تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د جنګ بنديان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 9, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۴۷برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

 

د جنګ بنديان

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  د جنګ په بنديانو کي چي اويا نفره وه وکتل، په بنديانو کي يې داسي دوه نفره وليدل چي د اسلام او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ډېر لوى دښمنان وه چي يو يې نضر بن الحارث ؤ، دا هغه سړئ دى چي ډيري قصې  يې زده وې، ګښته او خبرياله سړئ ؤ، هرځاى چي به رسول الله صلی الله علیه وسلم  ناست ؤ دئ به هم هلته نژدې ورته کښېنستى قصې به يې کولې، خلک به يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او د اسلام د خبرو او د قرآن مجيد د اورېدلو څخه په خپلو قصو را ګرځول او د قصو په پاى کي به يې و ويل: څوک  وايي چي محمّد صلی الله علیه وسلم  ترما بهتر دى؟ زما او د ده څه فرق دى؟ زما خبري هم پخوانۍ قصې دي او د ده خبري هم پخوانۍ قصې دي. 


په قرآن  مجيد کي چي هر ځاى د ( أساطيرُ الاولين ) لفظ راغلى دى هغه د دغه نضر بن الحارث د دغي وينا رَد او جواب دى، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و درېدى او ويل: دغه سړي دغسي او دغسي کړي دي هغه د ده اعمال يې ذکر کړه او  بيا يې حضرت علي رضی الله عنه  امر کړى ويل: يا علي! ولاړ سه او وې وژنه، دلته نو نضر بن الحارث د حضرت علي رضی الله عنه  په واسطه و وژل سو. 


او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  دکفارو هغه بل مشر ته چي عُقبه بن ابي مُعَيط ؤ وکتل چي دا هم دکفر د رئيسانو څخه يو رئيس ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: تاسي خبر ياست چي دغه سړي څه کړي دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ده د عمل په بيانولو شروع وکړه او وې فرمايل: دا هغه څوک دى چي ما د کعبې شريفي سره لمونځ کاوه او ده زما د سجدې په وخت کي زما پر سر د اوښ کُلمې کښېښوولې او بيا بله ورځ ما د کعبې شريفي سره لمونځ کاوه او ده  زما پر غاړه پښه کښېښوول او دغه پښه يې په دومره زور او قوت کښېکښل چي ما مرګ وليدى قريبه وه چي و مي وژني، دلته نو عاصم بن ثابت رضی الله عنه  ور ولاړ سو او عقبه بن ابي مُعَيط يې و وژى او دئ يې هم هغه د ده د ملګرو و څا ته ور کش کړی، که څه هم ده د مرګ په وخت کي نارې وهلې چي ما ولي وژنى؟ زه هم يو بندي يم ټول بنديان پاته دي او ما وژنى؟ بندي نه وژل کيږي، مسلمانانو ويل: يا! ته هغه څوک  يې چي داسي او داسي دي کول، تا په خپله په خپل عمل سره دغه غوښتل، دغه دواړه کسان د حرب مجرمين بلل کېده نو د بنديانو څخه دغه دوه نفره و وژل سوه او د خپلو ملګرو سره و هغه وچ څا ته ور واچول سوه. 


دبنديانو په جمله کي يو هم سُهيل بن عمرو ؤ، دغه سهيل خطيب، شاعر او قوال سړئ ؤ او د مسلمانانو شديد دښمن ؤ، همېشه به يې د اسلام او مسلمانانو پر ضد اشعار ويل او بيانيې به يې ورکولې کوم وخت چي عمر بن الخطاب رضی الله عنه  دغه سهيل د بنديانو په ډله کي وليدى نو ويل: يا رسولَ الله! دغه سهيل هغه دکفارو خطيب دى اجازه راکه چي ويې وژنم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: پرې يې ږده يا عمر! بيا عمر رضی الله عنه  و ويل: اجازه راکه چي غاښونه يې ور وکاږم چي په آينده کي بيا خبري نه سي کولاى او پسله نن ورځي بيا ستا او د مسلمانانو پر ضـد خبري و نه کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: پرې يې ږده يا عمر! ښايي داسي يوکار وکړي چي بيا به بد نه پر وايې او واقعاً دغه سړئ بيا په وروسته کي مسلمان سو او اسلام يې  هم په صدق او اخلاص سره ؤ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر رحلت وروسته کوم وخت چي خلک مرتد سوه او د دينه واوښتل د مکې مکرمې خلک هم  قريبه وه چي دين پريږدي او د اسلامه څخه واوړي مګر هغه څوک چي اهل مکه يې دکفر او مرتد کېدلو څخه را وګرځول او پر اسلام يې ثابت پاته کړل هغه دغه سهيل بن عَمرو ؤ چي په خپلو بيانيو سره يې اهل مکه مسلمانان پاته کړه. 


پاکي دي هغه ذات لره وي چي د خلکو په حالاتو کي تغير را و


 ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته