تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د ابو سلمه رضی الله عنه سَرِيه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 23, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۸۶برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د ابو سلمه  رضی الله عنه  سَرِيه

 

اول هغه څوک چي د اُحُد تر غزاء وروسته د مسلمانانو پر ضد را پورته سوه هغه د (بنو أسد) قبيله وه غواړي چي پر مدينه منوره حمله وکړي، ځکه د دوى دا خيال ؤ چي مسلمانان د اُحُد د جنګ په واسطه تر اوسه ضعيفه دي، نو يې دا فکر کاوه چي پر مسلمانانو په ډېره آساني سره کاميابه کيږو او دغه يې موقع ده چي پر مدينه منوره حمله وکړو او د مدينې خير او برکت چي مقصد يې مېوې او مالونه وه يوسو، دبنو أسد د قبيلې مشر چي طُلَيحه بن خويلد نومېدى، دئ هغه څوک دى چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   تر رحلت وروسته د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  د خلافت په وختو کي يې د نبوت دعوه وکړه او د رِدت په جنګو کي خالد بن وليد رضی الله عنه  ماته ورکړه او دئ  وتښتېدى او بيا دغه طُليحه په وروسته کي مسلمان سو او د فارس یا فارسیانو سره په جنګو کي په شهادت ورسېدى. 


نو د مدينې منورې استخباراتو و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته دا خبر و رساوه چي طليحه او د ده ورور سَلَمه په خپل قوم کي ګرځي او خلک د مسلمانانو د جنګ دپاره سره يو ځاى کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم   د دوى ترحملې د مخه د مهاجرينو او انصارو څخه يوه ټولۍ  جوړه کړه چي د افرادو شمير يې (150) نفره ؤ، د دغي ټولۍ قومندان يې ابو سلمه رضی الله عنه  مقرره کړى، ابو سلمه رضی الله عنه  د هجرت د څلورم کال د محرم په مياشت کي د بنو أسد د قبيلې پر طرف حرکت وکړی، بنو اسد چي په دغه حال نه دي خبر، د هغو تر آمادګۍ او حملې د مخه د هغو په بېخبري کي د مسلمانانو د طرفه حمله پر وسوه، د بنو اسد قبيله سره و پاشل سوه او په تېښته يې ځانونه خلاص کړه، مسلمانانو د هغو اوښان او پوسونه په غنيمت سره واخستل او بيرته مدينې منورې ته سالم ولاړل، په دغه حمله سره د بنو أسد قبيله و بېرېدل او پر مدينه منوره يې هغه خپله حمله پرېښوول، ابوسلمه رضی الله عنه  پسله هغه څخه چي مدينې منورې ته ورسېدى تر هغه زخم يې وينه ايله سوه چي د اُحُد په ورځ زخمي سوى ؤ او پسله لږ مو دې څخه وفات سو. 

 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته