تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت:عمر(رض) د أرقم بن ابى الأرقم وکور ته ځي
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  June 30, 2020
  0

نبوي سیرت (۹۰ برخه)


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

عمر رضی الله عنه  د أرقم بن ابى الأرقم وکور ته ځي

 

و اصحابِ کرامو ته ټول اخبار داسي رسېدلي دي چي عمر را رهي دى او غواړي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و وژني، په هغه نوره قصه چي د فاطمې بنت الخطاب او سعيد  رضی الله عنهما په کور کي پېښه سوه نه دي خبر، نو خود اصحاب کرام دلته د جنګ دپاره تيار او آماده دي، کوم وخت چي  عمررضی الله عنه  د أرقم بن ابى الأرقم وکور ته ورسېدى او دکور دروازه يې وټکول يو د اصحاب کرامو څخه ور ولاړ سو د دروازې تر چاک يې ورته وکتل، وې ليدل چي عمر توره په لاس ولاړ دى رسول الله صلی الله علیه وسلم چي دننه په خونه کي ؤ هغه ته يې حال و وايه او دلته اصحاب کرام د سراى په ميداني کي سره را ټول  دي، حمزهرضی الله عنه  پوښتنه وکړه چي څه پېښه ده؟ دوى ويل: عمر دى، حمزهرضی الله عنه  ويل: عمر؟ دروازه ور خلاصه کړی که د ده راتګ د خير په نيت ؤ خير به و ويني او که د شر په نيت راغلى ؤ د ده په توره به يې و وژنو.

 

 هو! دا صحي ده چي عمر غټ او ډير قوي دى مګر سيّدِنا حمزهرضی الله عنه  جنګي پهلوان او فارِس دى داسي پهلوان دى چي په قريشو کي يې مثل نسته، په دغه وخت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوني څخه  را و وتى، حمزهرضی الله عنه  و ويل: پرې يې ږدى چي کور ته راسي زه يې د ده په توره وژنم، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: يا حمزه! ته ننوزه، حمزه هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم په امر خوني ته ننوتى او رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: عمر ته دروازه ور خلاصه کړی، اوس خلك په حيرت کي دي! چي عمر د ده صلی الله علیه وسلم د وژلو په نيت راغلى دى او رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: دروازه ور خلاصه کړی حال دا چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره کوم ساتونکى هم نسته او حمزه چي په مسلمانانو کي قوي او پهلوان دى هغه ته يې هم و ويل: ته خوني ته ننوزه، مګر چاره نسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت حتمي دى و عمر ته يې دروازه ور خلاصه کړه او عمر کور ته ور ننوتى، غټ، قوي، جابر، شديد سړئ توره هم ور څخه ده،  رسول الله صلی الله علیه وسلم ور نژدې سو عمررضی الله عنه  يې تر ګرېوانه ونيوى او شديد تکان يې ورکړه په دومره قوت سره يې وښوراوه چي عمر پرځنګنو کښېنستى او رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل:« اَمَا اْنَ لَکَ يَابنَ الخطاب اَن تُسلِم». يعني: اې د خطاب زو د دې وخت نه دى راغلى چي مسلمان سې؟ او نور يې هم پسي و فرمايل: او ته تر هغو نه مسلمانېږې چي الْهي غضب درباندي نازل نه سى؟ 

لکه پر وليد بن المغيره چي نازل سو او وې فرمايل: «اللّهم هذا عمر بن الخطاب اللّهم اعِزَ الاسلام بعمر بن الخطاب»  عمررضی الله عنه  و ويل: أشهد أن لا إله الا الله، و أشهد أنک رسولُ الله، رسول الله صلی الله علیه وسلم تکبير و وايه اوکوم اصحاب کرام چي دلته موجود وه هغو هم په لوړ آواز ناري کړه: الله اکبر، دا تکبير په دومره لوړ آواز ؤ چي ټولي مکې واورېدى.
قريشو و ويل: والله يوه حادثه پېښه ده او لویه حادثه ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم پوه سو چي خبره ښکاره او واضحه سوه او خلك خبر سوه، نو يې اصحاب کرام امر کړه چي خپلو کورو ته ولاړ سى، ټول مسلمانان د أرقمرضی الله عنه  دکوره څخه په تلوار و وتل او هر يو پر خپله لار  ولاړى. 

 

عمررضی الله عنه  وايي: کوم وخت چي ما اسلام را وړى د ځانه سره مي فکر وکړی چي د اهلِ مکې څخه څوک د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ډير عداوت لري؟ خپل زړه راته و ويل: ابوجهل، نو ورغلم او د ابوجهل دروازه مي ور  وټکول، ابوجهل را و وتى ويل: اهلاً و سهلاً مرحباً بِاِبنِ اخي او ويل: څنګه راغلى يې؟ ما ويل: غواړم چي خبر دي کړم چي ما پر الله او د هغه پر رسول محمّد صلی الله علیه وسلم ايمان را وړى او ټول هغه شيان منم چي محمّد صلی الله علیه وسلم را وړي دي، ابوجهل د کور دروازه په زوره بنده کړه او ويل: (تباً لکَ) تا لره دي هلاکت وي، زما  دي ټوله ورځ را خرابه کړه په شنه سهار دي دا زېرى را باندي وکړی، دا څه خبر ؤ چي تا ما ته راوړى.

 

 وروڼو! تاسي پوهېږى چي عمر د همت او مړاني، د قصد او عزم خاوند ؤ، د ده اسلام و مشرکانو ته ذِلّت او سپکاوى ؤ او مسلمانانو ته عزت، شرف او خوشالي وه، عمررضی الله عنه  وايي: کوم وخت چي به يو څوک مسلمان سو کفار به پر را وګرځېدل وهل او ټکول به يې ورکول، خو کوم وخت چي زه مسلمان سوم زما و ماما ته ورغلم چي عاصي بن هاشم ؤ او په خپل اسلام مي خبرکړى، هغه په کور ننوتى او دروازه يې را ته وتړل او بيا د قريشو يوه بل لوى سړي ته ورغلم (چي ښايي دغه ابوجهل وي) هغه مي هم په خپل اسلام خبرکړى، هغه هم دروازه را ته بنده کړه او په کور ننوتى، بيا عمررضی الله عنه  پوښتنه وکړه چي څوک سِر او پټ راز نه ساتي؟ خبر ژر نشروي او هر ځاى يې بيانوي، عمررضی الله عنه  غواړي چي د ده د اسلام خبر ژر نشر سي او ټول قريش په خبر سي، خلكو ور ته و ويل: د خبر د نشرولو دپاره تر جَميل بن مُعَمِّر بل مناسب څوک نسته، نن خبر ورته و وايه په دغه ورځ د مکې ټول ښار در خبروي د هغه وخت بي بي سي ؤ، عمررضی الله عنه  د جميل پر طرف ور رهي سو، د دغي قصې روايت عبدالله بن عمر رضی الله عنهما  کوي، او وايي: زه په خپل پلار پسې وم چي پلار مي و جميل بن مُعَمِّر ته ورغلى جميل د کعبې شريفي سره ناست ؤ، عمررضی الله عنه  ور سره کښېنستى او ور ته ويې ويل: يا جميل! آيا ته نه يې خبر؟ هغه ويل: په څه شي؟ ويل: ته نه سوې خبر چي زه وايم: أشهد أن لا إله إلا الله، و أن محمّداً رسولُ الله 
عبدالله بن عمر رضی الله عنهما  وايي: والله زما پلار ته يې هيڅ جواب ورنه کړی او نه يې پوښتنه ځني وکړه چي کله يا څنګه بس ولاړ سو او ناري يې کړه: يا معشرَ القريش! عمر دين پرېښاوه، عمررضی الله عنه  تر شا په پسې دى او وايي: دئ درواغ وايي بلکه زه مسلمان سوم، أشهد أن لا إله إلا الله، وأشهد أن محمّداً رسولُ الله. عمررضی الله عنه  خپل اسلام د ټولو قريشو په حضور ښکاره کړى، قريشو د حضرت عمررضی الله عنه  په وهلو شروع وکړه دوى دئ وهي او دئ دوى وهي، دې وهلو د ماپښين څخه تر ماښامه دوام درلودى، خو په آخرکي عمررضی الله عنه  ستړى سو، قريش ډير دي ځيني يې ځان هوسا کوي او ځيني یې وهل کوي، خو عمررضی الله عنه  يواځي دى او پرله پسې وهل کوي، قريش يو نه دى پر عمررضی الله عنه  د هره طرفه وارونه کيږي او وهل کيږي، عمررضی الله عنه  پوه سو چي نور نه سم جنګېدلاى، نو يې په دوى کي وکتل هغه د دوى شريف او معتبره چي عُتبه بن ربيعه ؤ هغه يې ونيوى او پر مځکه يې غځار کړي او د هغه پر ځيګر کښېنستى، نور قريش دئ وهي خو دئ د عتبه پر ځيګر ناست دى او دوې ګوتي د هغه پر سترګو ور موږي او ورته وايي: دغه خلك را څخه ليري کوې او که دي سترګي در وچاودم؟ عتبه نارې کړې چي ځني ليري سى پرې يې ږدى والله ړندوي مي، قريش هم ليري سوه عمررضی الله عنه  يې پرېښاوه، ده هم عتبه ايله کړی، قريشو بيا حمله پر وکړه عمررضی الله عنه  بيا عتبه ونيوى عتبه بيا نارې کړې، دوى دغه ى ونيسه ايله که حال کي وه څو عاص بن وائل د عمرو بن العاصرضی الله عنه  پلار چي د قريشو د لويو مشرانو څخه ؤ راغلى، ويل: څه قصه ده؟ حال ورته و ويل سو، هغه پوهېدى چي عمر شديد او د عزم خاوند دى او که دا مسئله نوره هم اوږده سي په خپله د قريشو په منځ کي فتنه جوړيږي نو ويل: يوه سړي د خپل ځان دپاره يو دين اختيار کړی پرې يې ږدى هغو هم پريښاوه، عمررضی الله عنه  خپل کور ته ولاړى.

 

امام بخاري د عبدالله بن عمررضی الله عنه  څخه روايت کوي وايي: کوم وخت چي عمررضی الله عنه  په کور کي ؤ دا بېره ور سره وه چي قريش به کور ته پسي راسي، په دغه وخت کي عاص بن وائل السهمي ور ته راغلى او دغه عاص په جاهليت کي زموږ د حلفاوو څخه ؤ او عمررضی الله عنه  ته يې و ويل: څه درته پيښه ده؟ عمررضی الله عنه  ويل: ستا قوم دا إراده کړې ده که زه مسلمان سوم ما و وژني، عاص بن وائل و ويل: څوک نه سي در نژدې کېدلاى، عمررضی الله عنه  وايي: پسله دغه چي عاص دا را ته و ويل نو زه په امان سوم، عاص چي ور و وتى وې ليدل چي شېله په خلكو ډکه ده ويل چيري ځى؟ خلكو ويل: دغه عمر ته ورځو چي د دينه اوښتى دى ، عاص ويل: هغه ته څوک نه سي ورتلاى، يعني: زما په جوار او ساتنه کي دى، بیا نو خلك سره وپاشل سوه، اوس نو عمررضی الله عنه  هره ورځ دکعبې شريفي سره قرآن مجيد وايي خو څوک د بيري نه سي ور نژدې کېدلاى، دا خو نسبت و مشرکانو ته د عمررضی الله عنه  ايمان را وړل وه مګر د مسلمانانو دپاره د عمر رضی الله عنه  اسلام څه فایده ورسول؟ د هغه په باره کي عبدالله بن مسعودرضی الله عنه  وايي: موږ مسلمانانو دکعبې شريفي سره لمونځ نه سواى کولاى ترڅو چي عمر اسلام را وړى. 

 

صُهيب بن سنان الروميرضی الله عنه  وايي: کوم وخت چي عمر اسلام را وړى اسلام ښکاره سو او اسلام ته دعوت هم په ښکاره سره کېدى او موږ مسلمانان دکعبې شريفي پر شا وخوا ډله ډله کښېنستلاى سواى پرکعبه شريفه مو طواف کولاى سواى اوکه يو چا بد او نا لائق را ته ويلي واى تر يو اندازې مو د هغه جواب هم ورکولاى سواى. 

 

عبدالله بن مسعودرضی الله عنه  وايي دکومه وخته څخه چي عمر اسلام را وړى موږ په عزت سوو.

 

 د مسلمانانو په حال کي دغه ټول تغير د هغي ورځي څخه راغلى چي عمررضی الله عنه  د أرقم بن ابى الأرقم وکورته ورغلى او ويل: يا رسولَ الله! آيا موږ مسلمانان که مړه سو او که ژوندي پاته سو پرحق نه يو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: هو قسم مي دي په هغه ذات وي چي زما د نفس اختيار د هغه په قدرت کي دى که مړه سى او که ژوندي پاته سى تاسي پرحق ياست، عمررضی الله عنه  و ويل: نو موږ ولي خپل دين او اسلام پټوو؟ قسم مي دي په هغه ذات وي چي ته يې په حق سره را لېږلى يې چي موږ دباندي ور وزو، رسول الله صلی الله علیه وسلم هم هغه اصحابِ کرام چي په دار الأرقم کي موجود وه د وتلو دپاره تيار او آماده کړل، مګر هو! هغه حُر او آزاد اصحاب چي د قريشو د ساداتو او اشرافو څخه وه، مريان او هغه ضعيفه خلك يې پرېښوول چي دغه نفر ټول څلوېښت نفره سوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه لينه يا دوه قطاره ځني جوړ کړه او ټول نفر په خپله اسلحه مسلح دي د يوه قطار په مخ کي حمزه بن عبدالمطلبرضی الله عنه  دى او د بل قطار په مخ کي عمر بن الخطابرضی الله عنه  دى او د دوو قطارو په منځ کي سرورکائنات حضرتِ رسول الله صلی الله علیه وسلم رهي دى، د دار الأرقم څخه مسلح او منظم را و وتل او د کعبې شريفي طرف ته رهي دي پرلاري تهليل او تکبير وايي: لا الـه الا الله محمّد رسول الله او الله اکبر، وايي، قريش ور ته ګوري او هيڅ يې په وسه و نه سوه نه يې آزار ورکړی او نه يې جنګ ور سره وکړی، د قريشو د ساداتو او اشرافو څخه څلوېښت نفره مسلمانان دي، په دغه طريقه سره د الله عزوجل  دين ښکاره او روښانه سو و اسلام ته دعوت او اسلامي عبادت د هغه پټ حال څخه و اظهار او اعلان ته را و وتى او د دغي ورځي څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د طرفه  و عمر رضی الله عنه  ته د فاروق لقب ورکړل سو. 

 

اوس چي عمررضی الله عنه  اسلام ته داخل سو او دعوت ښکاره سو د قريشو ژوند ډير تريخ سو او حيران دي چي څه وکړي؟ نو يې د مسلمانانو و اشد عذاب ته ملا وتړل، حتّْی په خپله د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصحابو آزار يې شديد کړى، ابوجهل و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلى او ويل يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم که دي تر دې وروسته زموږ خدايان په سپکه سره ياد کړل، بېکاره او بې قدرته دي وبلل موږ  بيا ستا رب ته ښکنځل او بد ويل کوو، که څه هم قريشو الله جل جلاله  په ربوبيت سره مانه او د هغه جل جلاله  عبادت يې هم د بتانو د عبادت سره کاوه او ويل به يې: دغه بتان موږ و الله ته نژدې کوي، مګر نن ورځ يې د حسد او عناد په سبب دا جرئت وکړى او ويل: که تا بتانو ته بد و ويل، موږ وَ الله جل جلاله ته بد وايو، نو په دغه باره کي د الله جل جلاله  دا قول نازل سو چي فرمايي:
﴿
وَلَا تَسُبُّوا الَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ فَيَسُبُّوا اللَّهَ عَدْوًا بِغَيْرِ عِلْمٍ ﴾.[الانعام /108]
يعني: اې مومنانو! هغه معبودانو ته ښکنځل او بد ويل مه کوى چي دغه کفار د هغو عبادت کوي، نو دوى به د خپله جهالته څخه الله جل جلاله  ته په ناحقه سره ښکنځل وکړي، 
په دغه آيات شريف سره مسلمانان د بتانو د بد ويلو څخه منعه سوه، که څه هم د بتانو په بد ويلو کي د اسلام مصلحت او فايده سته مګر لوى ضرر هم ور سره ملګرى دى چي هغه پر الله جل جلاله  بد ويل دي، نو مسلمانان هم د بتانو د بد ويلو څخه چپ او پټه خوله سوه، دا د دې دپاره چي هغه لويه او بده ګناه منعه كړل سي كومه چي پر الله جل جلاله  بد ويل دي.

 


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند


www.taleemulislam.net

 

سرته