کوم وخت چي هغه انسان کافر سو نو شيطان ورته وايي: زه ستا څخه بېزاره او جلا يم، زه د رب العالمين الله څخه بېرېږم. 


مقصد دا چي د بني النضير د يهودو محاصرې ډېر وخت په برکي نه ونيوى، دا محاصره فقط شپږ ورځي وه او څوک وايي (15) ورځي وه او بيا يې اسلحه کښېښوول او تسليم سوه.


 اوس نو د مدينې منورې څخه د دوى وتل په يوه عجبه طريقه سره وه، هغه دا چي اول يې خپل ټول اوښان په خپلو سامانو بار کړه، هر يوه کوښښ کاوه هر شئ چي دئ لري هغه ور سره يوسي، حتّْی کورونه يې نړول او دروازې يې ور سره اخستلې ځکه د لرګي څخه جوړي سوي دروازې وې او قېمت يې درلودى، که يې کورونه وړلاى سواى هغه به يې هم ور سره وړي واى، خو کورونه د وړلو شئ نه وه نو يې نړول او دروازې يې بارولې، ټول هغه شيان چي په وسه يې پوره وه هغه يې بار کړه، کوم وخت چي د تلو دپاره تيار سوه نو يې مظاهره جوړه کړه، هغه داسي: 


يوه ښځه چي غزلي يې ويلې، لوړ او ښه آواز يې ؤ هغه ښځه د دوى په مخ کي رهي ده دريې وهي او غزلي وايي، نور يهود ترشا په پسې دي د دې د غزلو کسر یا مسرۍ  ور سره وايي او په غزلو کي وايي موږ په پوره عزت د مدينې څخه وزو.

 
د بني النضير يهود د مدينې منورې څخه په غزلو و وتل، د بني النضير د يهودو مشران او رئيسان لکه حُيَى بن أخطب، سلام بن ابي الحُقَيق، سلام بن مشکم او د دوى ډېر متابعين و خيبر ته ولاړل او ځيني يې شام ته ولاړل او په دوى کي فقط دوه نفره مسلمانان سوه چي يو يې يامين بن عمرو او بل يې ابو سعد بن وهب ؤ، دوى دوو ته خپل مالونه او جايدادونه ور پاته سوه.


 مګر هغه د يهودو مشران کوم چي نومونه يې د مخه ياد کړل سوه، دغه کسان د يهودو د اشرافو اشراف وه چي د مدينې منورې څخه وايستل سوه،کوم وخت چي خيبر ته ورسېدل د خيبر يهودو يې په ډول او ډمامو استقبال وکړی او دوى يې ترځان لوړ بلل، نو خود دوى د خيبر مشران او حاکمان وګرځېدل، دغه درې نفره چي د مدينې منورې څخه وايستل سوه دوى وه چي احزاب يې سره را ټول کړه. 


کوم وخت چي موږ د خندق غزاء وايو، د دغه جنګ دپاره چا احزاب يا مختلفي ډلي سره را ټولي کړې؟ دغو درو نفرو: حُيَى بن اخطب، سلام بن ابي الحقيق او سلام بن مشکم، دغه د يهودو مشران چي د خپله قومه سره د مدينې منورې څخه په دغه ډول سره وايستل سوه دوى د خندق جنګ په وجود راوړى او دوى وه چي هغه جنګ يې د مسلمانانو پر ضِد جوړ او ترتيب کړى، د دغي واقعې او جنګ حالات به پر خپل وخت په تفصيل سره درته بيان سي. 


اوس چي د بني النضير يهود د مدينې منورې څخه و وتل رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوى اسلحه، د دوى پاته مالونه، د دوى غير منقوله جايدادونه لاس ته راوړل، د اسلحې په جمله کي (50) زغري (50) خُوله او (340)  توري وې او د يهودو غيرمنقول مالونه لکه مځکي او باغونه، کورونه او قلاوي و مسلمانانو ته پاته سوه، چي دغه پاته مالونه ډېر زيات مال او جايداد ؤ او مسلمانانو د يهودو څخه د دوی مالونه بېله جنګه بېله سفره او بېله ستړياوو ځني واخستل چي و دغه ته (فئ) ويل کيږي (فئ) په اسلام کي دکفارو و هغو مالو ته ويل کيږي چي مسلمانان يې بېله جنګه دکفارو څخه اخلي او غنيمت بيا هغو مالو ته ويل کيږي چي دکفارو څخه په جنګ کي اخستل کيږي، د غنيمت حکم په اسلام کي دا دى چي پنځمه حصه يې د الله او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ده يعني:

 

د مسلمانانو د بيت المال ده او څلور حصې يې پر جنګ کونکو يا پر اسلامي هغه لښکر تقسيميږي چي جنګ ته حاضر سوي وي، مګر د فئ حکم بيا څه شي  دى؟ په فئ کي خو جنګ نسته نو څنګه وېشل کيږي؟ او دا د اول وار دپاره پېښه سوه چي مسلمانان د کفارو مالونه او جايدادونه بېله جنګه اخلي، نو د الله جل جلاله  د طرفه امر راغلى چي فئ د الله او رسول الله دى، څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  غواړي هغسي تصرف پکښي کوي پر لښکر نه تقسيميږي، ځکه چا جنګ نه دى کړى نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي دغه مالونه دي خاص پر هغه اولو مهاجرينو تقسيم سي ځکه هغه ډېر غريبان وه مالونه او وطن يې پرې ايښي وه شئ يې نه درلودى، نو دغه فئ د مهاجرينو پر غريبانو و وېشل سو، فقط په انصارو کي يې و ابودُجانه او سهل بن حُنيف  رضي الله عنهما  ته هم حصه ورکړه، ځکه هغه هم ډېر غريبان وه او د دغه فئ څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دکال نفقه هم اخستل کېدل او پاته شئ يې پر اسلحه او په جهاد في سبيل الله کي مصرفېدى.


د بني النضير غزاء د هجرت د څلورم کال د ربيع الاول په مياشت کي وه چي د عيسوي 625 کال د اګست مياشت وه او الله جل جلاله  د دغي غزاء په باره کي ټول سورة الحشر نازل کړى، نو موږ د سورة الحشر په ترجمه تر هغو نه سو پوهېدلاى چي د بني النضير د يهودو قصه نه وي را معلومه، الله جل جلاله  په دغه سورة کي د يهودو شړل او فراره کول بيان کړي دي، د منافقانو مسلک او عملونه يې رسوا کړي دي د فئ احکام يې بيان کړي دي، په دغه سورة کي يې د مهاجرينو او انصارو صفت کړى دى او دا يې روښانه کړي دي چي د دښمن په مځکه کي د حربي مصلحت دپاره د وُنو سوځل او رېبل جائز او روا دي، دې ته فساد فى الارض نه ويل کيږي او په دغه سورة کي يې مسلمانانو ته په تقوْى او د آخرت دپاره په تياري او آمادګي وصيت کړى دى او د سورة خاتمه د الله جل جلاله  په اسماء الحُسنْى او صفاتُ العُلْى سره سوې ده. 
حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه  به ويل:سورة الحشر ته سورة النضير وايه، يعني: ټول سورة د بني النضير د يهودو د حالاتو په باره کي خبري کوي. 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

سرته