تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قران کریم د تلاوت ثواب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 22, 2021
  0

د قران کریم د تلاوت ثواب


لیکنه : نصیب الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


عن عبدالله بن مسعود(رضي الله عنه) قال : قال نبی (صلی الله عليه وسلم) :” من قرأ حرف من کتاب الله فله به حسنة والحسنة بعشرامثالها لاأقول الم حرف ولکن ألف حرف ولام حرف ومیم حرف “ (ترمذي /۲۹۱۰)


ژباړه : عبدالله بن مسعود (رضي الله عنه) وايي: چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وفرمایل : چا چې د قرانکریم یوحرف ولوست ، نو الله تعالی به ورته ددې حرف په مقابل کي یوه نیکي ورکوي اویوه نیکي به په لس چنده وي ، او زه دا نه وایم ، چې ألم یوحرف دی ، بلکې الف یوحرف دی ، لام بل حرف دی ، او میم بل حرف دی.


تشریح : نبي (صلی الله عليه وسلم) دلته په داسې کلیمو د اجر او ثواب ورکولو وعده کړې ، چې په معنا یې څوک نه پوهیږي ، نوله دې معلومیږي چي یوازي په تلاوت کولو هم الله تعالی خپل مسلمان بنده ته اجراو ثواب ورکوي د قرانکریم مینه وال اوعاشقان هغه خلګ دي ، چې تلاوت یې کوي په معنا یې ځانونه پوهوي .

 

د ژوند لاري چاري دقرانکریم په لارښوونه پرمخ بیایي اوپه خپل ژوند کي د قرانکریم له امرونو سرغړونه نه کوي اوټوله هڅه یې دا وي، چي په ژوندکي به زه د قرانکریم امرونه منم ، ددې لپاره چي په آخرت کي راته همدا قرانکریم شفیع وګرځي.


ماخذ : محمدي ملغلري 


www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته