تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شیخ الهند تواضع او د امام قدر
 
  November 23, 2016
  0

 تواضع او د امام قدر

لیکنه: علي الله متوکل الرحمن
 
شیخ الهند مولانا محمود حسن دیوبندي رحمة الله علیه د زښت زیاتي تواضع خاوند وو، مولانا تقي عثماني صاحب دده د تواضع په هکله یو حکایت را نقلوي:
 
شیخ الهند مولانا محمود حسن به په روژه کي د شپي ډیره برخه تراویح کولي او هره دریمه څلورمه ورځ به ئې د قران کریم ختم کوی. حافظ به تراویح ورکولي او شیخ الهند به ئې تر شا ولاړ وو، تر تراویحو وروسته به حافظ هلته بیده کیدی.
 
حافظ صاحب وایي چي یوه ورځ زه بیده یم او یو څوک مي پښي را کښیکاږي ما دا فکر وکړ چي کوم طالب شاګرد دی، چي راپورته سوم نو شیخ الهند مي و پښو ته ناست دی، او پښي مي راکښیکاږي نو ما پوښتنه ځني وکړه چي حضرته دا تاسي څه کوی؟ شیخ الهند را غبرګه کړه چي ته ټوله شپه په تراویحو کي ولاړ یي، پښي دې ستړي سي نو ددې لپاره مي ستا پښي کښیکښلي چي ارامي سي. (اصلاحي خطبات)
 
ودې ته تواضع وایي چي د سترو علماوو استاد، د دیوبند نامتو عالم، د قران مفسر، د انګریزانو په وړاندي سخت مبارز او مجاهد شیخ الهند مولانا محمود حسن دیوبندي رحمة الله علیه دې د د امام پښي ور کښيکاږي.
 
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته